CRI Online

د چين د هوی قوم د يوې کورنۍ د دوو وروڼو خوب: د پوځي پريډ په ميدان کې به غوره سرتيري وګرځو

cri     (GMT+08:00) 2015-09-01 17:33:34

د اګست مياشتې په نيمايي کې خبريالان د بېجينګ په يوه پوځي اډه کې د هوی قوم د يوې کورنۍ له دوو وروڼو سره مخامخ شول. دوی پخوا ډېرې ښې دندې پر غاړه درلودې، خو دوي دواړو خپلې دندې پرېښودې او د چين په ځواکونو کې يې د شاملېدو پرېکړه وکړه. د پوځي پريډ تمرينونه ډېر ستړی دي، خو دوی پکې په ابتکاري توګه خپل نومونه ثبت کړل. دغه دوه وروڼه های هاو او های يي نوميږي، د چين مسلمانان په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته دغه دوه مسلمان وروڼه دروپېژنم.

های هاو او های يي دوه وروڼه دي د چين په ان هوی ولايت کې زېږېدلي دي. های هاو ډېر خاموش تبيته سړی دی خو کشر ورو های يي بيا لږ څه شوخ دی. د دوی پلار يو ځايي مشهور سوداګر دی، نوموړی د اختر په ورځو کې له خپلو زامنو سره يو ځای د خپلو ګاونډيو د حال احول پوښتنه کوي. دغه راز هغه په وړيا توګه له حکومت سره له بندونوڅخه د اوبو اړولو او پلونو سمولو په برخو کې هم مرسته کاوله. نوموړي په ځوانېتوب کې خوب درلود، چې يوسرتيری وګرځي، خو د ژوند د فشارونو ستونزو او کړاوونو له امله ونه توانېده، چې خپل خوب رښتيا کړي. خو دده خوب خپل زامنو پوره کړ .په ٢٠١٤ کال کې های هاو او های يي دواړه وروڼه له پوهنتون څخه فارغ شول او په جلاجلا توګه يو د حقوقي چارو د مشاور په توګه په يوه شرکت کې په دنده وګمارل شو او بل د دارو درملو په يوه فابريکه کې دنده اشغال کړه. خو د وخت په تېرېدو سره، يوه ورځ های يي د عسکري خدمت لپاره د استخدام اعلان وليد، کله چې يې دغه اعلان وليد، نو سمدلاسه يې های هاو ته زنګ وواهه او د عسکري خدمت د استخدام په اړه يې اړوند مالومات ورکړل او دواړو پريکړه وکړه چې په يو ځايي توګه په ځواکونو کې شامل شي.

د ٢٠١٤ کال په سپتمبر مياشت کې دواړو وروڼو له پلار او مور څخه خدای په اماني وکړه او د اورګاډي له لارې پوځي اډې ته لاړل .

په پوځي اډه کې ژوند د دوی له اټکل څخه ډېر ستړی دی. د موبايل تليفونونو او بانکي کارټونو د کارولو اجازه نشته، له پوځي اډې څخه بهر د توکو د رانېولو لپاره بايدله پوځي چارواکو څخه رخصت واخيستل شي. دغه راز بېلابېل پوځي تمرينونه هم ډېر سخت دي او هره اوونۍ يوازې يو ځل کور ته تليفون کولی شي. خو های هاو او های يي به يو بل ته ډاډ ورکاوه ، دوی له دغه نوي ژوند سره ژر عادت شول او په ښو نتيجو سره د نويو سرتيريو له پوځي ازموينو څخه وتل.

د ٢٠١٥ کال په پيل کې ټولي خبرتيا ترلاسه کړه چې د ٢٠١٥ کال د ستمبر مياشتې په درېيمه نېټه به د جاپاني تېري پرضد د چينايانو د ملي جګړې او د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠ مې کاليزې د يادولو په موخه يو لوی پوځي پريډ په بېجينګ کې ترسره شي، بېلابېل ټولي بايد په دې پوځي پريډ کې د ګډون لپاره يو شمېر سرتيري انتخاب کړي. دا د پوځيانو لپاره تر ټولو لوی وياړ دی! های هاو او های يي وويل، او په لومړي سر کې مونږ خپل نومونه ثبت کړل. کله چې دوی په پوځي پريډ کې د ګډون لپاره له لومړي ازموينې څخه د خپلو وتلو خبرتيا ترلاسه کړه ، دواړه وروڼه ډېر خوشحال وو او دغه ښه خبر يې سمدلاسه پلار او مور ته ورسوه.

له دواړو وروڼو سره څه باندې ٩٠٠ سرتيري نور هم شته چې په پوځي پريډ کې د ګډون په موخه له لومړۍ ازموينې څخه وتلي دي، خو په اخر کې به يوازې ٤٠٠ تنه په پوځي پريډ کې انتخاب شي. های هاو او های يي دروند فشار احساس کړ او د وروستۍ ازموينې لپاره يې نه ستومانه کېدونکي کوششونه وکړل . د خوښۍ وړ خبره دا ده چې دوی په وروستۍ ازموينه کې هم بريالي شول.

په تېرې جون مياشتې کې ، های هاو او های يي په پوځي اډه کې د تليفون له لارې له خپل مور او پلار سره ويډيويي خبرې وکړې. په دې ويډيويي خبرو کې پلار دوی ته وويل : تاسې بايد درې خبرې په ياد ولرئ : عسکري خدمت ستاسو دنده ده ، د هېواد لپاره خدمت کول ستاسو مسئوليت او د ټولنې لپاره خدمت کول ستاسو دندې دي. ستاسو کورنۍ د سپتمبر مياشتې په درېيمه نېټه په پوځي پريډ کې ستاسو د ښې نندارې په تمه ده!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای