CRI Online

د شينجيانګ په کشغر ښار کې د قومي کولتور د ساتلو او په ميراث اخيستلو چارې د بهرنيو رسنيو لخوا وستايل شوې

cri     (GMT+08:00) 2015-09-11 18:31:58


هغه بهرني ژورناليستان چې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د اړوندو هېوادونو د خبري رسنيو مسئولينو د روزنې په پروګرام کې د ګډون په موخه چين ته راغلي وو، د کشغر ښار د پخوانۍ سيمې سيل کوي

د سپتمبرمياشتې په پنځمه نېټه د افغانستان په شمول د ١٥ هېوادونو ٢٣ ژورناليستانو، چې هغه وخت په چين کې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د اړوندو هېوادونو د خبري رسنيو مسئولينو د روزنې په پروګرام کې د ګډون په موخه راغلي وو، د شينجيانګ د کشغر ښار پخوانۍ سيمې ته لاړل او هلته يې د ځايي اوسيدنکو قومي کولتور او دودونو په اړه معلومات ترلاسه کړل.

کله چې د کشغر ښار لرغونې سيمې ته ورسيدل، نو د شينجيانګ د اويغوري قوم ډېرې په زړه پوړې ځانګړتياوې يې احساس کړې. د کشغر ښار لرغونې سيمه د دغه ښار په مرکز کې پرته ده او عمومي مساحت يې ٤.٢٥ مترو مربع ته رسيږي. په دې سيمه کې دخلکو د استوګنې زياتره ودانۍ له لرګيو جوړې شوي او ځينې يې ان تر سلو کلونو څخه هم زيات تاريخ لري. د ځانګړي قومي کولتور او لرغوني تاريخ په درلودلو سره دغه سيمه هرکال ګڼ شمېر چيني او بهرني سيلانيان جلبوي.

په ٢٠٠٩ کال کې ځايي حکومت د کشغر ښار د تاريخي ځايونو د ترميمولو په موخه د ٨٣٩ مليونو يوانو په اندازه پروژه پيل کړه، چې په پايله کې يې په دې سيمه کې د ٩٧٢٢ کورنيو ودانۍ د بيا ځل لپاره جوړې او ترميمې شوې. بيا په ٢٠١٤ کال کې د دې ښار ښاروالۍ د ١٥٠ مليونو يوانو پانګو په ارزښت د دغې سيمې سيلانيز تأسيسات او خدمتي ځايونه په سمه توګه بشپړ کړل . په ٢٠١٥ کال کې د چين د سيلانۍ ملي ادارې د کشغر پخوانۍ سيمې ته د لومړۍ درجې سيلانيزه سيمه نوم ورکړ.

د نوموړي روزنيز پروګرام د پلې کېدو له امله د کشغر ښار پخوانۍ سيمې د هر بهرني ژورناليست ډېره توجه راجلب کړه. دازبکستان د فيرګانا ولايت د ژورناليستانو ټولنې رئيس اوبيدوف محمد دريمويچ وويل، د کشغر ښار د پخوانۍ سيمې د ترميمولو پروژه د قومي کولتور د ساتلو او ميراث رانېولو لپاره ډېر اهميت لري. د دې پروژې په بشپړېدو سره نه يوازې د اويغوري قوم ودانيزې ځانګړتياوې او دژوندانه شکل ساتل شوی ، بلکې ځايي اوسيدونکي د خپلې سيمې د سيلانۍ له لارې خپل ژوند هم ساتلی شي. دلته د خلکو ژوند دومره نيکمرغه دی!

د پاکستان د خپلواک خبري اژانس مسئول مديراختر جاويد وويل، د پاکستانيانو په زړه کې کشغر ښار يو مشهور ځای دی او د منځنۍ اسيا کولتوري مرکز هم دی. زه په لومړي ځل دلته راغلم او دا راته يوه خاطره شوه، دلته نه يوازې حکومت په ډېرو پيسو دغه لرغونۍ سيمه ترميم کړې او ساتلې، بلکې ځايي اوسيدونکي هم د خپل قومي کولتور د ساتلو په هڅه کې دي.

بهرنيو ژورناليستانو د کشغر ښار په لرغونې سيمه کې له دريو مشهورو لويو مارکيټونو څخه هم لېدنه وکړه، د اويغور قومي نڅاوو نندارې يې وکتلې او د اويغوري قوم وګړيو د واده د مراسمو په اړه يې هم معلومات ترلاسه کړل، دوی ډېر خوشحال وو او ان له ځايي خلکو سره يې نڅاوې هم وکړې.

د بنګلدېش د رڼا ورځپاڼې مسئول مدير ميزان رحمن خان به په هر ځای کې په دقت سره سيلانيز لارښوونکي ته غوږ و . ده وويل، دغه ښار ډېر لرغونی دی او په دې ښار کې اسلامي کولتور په ډېره ښه توګه ساتل شوی، ښاروالۍ د دغې لرغونې سيمې د ساتلو په موخه ډېره پانګونه کړې ، ما ته يې ډېره ژوره خاطره را وبښله.

د روسيې نن ورځ په نوم (Russia Today TV)تلويزيوني چينل يوې ژورناليستې وليدينا ګتوا وويل، د اسيا ډېرو ښارونو ته مې سفر کړی دی، خو کشغر ښار ډېر ځانګړی ښار دی او زما ډېر خوښ شو. دلته قومي کولتور ښه ساتل شوی. دغه ښار ځلاند تاريخ لري،اوسمهال د چين او روسيې ترمنځ سوداګريزې همکارۍ هم په ښه توګه پرمخ روانې دي، هيله ده چې سيلانيزې همکارۍ هم پياوړې شي، تر څو زيات روسيان کشغر ښار وپېژني، له دې ښار څخه سيل وکړي او له نږدې چيني کولتور احساس کړي.


بهرني ژورناليستان د کشغر له پخوانۍ سيمې څخه د ليدنې په حال کې


د اويغور قومي نڅا د بهرنيو ژورناليستانو توجه راجلبوي


د روسيې نن ورځ په نوم د تلويزيوني چينل ژورناليسته وليدينا ګتوا د اويغوري قوم د دوديزې موسيقي الې د وهلو په حال کې ده


په لرګيو جوړ شوي ټوکري د بهرنيو ژورناليستانو ډېر خوښ دي

 


بهرني ژورناليستان د اويغوري قوم د عنعنوي نڅاوو د کتلو په حال کې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای