CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې د جوړوونکي پلان په اثر د چين کلتوري چارې د پرمختګ له نوي فرصت سره مخ دی

cri     (GMT+08:00) 2015-11-27 15:05:02

د اکتوبر له نهه ويشتمې نېټې څخه د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې په بېجينګ کې د نوښتي هنري او کلتوري چارو په نړيوال نندارتون کې، د شينجيانګ دېرشو کلتوري تصديو په ډله ييزه توګه نندارچيانو ته د ورېښمو لارې په غاړو د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په اړه بېلا بېل هنري او کلتوري توليدات وښودل چې په دې جمله کې ځينې ډرامې ډېرې د پاملرنې وړ وې.

د دې نندارتون په ترڅ کې ٢٤ کلتوري پروژې لاسليک شوې چې ارزښت يې نږدې اته مليارډو يوانو ته رسېږي.

د قزاقستان د کمپيوټري نقشې جوړونکي شرکت ادارې مسئول کورمشل وويل، د ورېښمو لارې د بياابادۍ موضوع نه يوازې په قزاقستان او چين، بلکې د اروپا او اسيا د اقتصادي اتحاد په غړو هېوادونو کې هم ډېره د هر کلي وړ ده. دغه شان کلتوري همکارۍ د چين او قزاقستان تر منځ د کلتوري تبادلې لپاره ستر اهميت لري.

يوه کمربند او يوه لاره هم يوه سوداګريزه لاره او هم يوه کلتوري لاره ده. د دې لارې په اوږدو کې د يو مهم ولايت په توګه، په شينجيانګ کې د کلتور نوښتي چارې تل قومي ځانګړتياوې او د ورېښمو لارې تبادلوي ځانګړتياوې لري. برسيره پر دې، د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې مقام هم د شينجيانګ د کلتور نوښتي چارو ته د پرمختګ لوی فرصت برابروي.

د تورفان د يوه کلتوري پانګوونکي شرکت عمومي مدير جه جونګ ليانګ وويل، سږ کال دغه شرکت د دونګ هوانګ د درنو مراسمو په نوم د ډرامې په جوړونې اتيا مليونه يوانه پانګونه کړې او کورنيو او بهرنيو سيلانيانو ته يې د ورېښمو لرغونې لارې په اړه کيسې وړاندې کړي. ښاغلي جه وويل

(( شينجيانګ د ورېښمو په لاره يو مهم ځای دی، زما تر ټولو لويه هيله دا ده چې بهرنيو نندارچيانو ته د شينجيانګ ځانګړی هنر او کلتور وښيم.))

د هې لونګ جيانګ ولايت په نندارځي کې د چي چي ښر ښار د چي هه يوان په نوم د نوښتي کلتور شرکت عمومي مدير جانګ شياو يو نندارچيانو ته د خپلو کلتوري توليداتو په ورپېژندلو بوخت و. له پنځلسو کلونو راهيسې، دغه شرکت د روسيې، مغولستان په شمول ځينو هېوادونو او سيمو کې له ځايي شرکتونو سره تجارتي اړيکې ټينګې کړې، د لګ لګ تر عنوان لاندې د چيني لوښو، ښکلا سامانونو، د ډوډۍ لپاره ځانګړو لوښو او د مجسمو په شمول څه دپاسه شپږ زرو ډولونو کلتوري توليدات په يادو هېوادونو او سيمو کې ډېر د هر کلي وړ دي.

ښاغلي جانګ شياو يو وويل، اوس هې لونګ جيانګ ولايت د چين، مغولستان او روسيې تر منځ د اقتصادي دهليز د ورېښمو د سمندري او ځمکنې لارې د جوړونې او رغاونې په هڅه کې دی. په تېره جولای مياشت کې په چي چي ښر ښار کې د چين، روسيې او مغولستان د کلتور او سيلانۍ د تجارت او تبادلې مرکز جوړ شو. هغه وويل

(( زه تل په بهرنۍ سوداګرۍ بوخت يم، که د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې تګلارې نه وي، موږ نه شو کولای چې په لنډ وخت کې د روسيې او مغوليستان ځانګړي توليدات وارد کړل. سږ کال مو له مغولستان سره د يو مليون يوانو په ارزښت تجارتي تړون لاسليک کړ چې په راتلونکی کې به د دوی عنعنوي شيشه يي او کشميری توليدات هم وارد کړو.))

د ياد نندارتون په ترڅ کې ډېرو سوداګرو خبريال ته وويل، د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه اړوندې تګلارې به د شينجيانګ او چينګ های په شمول د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو ولايتونو او ښارونو له اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ملاتړ وکړي او په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې به د چين د هنري او کلتوري چارو لپاره بازار پراخ کړي، په عين وخت کې به نورو هېوادونو او سيمو ته د چين د ځانګړو کلتوري توليداتو د پلورلو لپاره فعال رول ولوبوي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای