CRI Online

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې په اړه دوه خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-08-18 17:31:02

په شينجيانګ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په هکله ځايي قانون تطبيق شو.

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، څو ورځې مخکې د شينجيانګ په اويغوري خپلواکه سيمه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه د چين قانون د تطبيق طريقې په هکله خبري ناسته په ارومچي ښار کې ترسره شوه. دغه طريقه د اګست په لومړۍ نېټه په رسمي توګه تطبيق شوه. له دې څخه ښکاري چې په شينجيانګ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د ثبات ساتلو کارونه يوې لوړې سويې ته رسېدلې دي.

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مدير نعيم ياسن په ياده خبري ناسته کې وويل، شينجيانګ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې سنګر او عمده ځای دی. اوس د ترهګرۍ او تندلارۍ پر ضد مبارزه مهمه او سخته دنده ده، نو په دې حال کې د ترهګرۍ پر ضد د مبازرې په اړه د چين د قانون او مقرراتو سره سم د شينجيانګ يو ځايي قانون جوړول او په شينجيانګ کې قانوني اداره هڅول د دولتي امنيت او د وګړو د سر او مال د ساتلو لپاره ستر اهميت لري.

نعيم ياسن وويل، په ياده طريقه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د ثبات ساتلو په هکله ښې تجربې راغونډې شوې او د ټاکلو لارو چارو په توګه غوره شوې، برسيره پر دې، په دې طريقه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې کاري نظام تاييد شوی چې په ټولنه کې د ترهګرۍ د مخنيوي کارونه پياوړي شوي او د دې لپاره کوښښ کوي چې د جرمونو په طرحه کېدو پړاو کې مخنيوی وشي. له دې څخه ښکاري چې شينجيانګ د قانون له مخې د ادارې کلکه روحيه لري.

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د چټک غبرګون کمېټې دايمي غړي شيونګ شوی ګوه وويل، يادې طريقې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د ستراتيژۍ په چوکاټ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ پر ضد د کارونو اصول ټاکلي او اړوند کاري نظام يې جوړ کړی دی. د دې طريقې په خپرېدو سره په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ پر ضد د مبارزې لپاره قانوني بنسټ ايښودل شوی دی.

د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د شينجيانګ د توليداتو ارزښت اته سلنه زيات شوي دي

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د شينجيانګ د اقتصادي حالت په اړه يوه خبري ناسته څو ورځې مخکې ترسره شوه او پکې دا خبر خپور شو چې د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د شينجيانګ د توليداتو ارزښت اته پنځوس مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت اته سلنه زيات شوی دی. د زياتوالي سرعت يې په چين کې لومړی مقام ونيو.

د شينجيانګ د شمېرنې ادارې وياند وانګ يوی وويل، له سږ کال راهيسې، شينجيانګ په فعاله توګه د اقتصادي پرمختګ د نوي عادي حالت سره اشنا شوی او په پنځلسو برخو کې يې شپېته تدبيرونه نيولی چې د اقتصادي پرمختګ په ترڅ کې ستونزې او ننګونې يې لرې کړې او د برابرونې له لحاظه د اقتصادي جوړښت اصلاحات يې هڅولي، نو په نتيجه کې د شينجيانګ اقتصاد په ثابت ډول پرمختګ کړی دی.

د پاملرنې وړ دا ده چې د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په شينجيانګ کې د غيرحکومتي اقتصاد پرمختګ سرعت د حکومتي اقتصاد په پرتله لا ګړندی و او په اقتصادي پرمختګ کې د خدمتي چارو اندازه تر ټولو زياته وه. برسيره پر دې، په دغو شپږو مياشتو کې د شينجيانګ په ښارونو او ولسواليو کې د وګړيو عايدات د تېر کال د همدې مودې په نسبت نهه سلنه زيات شوي. په ښارونو او ولسواليو کې د څه نا څه درې لکو تنو د کار او استخدام مسئله حل شوې چې د کلنۍ موخې نږدې اويا سلنه بشپړه شوې ده. ښاغلي وانګ يوی وويل، په دغو شپږو مياشتو کې د شينجيانګ د وارداتو او صادراتو ارزښت اوه مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله نږدې څلور سلنه زيات شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای