CRI Online

د ورېښمو په لرغونې لاره کې د چين او پخواني فارس شريک ټکی

cri     (GMT+08:00) 2016-09-15 20:00:44

د ورېښمو لارې په اړه د کون لون غره او د ژېړ سيند د سرچينې د علمي څېړنې په هکله سمينار د سپتمبر په ١٠مه نېټه د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې په مرکز ارومچي ښار کې ترسره شو. د شينجيانګ د علومو اکاډمۍ څېړونکي جيا څونګ جيانګ وويل، چين د ورېښمو لارې سرچينې هېواد دی او لرغونی فارس د دې لارې پر غاړه يو مهم هېواد و. دغه لرغونې لارې د سمسورتيا عمده عمل چين و. فارس امپراطوري هېواد په لرغونې زمانه کې د چين تر ټولو لوی همکار په توګه د ورېښمو لارې د اقتصاد او د انساني کلتور د تبادلې په برخو کې مهم رول لوبولی دی. هغه وويل

((که لرغونی چين موجود نه و، نو د ورېښمو لار به بيخي موجوده نه وه. څرنګه چې لومړی، د ورېښمو د ځمکنۍ او سمندري لارو له لارې په عمده توګه د ورېښمو، چای او چيني ظروفو حمل و نقل کېدل. دغه شيان د لرغونې زمانې په اوږده موده کې يوازې په چين کې موجود وو، او بېلا بېلو هېوادونو دغو شيانو ته اړتيا درلود. نو ويل کېږي چې چين په لرغونې زمانه کې د ورېښمو لارې د عمده توليداتو انحصار په لاس کې درلود.))

د ښاغلي جيا څونګ جيانګ په نظر، دوهم عمل امنيتي عمل دی. هغه وويل، چين د يو خپلواک هېواد په توګه، د ټولنې وضعيت يې ثابته وه او د پامير څخه په ختيځ کې يې د ورېښمو لارې د خپلې برخې په وړاندې اغېزمنه اداره کړې چې دغه لاره په لرغونې زمانه کې د سوداګرۍ او سيلانۍ لپاره تر ټولو امنيتي او اسانه لاره ګرځېدلې ده. له دې نه پرته، دغه لاره د يوې سوداګريزې لارې په توګه په اوږده موده کې موجوده او فعاله وه، يو مهم لامل يې دا و چې پکې سترې ګټې موجودې وې.

د ورېښمو لارې په اړه د شينجيانګ د نړيوال کلتور د خپرېدا او پرمختګ د مرکز مسئول ليو چوان مينګ وويل، چين په لرغونې زمانه کې د ورېښمو لارې په وسيله لوېديځ ته د ورېښمو، چای ، کاغذو او چيني ظروفو په شمول توليدات وارد کړی، په دغو توکيو کې ورېښمو تر ټولو څرګند نښان درلود. له دې نه پرته، د کاغذ او د کاغذ جوړولو طريقې واردات هم ډېر مهم دي، څرنګه چې د دغو توکيو په واردېدو سره د چين هنر او کلتور هم لوېديځ ته څرګند شوی دی.

د فارس لرغونی امپراطوري ملت پراخوالی ډېر لوی و چې اوسنی ايران، افغانستان، عراق او سوريه ټول پکې شامل وو. ختيځ سرحد يې هندي سمندر او د پامير لوړې ته رسېدلو.

د ٢٠١٦ کال د ورېښمو لارې په اړه د کون لون غره او د ژېړ سيند د سرچينې په هکله د علمي څېړنې په ترڅ کې، د فارسي کلتور نښې نښانې هم کله کله پيدا شوي دي. مثلا د پامير لوړه کې د زردشتي دين کنډواله يې پيدا کړه چې تر ټولو اوږد تاريخ لري او له سمندري سطحې يې جګوالی ډېر لوړ دی. څرنګه چې د فارس امپراطوري ملت د چين، روم او شمالي افريقا سره ګډ سرحد درلود، نو دغه لرغونی ملت د هان او تانګ د امپراطورۍ په زمانو کې د چين تر ټولو مهم سوداګريز همکار و.

د بېجينګ پوهنتون پروفيسر في دونګ فانګ چې په دې علمي څېړنه کې يې ګډون درلود، د لرغونې زمانې د سرزرو او سپين زرو سامان الاتو او ګيلاس د څېړنې په برخه کې يو کارپوه دی. هغه خبريال ته وويل، په لرغونې زمانه کې د چين او فارس تر منځ تګ راتګ په ډېرو تاريخي سندونو کې ياد شوي دي. د لرغونتون پېژندنې عملياتو تر رامنځته کېدو وروسته، په چين کې د لرغوني ايران ډېر توکي پيدا شوي چې د چين د اړوندو صنايعو پر پرمختګ يې ډېرې اغېزې کړې دي.

په ٢٠١٣ کال کې د چين ولسمشر شي جين پينګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ورېښمو د سمندري لارې د جوړولو پلان وړاندې کړ چې دغه لرغونې لارې بيا ډېره پاملرنه راجلب کړې او د چين او بېلا بېلو هېوادونو د ګډ پرمختګ د هڅولو يوه لاره ګرځېدلې ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای