CRI Online

په ګان سو کې د ورېښمو عصري لارې جوړې شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-07-30 19:55:05

په لرغونی ګان سو ولايت کې د ټرانسپورټي بنسټيزو تأسيساتو د ابادولو بهير چټک شوی چې د اورګاډيو،سړکونو او ملکي الوتکو لارې او کرښې پکې شاملې دي او اوس د ورېښمو عصري لارې ګام په ګام بشپړېدو په حال کې دي.

د جولای په ۹مه نېټه د شان شي ولايت له باو جي څخه تر لان جو پورې چټکه اوسپنيزه لاره پرانيستل هم شوې ده . تر دې وروسته له شي ان څخه تر اورموچي پورې د ۲۳۰۰ کيلو مترو اوسپنيزه لاره ګټې اخيستنې ته چمتو شوې ده چې په کې نيمه برخه يې له ګان سو ولايت څخه تېرېږي.د تېر جون په ۱۹مه نېټه د نينګ شيا ولايت له جونګ وی څخه تر لان جو پورې د اوسپنيزې لارې د ابادۍ کار پيل شوی.

د لان جو د اوسپنيزو لارو ادارې مشر وانګ فنګ وويل چې د اوسپنيزو لارو د پرمختګ سره سره به تر ۲۰۲۰ کال پورې د دې ادارې له لارې د اوسپنيزو لارو عمومي اوږدوالی له ۵ زرو کيلو مترو څخه ۱۰ زرو کيلو مترو ته ورسېږي .تر هغه مهال وروسته به د لان جو لوېديځ سټيشن د چين په لوېديځ کې د سړکونو شبکې يو ستر مرکز وګرځي.اوس په ګان سو ولايت کې د سړکونو ټرافيکی حالت ډېر بدل شوی چې د پخو سړکونو اوږدوالی ۳۶۰۰ کيلو مترو ته رسېدلی دی.

د جولای په ۴مه نېټه په ګان سو ولايت کې د ۲۹ مهمو سړکونو د ابادولو پروژه پيل شوې ده.د ګان سو ولايت د ترانسپورټ ادارې مرستيال ليو جيان شيون وويل چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره لومړی کار د سړکونو جوړېدل دی.په وروستيو کلونو کې په ګان سو ولايت کې هر کال د ۱۰ زرو کيلو مترو سړکونه جوړ شوي او په ۲۰۱۶ کال کې د ګان سو ولايت په کليوالو سيمو کې د ۲۱ زرو کيلو مترو سړکونه جوړ شوي دي.

بر سېره پر دې ،د ګان سو ولايت له لارې د ورېښمو يوه هوايي لاره هم رامنځته شوې ده.په ۲۰۱۶ کال کې د لان جو ښار د جونګ چوان د هوايي ډګر له لارې د وړل شويو مسافرينو شمېر له ۱۰ مليونو تنو څخه زيات و چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله دا شمېره۳۶ سلنه زياته شوې ده چې د زياتوالي سرعت يې د چين د بېلا بېلو ولايتونو په مرکزونوکې لومړی مقام نيولی او د وړل شويو مسافرينو شمېر د چين په ۲۰۰ ملکي هوايي ډګرونو کې ۲۸م مقام نيولی دی.

د لان جو د جونګ چوان نړيوال هوايي ډګر مشر ليو ګوانګ شي وويل چې له جونګ چوان هوايي ډګر څخه د نړيوالو الوتنو ۲۰ لارې پرانيستل شوې دي.د روان کال له جنورۍ څخه د جولای تر ۸مې نېټې پورې د دې هوايي ډګر له لارې د وړل شويو مسافرينو شمېر۶مليونو ۱۹۸ زرو تنو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹ اعشاريه ۵ سلنه زيات شوی دی.

د ګان سو ولايت د ملکي هوايي ډګر د شرکت مشر ژوان ون يي وويل چې اوس دغه شرکت د جونګ چوان هوايي ډګر د درېيم پړاو پروژې د ابادولو لپاره کوښښ کوي چې عمومي پانګونې يې له ۳۰ مليارډو يوانو څخه اوښتې دي او د ابادولو کارونه به يې په ۲۰۱۸ کال کې په رسمي توګه پيل شي.له پلان سره سم به د نوي ودانۍ پراخوالی ۴۳۰ زرو مربع مترو ته ورسېږي.

د روان کال د جولای په ۷مه نېټه د ګان سو ولايت د سړکونو،الوتنې او سيلانۍ ګروپ له څو دولتي تصديو او پولي سازمانونو سره موافقه ليکونه لاسليک کړل چې په ګډه به د ۲۰۰ مليارډو يوانو په ارزښت د ګان سو ولايت د سړکونو چارو صندوق جوړ کړي.د لان جو د نړيوالو بندرونو د ادارې کميټې مديرې شيو چون هوا وويل چې له لان جو څخه جنوبي اسيا ته دوهم اورګاډی به جوړ شي چې له ځمکنۍ لارې به پاکستان ته نړيوال مالونه ولېږدول شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای