CRI Online

په چين کې مسلمان رضاکاران

cri     (GMT+08:00) 2017-10-24 20:05:33

د ۲۰۱۶ کال په پيل کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونو د ښه تر سره کولو لپاره د چين د شان دونګ ولايت د هه ځه ښار د ملکي او مذهبي چارو د ادارې مرستيالې ګوه هوی د دغه ښار له ۴۱ کليو څخه ليدنه وکړه او تر هغه وروسته يې ومونده چې په دغو کليو کې د ډېرو ناروغانو او بې کاري توان له امله رامنځته شويو بېوزلو کورونو شمېر ډېر دی.نو مېرمن ګوه پرېکړه وکړه چې له دوي سره مرسته وکړي.په ۲۰۱۶ کال کې مېرمن ګوه ۲ غونډې جوړې کړې چې د بېلا بېلو ښارګوټو او سيمو د مذهبي چارو د ادارې مشرانو،د جوماتونو امامانو او د کليو استازو په کې ګډون درلود.په دغو غونډو کې ګوه هوی د رضاکارانو کيسې واورېدې.

د هه ځه ښار په کليو کې يو شمېر رضاکارانو له بېوزلو خلکو سره د مرسته کولو لپاره تر خپلې وسې خدمتونه کړي دي.شا چي ګوه د شا های کلي يو بزګر دی او د غوړيو سوداګر هم دی.هغه ډېری وخت بوخت وي،خو کله چې وخت لري،نو د ژغورنې مرکز ته ځي.په دې مرکز کې څه د پاسه ۵۰ تنه يتيمان شته چې په کې څه د پاسه ۳۰ تنه مسلمانان دي.هر وخت شا چي ګوه دغه مرکز ته ورځي او له ځان سره پخه شوې د پسه غوښه هم وروړي.د ماشومانو په سترګو کې شا چي ګوه يو ښه کاکا دی،نوموړی نه يوازې د دوي لپاره يې خوراکونه راوړي،بلکې ټوکې ادبي ټوټې او کيسې هم ورته بيانوي.د ده مېرمن د ده عملونو ډېر ملاتړ کوي.

۳۱ کلن سو هه د څاو شيان ښارګوټي د يو جومات امام دی.په دې سيمه کې څه د پاسه ۲ زره مسلمانان اوسېږي او زياتره ځوانان يې په بهر کې کار کوي او پاتې کسان يې اکثريت ښځې ،ماشومان او زاړه کسان دي.که څوک له ستونزې سره مخامخ شي،نو امام سو دوی ته مرستې برابروي.هغه نه يوازې د اسلامي دين په اړه پوهه لري،بلکې د کمپيوټر او انټرنېټ په ګډون په عصري شيانو باندې هم ښه پوهېږي. امام سو د څاو شيان ښارګوټي د مسلمانانو لپاره يو ګروپ جوړ کړی چې د مسلمانانو ترمنځ د نظريو د تبادلې او د متقابلو مرستو لپاره يې ډېرې اسانتياوې برابرې کړې دي.

د ۲۰۱۶ کال د نومبر په پيل کې د شان دونګ ولايت د هه ځه ښار د ملکي او مذهبي چارو د ادارې مرستيالې ګوه هوی او د دې ښار د اسلامي ټولنې مشر ما هوی يا په ښاري روغتون کې له يو پټي شوی ۲ کلن ماشوم څخه ليدنه وکړه او د ۱۰ زرو يوانو په ارزښت مرستندويه پيسې يې ورکړې.د مېرمن ګوه په اند له بېوزلو خلکو سره د مرسته کولو لپاره دې لازيات خلک خپل رول ولوبوي،هغه د يادې ادارې د مرستيالې په توګه د تنظيمولو او لارښوونې دنده لري.

د ۲۰۱۲ کال په سپتمبر کې د هه ځه ښار د اسلامي ټولنې د نوې دورې لارښوونکې ډلې له جوړېدو راهيسې ډول ډول فعاليتونه تر سره شوي چې په کې د مرستندويه فعاليتونو شمېر تر ټولو ډېر دی.په ۲۰۱۴ کال کې د يادې ټولنې له خوا د هه ځه ښار د مسلمانانو د خيرښيګنې مرستې کميټه جوړه کړه چې هر کال لږ تر لږه له ۳۰۰ بېوزلو کورونو سره مرسته کوي او هرې کورنۍ ته ۵۰۰ يوانه ورکوي.

د هه ځه ښار مسلمانانو د دې ښار د مسلمانانو د رضاکارانو ټولنې د جوړولو غوښتنه وکړه چې لومړۍ موخه يې په ۱۰ قومي کليو کې د ۱۰ مرکزونو جوړول دي او هر مرکز د ۳ يا ۵ تنو له خوا جوړ شي.دغه راز هر کلي کې د مسلمانانو د رضاکارانو يوه ډله شته چې هر مرکز ته يې د هغه کلي نوم ورکړی.هيله ده چې د دې مرکزونو د جوړېدو له لارې به د خلکو ترمنځ د نظريو تبادله ،تګ راتګ او متقابلې مرستې پياوړې شي څو همغږي چاپيريال رامنځته شي.بر سېره پر دې ،په مذهبي ساحه کې به د رضاکارانو ځانګړي خدمتي فعاليتونه تر سره کړي څو بېوزلو خلکو ته مرستې برابرې کړي او د ټولنې لپاره خوځنده ځواک برابر کړي او دا د ټولو کسانو ګډه هيله هم ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای