CRI Online

په چين کې څلور نوي اختراعات د لږکيو د ميشتو ځايونو د ترقۍ او پرمختيا سبب ګرځيدلي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-05 09:02:03

په چين کې ګړندۍ رېلوې، الکترونيکې سوداګري، ګرځنده تاديه او شريک بايسکلونه د چينايانو لخوا د څلورو نويو اختراعاتو په توګه ياديږي چې نه يوازې يې د خلکو د ژوندانه شکل بدل کړی، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې او ترقۍ لپاره يې د نوي خوځنده ځواک په توګه رول لوبولی دی. د چين په سږنيو دوو مجلسونو يعنې د د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په کلنيو غونډو کې ياد څلور اختراعات د حکومتي کارونو په رپوټ کې وليکل شول. په دغو غونډو کې برخوالو د څلورو اختراعاتو د ودې په هکله تودې سلامشورې وکړې او ډېر وړانديزونه يې وکړل، له دې څخه څرګنديږي چې نويو څلورو اختراعاتو ګام پر ګام د ملي لږکيو په ميشتو ځايونو کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي دي.

د ۲۰۱۸ کال د پسرلني اختر په موده کې د چين د مشهور ډايرکټر چن که سين د درېو دقيقو په نوم يوه لنډه مويډيو جوړه کړه او دغې ويډيو په ‌ډيرو وګړو اغيز کړی دی. په دغه ويډيو کې ليدل کيږي چې د کاي لي په نوم د رېلوې سټېشن د ګوي جو ولايت د چيان دونګ نان د مياو او دونګ قومونو په خپلواکه ناحيه کې واقع دی، د دغې ګړندۍ رېلوې يعنې اورګا‌ډي په وسيله نه يوازې خپل ټاټوبي ته د دغې بېوزلۍ سيمې د ځوانانو د ستنېدو وخت کم شوی، بلکې له دغې غرنۍ سيمې نه ښارونو ته د ميشتو لږکيو د وتلو لپاره يې هم زمينه برابره کړې ده.

د جنورۍ په ۲۵ مه نېټه د چونګ چينګ او ګوی جو ترمنځ رېلوې فعاله شوه او زياتره برخه يې له قومي سيمو نه تېريږي چې د رېلوې پر غاړه د پرتو قومونو خلکو ته يې ترافيکي اسانتياوې برابرې کړې دي .

شي هونګ د هو نان ولايت د شيانګ شي تو جيا او مياو قومونو د خپلواکې ناحيې چارواکی دی ، نوموړي په تېر مارچ کې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په کلنۍ غونډه کې د استازي په توګه وړانديز وکړ چې د چونګ چينګ او د ده ولايت يعنې هو نان ولايت ترمنځ د رېلوې جوړولو پلان د هېواد د ديارلسم پنځه کلن پلان کې شامل شي

د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړۍ او د اين بين ناحيې د سياسي مشورتي کنفرانس مرستيالې چيون جن جه په ګروپی غونډه کې برخوالو غړو ته وويله چې جي د ګړندی اورګاډي په وسيله لين ولايت ته ستاسو د راتګ هر کلی کوم .

په دوه زره پنځلسم کال کې د جي لين ـ تونګ من – يون چون ګړندۍ ريلوې په رسمي توګه پرانيستل شوه چې دغه لاره د انټرنيټ استعمالونکو لخوا د هيواد په شمال لويديځ کې تر ټولو ښکلې اوسپنيزه لاره ياديږي. خو د تاسف وړ خبره دا ده چې د اورګاډي په واګون کې د موبايل تلفون سيګنل کله ښه او کله خراب وي ،له کړکۍ بهر کې ښکلې منظرې په ژوندۍ بڼه ملګرو ته نه خپريږي ، په دي نسبت اغلې چيون جن جه د سيګنل د ښه کولو لپاره پيشنهاد وړاندې کړی دی.

په عين وخت کې د ملي لږکيو په ځينو ميشته ځايونو کې وګړي هم د ګړندي اورګاډی د کارولو زمان ته ليوال دي . د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي باي شان چن چې د نين شا حوی قوم خپلواکې سيمې د متحدې جبهې د څانګې مشر هم دی ، دا وړانديز کړی چې د هيواد په شمال لويديځ کې د ملي لږکيو په غريبو سيمو کې د اوسپنيزو لارو د ابادولو سرعت ګړندی شی څو چې ځايي وګړي د ګړندۍ اورګاډي له کارولو څخه ګټه واخلي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړي او د بېجينګ او شانګهای د ګړندۍ رېلوې د جوړولو عمومي لارښوونکي لو چون فانګ وويل، چې له پنځو کلونو راهيسې، په چين کې د ګړندۍ رېلوې د تګ راتګ مزل له ۹۰۰۰ کيلومترو څخه ۲۵ زور کيلومترو ته ختلی چې د نړۍ دوه پر درېيمه برخه نيسي. راتلونکي کې به د چين ګړندۍ رېلوې زياتو قومي سيمو ته وغزيږي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای