CRI Online

د ارومچي هوايي شرکت د يو کمربند او يوې لارې د هوايي پل جوړونې لپاره رول لوبوي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-19 20:18:18
د ارومچي هوايي شرکت د يو کمربند او يوې لارې د هوايي پل جوړونې لپاره رول لوبوي

د ۲۰۱۴ کال د اګيست په ۲۹مه نېټه د شينجيانګ په اويغوري خپلواکه سيمه کې د مرکز ارومچي او غولجا ترمنځ هوايي کرښه په رسمي توګه پرانيستل شوه او لومړی پرواز يې په برياليتوب سره ترسره شو. له دې څخه ښکاري چې د ارومچي هوايي شرکت چې د های نان هوايي شرکت او د ارومچي ښاروالي لخوا پرې په ګډه پانګونه شوې، رسماً په کار پيل کړی دی.

اوس نږدې ۴ کاله تېرېږي، د ارومچي هوايي شرکت د شي ان، وو هان او های کو په شمول له ۲۷ کورنيو ښارونو سره هوايي کرښې پرانيستلي چې په بنسټيزه توګه د هوايي کرښو شبکه يې بشپړه کړې ده. د پلان له مخې، د روانې مياشتې تر پايه پورې به د دې شرکت لومړۍ نړيواله هوايي کرښه يعنې د ارومچي او د روسيې د ارکوتسک ترمنځ هوايي کرښه پرانيستل شي. ورپسې به دوهمه نړيواله کرښه هم په روان کال کې پرانيستل شي او په عين وخت کې به يې د الوتکو شمېر هم زيات شي. د نويو الوتکو په اخيستلو او د نويو هوايي کرښو په پرانيستلو سره به د نړيوال هوايي محور په توګه د ارومچي د جوړېدو لپاره هڅوونکی رول ولوبول شي او د دې ترڅنګ به د شينجيانګ او ګاونډيو هېوادونو او سيمو ترمنځ اقتصادي تګ راتګ پرمخ يوړل شي.

د ارومچي هوايي شرکت د ځاني پرمختګ تر څنګ په ټولنيزو چارو کې هم مرستندويه کارونه ترسره کړي. د روان کال په جنورۍ مياشت کې دغه شرکت خبر تر لاسه کړ چې د شينجيانګ په جنوب ځينو کليوالو سيمو کې د ژمي د تېرېدو لپاره د کليوالو اوسېدونکو اړتيا وړ توکې کم دي، په لومړي وخت کې يې د دغو کليو له اړوندو کاري ګروپونو سره تمايس ونيوه او د ژمنيو جامو د کمښت حالت يې مالوم کړ. بيا وروسته يې په دوو اوونيو کې د ۳۰۰ کيلوګرامو په وزن ژمنۍ جامۍ راغونډې کړې او د چين تر پسرلني اختر مخکې يې يادې جامې کليوالو ته وليږدولې. د ختن سيمې د ګوما ولسوالۍ د باشتېرک کلي د کاري ګروپ غړي د دې شرکت مسئول ته وويل، دغه کلی ډېر بېوزله کلی دی، اقتصا يې کمزوری دی او د خلکو توکې ډېر کم دي. تاسو په يخ ژمي کې کليوالو اوسېدونکو ته واقعي مرستې برابرې کړي دي. د روان کال په جنورۍ مياشت کې د چین د خيریه چارو په ۷م فېستيوال کې د ارومچي هوايي شرکت د ۲۰۱۷ کال د مسئولانه شرکت په توګه ونومول شو.

د ۲۰۱۸ کال د پسرلني اختر په موده کې ياد شرکت څه باندې ۲.۸ لکه تنه مسافرين ليږدولي او د دې ترڅنګ خدمتونه د ډېرو مسافرينو لخوا ستايل شوي دي. د ښو خدمتي چارو په ترسره کولو سره دغه شرکت په دوامداره توګه د خپل سيسټم د بشپړولو لپاره کوښښونه کړي چې د خپلو پروازونو او د مسافرو لپاره د خدمت سويه لوړه کړي. د ملکي هوايي چارو ادارې لخوا د خپرې شوې شمېرې له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې پر ټاکلي وخت د پرواز کولو په برخه کې د ارومچي هوايي شرکت په شينجيانګ کې لومړی مقام ونيوه. دا له ۲۰۱۵ کال راهيسې، د دغه شرکت مسلسل درېيم ځل دی چې لومړی مقام نيسي، له دې څخه ښکاري چې د ارومچي هوايي شرکت د پرواز او الوتنې په برخه کې لوړه سويه لري.

د ارومچي هوايي شرکت پلان لري چې په راتلونکو ۵ کلونو کې له اسيا او اروپا سره د تړلو هوايي شبکه جوړه کړي او د منځنۍ اسيا، لوېديځې اسيا او اروپا له هېوادونو سره د هوايي کرښو د پرانيستلو لپاره به تر وسې پورې کوښښونه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای