CRI Online

سلام، تاسې طبي معاينه ترسره کړې ده که نه؟

cri     (GMT+08:00) 2019-03-20 09:21:05

سلام، تاسې طبي معاينه ترسره کړې ده که نه؟

د تېر کال په پای کې د يوې ورځې په سهار کې د شينجيانګ د خټن سيمې د ګوما ولسوالۍ د باشبولاق کلي اوسيدونکې ګل نيشه د طبي معاينې ځايي مرکز ته تللې او په يوه ساعت کې يې د وينې څارنې او د اټراساس په شمول ځينې معاينې ترسره کړې دي. اوس هغه هر کال په وخت په طبي معاينه کې ګډون کوي.

((د طبي معاينې په مرکز کې زموږ لپاره بشپړ خدمتونه برابرېږي. د معاينې نتيجې ښې دي، نو ډېره خوشحاله يم. اوس زموږ په کلي کې نږدې ټول کسان هر کال طبي معاينه کوي او کله کله يو بل څخه پوښتنه کوي چې ايا تاسې طبي معاينه ترسره کړې ده که نه؟))

د ګل نيشه په وينا کې طبي معاينه د شينجيانګ د ځايي حکومت کړې يوه پرېکړه ده چې له مخې يې له ۲۰۱۶ کال څخه راهيسې ټول شينجيانګيان هر کال يو ځل وړيا طبي معاينه ترسره کولی شي. د دې پروژې د ټاکل کېدو او تطبيق په ترڅ کې د شينجيانګ د سياسي مشورتي کنفرانس د بېلا بېلو کچو غړو ستر رول لوبولی دی. د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د طبي او روغتيايي چارو د کمېټې مرستيال مشر او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي علي ذاتي زاده په دې اړه زموږ خبريال ته وويل

((د دولت، د کورواکې سيمې او د بېلا بېلو ولسواليو په کچه د سياسي مشورتي کنفرانس غړيو هر کال د شينجيانګ د خلکو د طبي معاينې په اړه ډېر وړانديزونه کړي او کوي يې، مثلا بايد د نري رنځ په شمول د ځينو سيمه ييزو ساري ناروغيو مخنيوی او علاج کېږي او داسې نور. ))

په ۲۰۱۶ کال کې په شينجيانګ کې ۱۷ مليونو او پنځو لکو خلکو د طبي معاينې له يادې پروژې څخه ګټې اخيستې دي. د دې کار د تر سره کولو لپاره لويه ستونزه په جنوبي شينجيانګ کې وه، له دې امله چې د جنوبي شينجيانګ د څلورو ايالتونو اقتصادي حالت وروسته پاتې دی. د شينجيانګ د مرکز اورومچي ښار د چيني طب روغتون د فرعي څانګې مشرې او د چين د ولسي سياسي مشورتی کنفرانس د ملي کمېټې غړې يو مې وويل، په هغه کال کې شينجيانګ ځيني طبي ګروپونه ترتيب کړي چې څلورو جنوبي ايالتونو ته يې ليږلی او هلته يې ځايي وکړيو ته طبي معاينه ترسره کړې. که څه هم وخت لنډ و او دنده ډېره سخته وه، دغو طبي ګروپونو په بريالتوب سره دغه کار بشپړ کړی دی. مېرمن يو مې وويل

((زموږ د روغتون طبي ګروپ هم د جنوبي شينجيانګ په کليو کې ځايي وکړيو ته د طبي معاينې خدمتونه برابر کړل، د طبي معاينې په اړه د ځايي وګړيو اړتيا ډېره لويه وه. هغه وخت د ژمي په درشل و او هره ورځ سلګونو وګړيو انتظار کاوه. زموږ ځيني ډاکټران په کار کې د سخت ستريتوب له امله faint شول، نو ځايي وګړيو له دوی څخه ډېره مننه کوله. د کلي کمېټې په محدودو شرايطو کې د طبي ګروپ لپاره تر ټولو ښه کورونه او خوراکونه ترتيب کړل چې د دوی مننه څرګنده کړي.))

مېرمن يو مې وويل، د ۲۰۱۶ کال په طبي معاينه کې هغه ناروغان پيدا شول چې د زړه په مورزادی ناروغۍ او يا په سرطان اخته شوي وو. اويغوري اکا ابيتي تر طبي معاينې وروسته د ارومچي ښار د سرطان په روغتون کې لا مشخصه معاينه وکړه او دا يې تصديق کړ چې په سرطان اخته شوی و. تر وختي عملياتو وروسته هغه اوس پوره جوړه شوی دی. څو ورځې مخکې د ده لمسۍ ايدا ابيتي د خپلې کورنۍ په استازيتوب دغه روغتون ته د مننې پيغام وليږه. هغې وويل

(( د طبي معاينې په وخت کې دا پيدا شوې چې زما نيکه په سرطان اخته شوی، له دې امله چې دغه ناروغي په وخت تشخيص شوې، او طبي عمليات هم په وخت تر سره شوي، نو تر عملياتو وروسته هغه پوره جوړه شوی دی. هر چيرې د تللو او يا په کور کې د ناستې په وخت کې يې کله کله ويلي، زما ژوند د چين د کمونېست ګوند لخوا ژغورل شوی، زه به تل دا په ياد لرم. ))

د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ مياشت کې د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د سياسي مشورتي کنفرانس په يوه غونډه کې د ځايي کميټې غړي او د بورتالا ښار د يارشاک ولسوالۍ د خلکو روغتون مرستيال مشر ليانګ يان وړانديز وکړ چې بايد د وګړيو لپاره د روغتيا برېښنايي سندونه جوړ شي تر څو د خلکو د مشخصو روغتيايي حالاتو له مخې اړوند اغېزمن روغتيايي ښوونې او ارزونې ترسره شي. د شينجيانګ اړوند حکومتي ارګان له دې وړانديز سره سم ژر د وګړيو د روغتيا برېښنايي سندونه جوړ کړل. د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د طبي او روغتيايي چارو د کمېټې مرستيال مشر او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي علي ذاتي زاده په دې اړه زموږ خبريالې ته وويل

((اوس ټول هغه خلک چې طبي معاينه يې ترسره کړې، خپل روغتيايي سند لري، دغه سندونه د ټول شينجيانګ په چوکاټ کې دي. په دې توګه مو په بشپړه توګه د شينجيانګيانو روغتيايي حالت پېژندلی او پکې داسې ناروغۍ هم شاملې دي چې له ډېرو کلونو راهيسې مو فکر کاوه چې دومره ناروغان نشته، نو دغه راز مو د شينجيانګيانو د روغتيا په اړه عمومي پېژنده تر لاسه کړې ده.))

تر ۲۰۱۸ کال پورې د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومت د ټولو شينجيانګيانو لپاره د وړيا طبي معاينې په پروژه کې نږدې څلور مليارډه يوانه لګولي دي او په تېرو دريو کلونو کې نږدې ۵۴ مليونو کسانو له دې پروژې څخه ګټه اخيستې ده. په عين وخت کې د شينجيانګ په بېلا بېلو سيمو کې د طبي معاينې لپاره ۲۸۰۰ مرکزونه جوړ شوي چې پکې بشپړ تجهيزات شته او په دې توګه په ولسواليو کې د روغتيايي ادارو معياري جوړونه هم هڅول شوې ده. ښاغلي علي ذاتي زاده وويل، د خلکو لپاره د وړيا طبي معاينې تر عادي کېدو وروسته به د روغتيايي خدمتونو د سويې لوړتيا د راتلونکي کار مهم ټکی وګرځي.

((موږ به په راتلونکي کې د خلکو لپاره د طبي معاينې د کارونو سويه لوړه کړو، طبي معاينه زموږ وروستۍ موخه نه ده، موږ دوی ته لارښوونه کوو چې د طبي معاينې د ترسره کولو په ترڅ کې د ځينو ناروغيو مخنيوی وکړي. طبي معاينه بايد د طبي خدمتونو په لوري وګرځي، موږ غواړو د شينجيانګيانو په ژوند کې د ځينو ناوړه عادتونو د بدلون له لارې ناروغۍ کمې کړو، دا د طبي معاينې راتلونکی تمايل دی.))

په دې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو وګړيو د وړيا طبي معاينې په رڼا کې په وخت ناروغۍ تشخيص کړې او اړوند علاج او عمليات يې هم په وخت ترسره کړي دي. په عين وخت کې د روغتيا په اړه د شينجيانګيانو نظريه هم بدله شوې، مخکې دوی طبي معاينې ته ډېره پاملرنه نه کوله، اوس دوی په فعاله او ابتکاري توګه طبي معاينه ترسره کوي. له دې څخه دا ښکاري چې د شينجيانګ خلک روغتيا ته زياتې پاملرنې کوي، او د دوی ژوند مخ په نيکمرغه کېدو دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای