CRI Online

موږ ټول د يوې کورنۍ د غړو په شان يو

cri     (GMT+08:00) 2019-03-29 09:16:04
موږ ټول د يوې کورنۍ د غړو په شان يو

ميرمن چن سه يو د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د ګوندي کمېټې يوه کارکوونکې ده او د دې سيمې په مرکز اروموچي ښار کې اوسيږي. د روان کال د مارچ په پيل کې هغې د خپلو کارونو تر بشپړولو وروسته د خوراکي توکو په وړلو سره د خپل نږدې ملګري بالاتي نياز محمد څخه د حال احوال پوښتنې لپاره د خوتن سيمې د ګوما ولسوالۍ د چودا علاقه دارۍ د باشلاقبينام کلي ته ولاړه چې له اوروموچي څخه څه دپاسه يو زر پنځه سوه کيلومتره واټن لري.

ميرمن چن: اوس ستاسو بدن څنګه دی؟ خپل ځان يوې او بلې خوا ته اړولی شئ؟ لا هم درد لرې؟

بالاتي نياز: هو، لا هم لږ درد لرم.

ميرمن چن: دا به ښه وي چې کله کله پيتاوي ته کينې.

په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو تر منځ د يووالي د پياوړتيا لپاره حکومتي کارکوونکي په کليو کې د لږ کيو قومونو له کورنيو سره د نږدې دوستانو په توګه مرستې کوي او هميشه ورسره تګ راتګ کوي. ميرمن چن سه يو د ۲۰۱۴ کال په اپريل مياشت کې د باشلاقبينام د بېوزله کلي شپيته کلن اوسيدونکي بالاتي نياز محمد يوسف له کورنۍ سره د نږدې خپلوان په توګه مرسته پيل کړه. وروسته ميرمن چن سه يو له دغې کورنۍ سره ډېرې مرستې وکړې. اوس د دوی تر منځ اړيکې له ناپيژندلو څخه د پلار او لور په شان اړيکو بدلې شوي. څه موده مخکې بالاتي نياز محمد د کور د چت د سمولو په وخت کې ولوېد او د بدن هډوکي يې مات شو. مېرمن چن چې کله له دې پېښې خبره شوه نو سمدلاسه يې د ده د علاج لپاره د ګوما ولسوالۍ د خلکو روغتون له ډاکترانو سره تماس ونيوه.

د بالاتي نياز محمد مشره لور د واده لپاره بل ليرې ځای ته تللې وه، کشره لور يې په منځني ښوونځي کې زده کړې کوي. چن سه يو او کاري ډلې د ده کورنۍ ته نوی حياتي ځواک او نوې هيله ورکړه. دوی د بالاتي نياز محمد د کور انګړ نوی کړ، چن سه يو په ژمي کې د ده د کورنۍ لپاره په خپلو پيسو سکاره واخيستل. بالاتي نياز محمد چن سه يو خپله درېيمه لور بولي او په هغې يې يو اويغوري نوم ايښی، دوی هغې ته ازګلي نوم کاروي چې معنی يې د هيلې ګل دی. بالاتي نياز محمد وويل

((زما خپلوانه ازګلي له ارومچي ښار څخه راغلې، هغې دا خبر اورېدلی و چې زه ټپي شوی يم، څو ځلې يې زما د حال احوال پوښتنه وکړه او په ځانګړې توګه يې د ګوما ولسوالۍ د خلکو روغتون ډاکټرانو ته بلنه ورکړه چې زما د ټپونو څارنه وکړي. هغه زما د لور په شان ده، کله چې زما لور ارومچي ته لاړه، هلته يې تود هر کلی وکړ، هغې موږ ته ډېرې خوشحالۍ راکړي. ))

د مېرمن چن سه يو د بالاتي نياز محمد له کورنۍ سره د مرستندويه اړيکو د ټينګېدو کيسه د شينجيانګ د اويغور په کورواکې سيمې کې په ۲۰۱۶ کال کې پيل شوی د قومي يووالي په نوم د فعاليت يوه نمونه ده . اوس دغه فعاليت په ټول شينجيانګ کې روان دی. د ملي لږکيو کادرانو د هان قوم له کورنيو، د هان قوم کادرانو د ملي لږکيو له کورنيو سره مرستندويه اړيکې ټينګې کړې دي. په دې توګه په شينجيانګ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونو څرګند برياليتوب تر لاسه کړی دی. د يوې شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې په ټول شينجيانګ کې نږدې پنځه لکه څلوېښت زره تنه کسان او څه باندې پنځه سوه کلي له بېوزلۍ څخه وتلي دي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي او د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د قومي چارو د کمېټې مشر هه چنګ ګانګ زموږ خبريالې ته وويل، د مرستندويه اړيکو د ټينګېدو فعاليت د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د تبادلې لپاره يو ښه ډګر دی. حکومتي کارکوونکي په کليو کې د وکړيو په کورونو کې د اوسېدو په لومړي وخت کې د استوګنې شرايطو د سختېدو، د ژوند عادت د توپيرونو او د لږکيو ژبې د نه پوهېدو په شمول له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو، خو دوی د مرستندويه فعاليت په بهير کې ګام په ګام دغه ستونزې حل کړې. ښاغلي هه چنګ ګانګ وويل

(( د شينجيانګ په تېره بيا د جنوبي شينجيانګ په کليوالو سيمو کې د اوسېدونکو اقتصادي حالت ډېر خراب دی. ځينو حکومتي کارکوونکو د ژمي په سوړ موسم کې د ځايي وګړيو د کوټو ګرمولو لپاره سکاره او تنورونه واخيستل. ځينو ځايي اوسېدونکو ښوونځي ته د خپلو ماشومانو د ليږلو لپاره کافي وخت او شرايط نه درلودل، نو حکومتي کارکوونکو د دوی ماشومان ښوونځي ته وليږل او د دغو ماشومانو د کورنيو درسونو او کارونو د بشپړولو په برخه کې يې له هغوی سره مرستې وکړې. دوی دغو ماشومانو ته د چين ملي سرود او ملي ژبه هم ور زده کوي. برسيره پر دې، ځينو حکومتي کارکوونکو د ځايي اوسېدونکو لپاره د دوی تشنابونه او د ډوډۍ پخولو ځايونه ترميم کړل، په خپلو پيسو يې د دوی لپاره د کور وسايل او سامانونه واخيست. کله چې ځايي اوسېدونکي د ټولنيز ضمانت، د ناروغۍ د درملنې، د ماشومانو د زده کړې پورونو په شمول له ځينو ستونزو سره مخ وو، هغو حکومتي کارکوونکو چې له دوی سره يې مرستندويه اړيکې ټينګې کړې، د دوی د دغو ستونزو د ليرې کولو لپاره به فعال کوښښونه کول. ))

د محمد بوحديچي خان کادير کورنۍ چې څلور غړي يې د شينجيانګ د خوتن سيمې د ګوما ولسوالۍ په بيلکوم کلي کې اوسېږي، د ۲۰۱۸ کال په سر کې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړي هه چنګ ګانګ سره مرستندويه اړيکې ټينګې کړې. د کار د بدلون له امله، دا درېيمه کورنۍ ده چې له ښاغلي هه چنګ ګانګ سره يې مرستندويه اړيکې ټينګې کړې. له څه باندې لسو مياشتو راهيسې، ښاغلي هه چنګ ګانګ څو ځلې د محمد له کورنيو سره مرستې کړې، مثلا د محمد يو زوی د چين د سترې برخې په يو مسلکي ښوونځي کې په زده کړې بوخت دی، ښاغلي هه په خپلو پيسو د ده دغه زوی ته د ژوند لګښت ورکوي. د محمد کورنۍ وغوښتل چې د سبزيو د کرلو لپاره يوه پلاستيکي خونه جوړه کړي، ښاغلي هه د دې پلاستيکي خونې د جوړولو لپاره اړوند فني کارکوونکي وګومارل. د ښاغلي هه چنګ ګانګ تر مرستو لاندې، د محمد د کور عايدات او د ژوند شرايط په څرګنده توګه ښه شوي دي. محمد په دې اړه زموږ خبريالې ته وويل، ښاغلی هه د ده د ورور په شان دی.

((د چين کمونېست ګوند زما لپاره يوه ډېر ښه ورور پيدا کړی، زما ورور په ارومچي ښار کې اوسيږي او کله کله زما کور ته راځي. زه هم ارومچي ته تللی يم. هغه زما له کورنۍ سره ډېرې مرستې کړې دي، موږ د يوې کورنۍ د غړو په شان يوو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای