CRI Online

مغولي ګلدوزې ووين بليکې د بېلا بېلو قومونو د ښځو د مشرې په توګه د ژوند سويې د لوړولو لپاره کوښښونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-31 09:42:04
مغولي ګلدوزې ووين بليکې د بېلا بېلو قومونو د ښځو د مشرې په توګه د ژوند سويې د لوړولو لپاره کوښښونه کړي

مېرمن ووين بليکه د شينجيانګ د بورتالا مغولي کورواکې سيمې په مرکز بورتالا ښار کې اوسېږي او له کوچنيتوب څخه يې له خپلې نيا څخه د مغولي قوم د ګلدوزۍ مهارتونه زده کړي. هغه په ۲۰۰۳ کال کې له خپلې دندې څخه ګوښه شوه، نو هغې د ژوند لپاره د ګلدوزي په وسيله ځينې پيسې تر لاسه کړې. د خلکو لخوا د دې د لاسي توکو ډېر هر کلی وشول، نو بيا وروسته مېرمن ووين بليکې خپل شرکت ثبت کړ. تر ډېرو کلونو کوښښونو وروسته، د نوموړې د ګلدوزۍ توکو د معاملو لارې ګام په ګام پراخې شوې، نو هغې د شاوخوا ښځې وهڅولې چې د دې په شرکت کې ګډون وکړي او په خپلو لاسونو عايدات زيات کړي.

په چين کې د سيلانيزو چارو په چټک پرمختګ سره، شينجيانګ هم لا زيات سيلانيان جلب کړل، په بازار کې د ووين بليکې د شرکت د لاسي توکو ډېر هر کلی کېږي او تقضا يې له غرضې نه زياته ده. هغې د ځايي حکومت تر ملاتړ لاندې د شاوخوا کليو ښځې راغونډې کړې او ور ته يې روزنې ورکړې، دغه ښځې د زراعتي کار په تفريح وخت کې لاسي توکې جوړوي او تر بشپړېدو وروسته يې ووين بليکې ته ورکوي. ووين بليکه د توکو له شمېرې سره سم دغو ښځو ته پيسې ورکوي. هغې زموږ خبريال ته وويل، د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې زياتره ښځې د ګلدوزۍ مهارت زده کړی، د بېلا بېلو قومونو د ښځو د ګلدوزۍ شکلونه بېلا بېل دي، نو توکې يې هم زياتې بڼې لري. هغه د بېلا بېلو قومونو د ښځو لخوا د جوړ شويو لاسي توکو په اړه خوشحاله ده، بله خوا، دغې ښځې په خپلو مهارتونو د عايداتو د زياتولو او د خپل ژوند سويې لوړولو لپاره يو ګټور فرصت هم تر لاسه کړی دی.

يوويشت کلنه قزاقي نجلۍ ميلاز چې په کوچنيتوب کې په ناروغۍ د اخته کېدو له امله يې بدن ښه وده نه ده کړې، هېڅکله ښوونځي ته نه ده تللې او يوازې په کور کې ناسته ده او د ډېرې ټيټې سويې ژوند لري. هغه له ۲۰۱۸ کال راپدې خوا د ووين بليکې په مرستې سره په خپلو لاسونو پيسې تر لاسه کولای شي. هغې زموږ خبريال ته وويل، اوس مې ګلدوزي زده کړې او په خپلو لاسونو پيسې تر لاسه کولی شم، دا زما لپاره تر ټولو د خوشحالۍ وړ خبره ده.

ووين بليکې په ۲۰۱۴ کال کې د بوينکو په نوم د کلتور خپرېدو لوی شرکت جوړ کړ او د ګلدوزۍ توکې يې نه يوازې په شينجيانګ او چين کې، بلکې د قزاقستان، مغولستان او روسيې په شمول يو شمېر بهرنيو هېوادونو کې پلورل شوي. په ۲۰۱۷ کال کې د نوموړي د شرکت عايدات له يو مليون يوانو څخه اوښتي دي او د دې د شرکت له امله د شاوخوا درېيو کليو په اتو همکاريزو ټولنو کې د ۶۲۰ تنو قومي ښځو لپاره د کار او استخدام زمينه برابره شوې او عايدات يې هم لوړ شوي دي.

د ووين بليکې شرکت لومړۍ دوديزه فابريکه د ۲۰۱۸ کال په جون مياشت کې د بورتالا ښار په بدبولاق کلي کې جوړه شوه او دغه راز کليوال او کوچيان خپلو کورونو ته په نږدې ځای کې کار کولای شي. د بدبولاق کلي مسئولې لوه لينګ هوې وويل، زموږ په کلي کې د مغول، هان او اويغور قومونو خلک په ګډه اوسېږي. د کلي زياتره کسان په بهر کې کارونه کوي، له پاتې شويو ۲۶۰ تنو څخه شپېته سلنه برخه ښځې دي. د دې کوچنۍ فابريکې تر جوړېدو وروسته اويا تنو ښځو خپلو کورونو ته په نږدې ځای کې کار پيدا کړی، د زراعتي کارونو په بوخت موده کې دوی اومه مواد کورونو ته وړلای شي او په کورونو کې لاسي توليدات بشپړولی شي.

اويغوري ښځه توهتي ګلي په ياده کوچنۍ فابريکه کې ګلدوزي کوي او هره مياشت کابو يو زر پنځه سوه يوانه عايدات لري. هغې زموږ خبريال ته وويل، زه په دغه فابريکه کې کار کوم، د کار په وخت کې کورنيو کارونو ته هم پاملرنه کولی شم، نو زما کورنۍ له ما څخه ډېر ملاتړ کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای