CRI Online

د شينجيانګ د ارومچي د دي وه پو هوايي ډګر د پراخولو پروژه به ژر پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-17 09:57:34

د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکه سيمه ارامه ده او ښکلې منظره لري، نو ډېر زيات سيلانيان يې راجلب کړي. د سيلانيانو د زياتېدو له امله د رامنځته شويو ترافيکي ستونزو د حلولو لپاره به ډېر ژر د شينجيانګ د ارومچي د (( دي وه پو )) نړيوال هوايي ډګر د پراخولو پروژه پيل شي.

د شينجيانګ د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې څو ورځې مخکې خبر ورکړ چې د ارومچي نړيوال هوايي ډګر د پراخولو پروژه د هېواد د ديارلسم پنځه کلن پلان په اړه يوه مهمه پروژه ده او د تېر کال په نومبر مياشت کې د چين د مرکزي حکومت لخوا منظور شوه. د پلان له مخې به په دغه هوايي ډګر کې د الوتکو د ځغاستې دوه نوې لارې جوړې شي او اټکل کېږي چې چارې به يې په ۲۰۲۲ کال کې بشپړې شي او عمومي لګښت به يې ۴۲ مليارډو سل مليونو يوانو ته ورسېږي.

د ارومچي دغه هوايي ډګر په چين کې په پنځو لويو او مهمو هوايي ډګرونو کې شامل دی او له ۹۹ کورنيو او بهرنيو ښارونو سره هوايي کرښې لري. نو د دې هوايي ډګر د پراخولو پروژه په شينجيانګ کې د مسافرو د ليږد راليږد توان د لوړولو او د شينجيانګ د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره ستر اهميت لري.

په دې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ سيلانيزې چارې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي او د ورخلاصون سويه يې هم ډېر لوړه شوې ده، نو د هغو سيلانيانو شمېر چې شينجيانګ ته تللي او له شينجيانګ څخه يې ليدنه کړي، تر ډېرې اندازې پورې زيات شوی دی. تېر کال په شينجيانګ کې د هوايي لارو ورغلو مسافرو شمېر ۳۳ مليونه، ۵ لکه او لس زرو تنو ته رسېدلی، د توکو د ليږد راليږد اندازه يو لک يو نوي زرو او اته سوو ټنو ته رسېدلې چې دغه دواړه شمېرې د ۲۰۱۷ کال په نسبت يوولس اعشاريه څلور سلنه او دوه اعشاريه درې سنله زياتې شوې دي او د شينجيانګ د هوايي حمل و نقل د وړتيا د زياتېدو غوښتنه کوي. نو شينجيانګ په دې برخه کې زيات کوښښونه کړي دي. تر اوسه پورې په ټول شينجيانګ کې يوويشت ملکي هوايي ډګر جوړ شوي او دوه سوه څلورويشت هوايي کرښې پرانيستل شوې چې د ارومچي ښار په محور څوارلسو ايالتونو ته د هوايي تګ راتګ شبکې جوړې شوې دي.

خو د يوې شمېرنې له مخې، د ارومچي ښار په هوايي ډګر کې د الوتکو د الوتنو شمېر د دې ډګر له اوسني ظرفيت څخه زيات دی او د شينجيانګ د ملکي هوايي چارو په پرمختګ کې خنډ ګرځېدلی دی. نو د دې هوايي ډګر د پراخولو پروژه لازم کار دی. د شينجيانګ د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مرستيال مشر زموږ خبريال ته وويل، ارومچي ښار د دې هوايي ډګر د پراخولو پر پروژې سربيره، د هوايي ډګر په شاوخوا کې د يوې اقتصادي سيمې د جوړولو پلان هم لري چې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې ترافيکي محور جوړ شي.

د يو بل خبر له مخې، د شانګهای او د شينجيانګ کشغر ښار ترمنځ لومړی مستقيم پرواز د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د شانګهای له پو دونګ هوايي ډګر څخه کشغر ته ترسره شو. دغه مستقيمه هوايي کرښه له شينجيانګ سره د شانګهای د مرستندويه کاري ګروپ او د China Eastern Airlines شرکت لخوا په ګډه ترتيب شوې او موخه يې کشغر ته د سيلانيانو ليږدول دي. دغه هوايي کرښه به د روان کال له اپريل څخه د اکتوبر تر پايه پورې دوام ولري او په هره شنبه يو ځل الوتنه کوي.

په تېر کال کې له شينجيانګ سره د شانګهای د مرستندويه ګروپ يو مهم کار دا و چې د شينجيانګ کشغر ته د سيلانيانو ليږدولو په کار کې څرګند برياليتوب تر لاسه شوی دی. له کشغر څخه د زر تنو انځورګرو، سل تنو سوداګرو او سل تنو زده کوونکو د ليدنې کتنې فعاليتونه ترسره شول. د يوې شمېرنې له مخې،کشغر ته له شينجيانګ څخه بهر ورغلو مسافرو ۴۰ سلنه هغه مسافر جوړوي چې له شانګهای څخه ورغلي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای