CRI Online

د شينجيانګ د شخه نزه پوهنتون پروفيسر څاو ليان پو: زه به تل دلته کار او خدمتونه ترسره کړم

cri     (GMT+08:00) 2019-05-09 11:04:46
د شينجيانګ د شخه نزه پوهنتون پروفيسر څاو ليان پو: زه به تل دلته کار او خدمتونه ترسره کړم

نږدې اتيا کلن سپين ږيری څاو ليان پو د شينجيانګ د شخه نزه پوهنتون پروفيسر دی او د غنمو د کرنې په برخه کې د زياتو تجربو لرونکی کارپوه هم دی. له لسګونو کلونو راهيسې د ده په مشرۍ علمي ډلې يو لړ نوي ډول اصلاح شوي غنم کرلي چې توليدي اندازه يې ډېره لوړه ده. د يوې شمېرنې له مخې، د دغو نوي ډول غنمو له امله ځايي بزګرو ته له پنځه سوو مليونو يوانو څخه زياتې ګټې رسول شوې دي.

څاو ليان پو په ۱۹۶۳کال کې د بېجينګ د کرهڼيزو چارو له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته د کار لپاره شينجيانګ ته لاړ او يوه اوونۍ وروسته د شخه نزه پوهنتون د کرهڼيزو چارو پوهنځي د يو ښوونکي په توګه وګومارل شو. په هغه وخت کې زده کړه او توليد ټول د دې پوهنځي په کارونو کې شامل وو، نو ښوونکي محصلينو ته د درس ورکولو په عين وخت کې له محصلينو سره په ګډه په زراعتي توليدي کارونو کې ګډون کولو او توليدي دنده دې يې ترسره کولې. پروفيسر څاو ليان پو په دې اړه وويل

((هغه وخت مو سهارنۍ، غرمنۍ او ماښامنۍ ډوډۍ ټولې د کرنې په ځای کې خوړلې، د خوړنځای کارکوونکو به د هر چا برخه ډوډۍ ورسپارلې. کله به چې مو بېرته د خپل استوګنې ځای ته ستانه کېدلو، تياره به خوره وه، نو هره ورځ مو د ديارلسو يا څوارلسو ساعتونو لپاره په کرهڼيزو چارو لګيا وو، ټولو ښوونکو له محصلينو سره يو ځای کار کولو او ډوډۍ خوړله. ))

که څه هم شرايط ډېر سخت وو، څاو ليان پو د غنمو کرلو د څېړنې پر کار ټينګار او دوام ورکړی او د ده په مشرۍ علمي ډلې د ډېرو ستونزو په لرې کولو سره د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې د غنمو لومړی نوی ډول وکرل چې نوم يې شه چون لومړی نمبر و. ور پسې پروفيسر څاو د خپلې علمي ډلې له غړو سره نور زيات کوښښونه ترسره کړل او د غنمو څه دباندې شل نوي ډولونه کرلي دي. هغه زموږ خبريال ته وويل

((زموږ لخوا لومړی څېړل شوی ډول د شه چون لومړی نمبر په نوم غنمو و يعنې د شخه نيزه سيمې په پسرلي کې لومړی نمبر غنم و. دغه ډول غنمو نسل مو د ډېرو ستونزو په لرې کولو سره تر لاسه کړ او اوږد وخت لپاره مو انتظار وکړ. ځکه چې زه په ۱۹۶۳کال کې شينجيانګ ته راغلم او تر څه باندې شلو کلونو وروسته مو دا لومړی نوي ډول اصلاح شوي غنم رامنځته کړل او ور پسې مو نورې نوې ډول څېړنې او کرنې وکړې. دا رښتيا ده چې په هغه وخت کې شرايط ډېر سخت وو او ډېرې ستونزې موجودې وې.))

د پروفيسر څاو ليان پو د کاري همکارانو په نظر، د ده برياليتوب نه يوازې د علمي څېړنې په برخه کې و، د وړ کسانو په تېره بيا د لوړ کيفيت لرونکي علمي ډلې د جوړونې په برخه کې يې هم ډېرې ارزښتناکې تجربې تر لاسه کړې دي. د شخه نزه پوهنتون د کرهڼيزو چارو په پوهنځي کې د کمونېست ګوند د ګوندي کمېټې مشر ليو هوای فنګ وويل

((د پروفيسر څاو ليان پو په مشرۍ د علمي ډلې زياتره غړي د ده لخوا روزل او لارښوونې منلې دي. د يوې لوړ کيفيت لرونکې ډلې د جوړونې او د وړ کسانو د راجلبونې او روزنې په اړه د ده طريقې د هېواد د شمال لوېديځې سيمې او سرحدي سيمو پرمختګ د هڅولو لپاره يوه اغېزمنه لاره پيدا کړې ده. ))

له لسګونو کلونو راهيسې، پروفيسر څاو ليان پو د علمي چارو او علمي ډلې د جوړونې تر څنګ د ديپلوم په درجه محصلينو ته درسونه او ليکچرونه ورکړي او د نسل په نسل پر محصلينو يې ډېره ژوره اغېزه کړې. د ده تر اغېزې لاندې، د کرهڼيزو چارو پوهنځي زياتره محصلين تر فارغېدو وروسته په شينجيانګ کې کارونه موندلي او استخدام شوي دي او د هېواد د سرحدي سيمو په جوړونه کې يې خپل خدمتونه ترسره کړي او کوي يې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای