CRI Online

شينجيانګ به د سيلانۍ ملي ورځې د هرکلي لپاره 187 کلتوري او سيلانيز فعاليتونه تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-21 16:10:29

د ۲۰۱۹ کال د چين د سيلانۍ ملي ورځې په اړه په شينجيانګ کې د فرعي فعاليت په يوه خبري ناسته کې خبر ورکړل شو چې شينجيانګ به د چين د سيلانۍ ملي ورځې د هرکلي لپاره 187 کلتوري او سيلانيز فعاليتونه ترسره کړي.

د مالوماتو له مخې، سږ کال د چين د سيلانۍ ملي ورځې د فعاليت عنوان دی چې ( کلتور له سيلانۍ سره يو ځای شي، نو ژوند ښکلی کړي). د شينجيانګ په ۱۸۷ کلتوري او سيلانيزو فعاليتونو کې د کمونېست ګوند د جوړېدو په اړه سيلاني، د ساعتېرۍ سيلاني، د عکس اخيستلو سيلاني او ځينې نورې ځانګړې سيلانۍ شاملې دي.

د شينجيانګ بېلا بېلې سيمې به د دغو کلتوري او سيلانيزو فعاليتونو په موده کې وګړيو ته د لا زياتو ګټو رسولو په اړه ۱۱۲ تدبيرونه ونيسي، مثلا د منظره لرونکو سيمو د ټکيټونو بيې به ټيټې او حتی وړيا کړي، د سيلانيزو چارو په وسيله به له بېوزلو او معيوبينو کسانو سره مرستې وکړي، خيريه هنري نندارې به ترسره کړي او د عامه کلتوري ډګرونو د پرانيستې وخت به لا اوږد کړي او داسې نور. دغه راز په دې سره به د شينجيانګ د سيلانيزو سوداګريزو نښو شهرت او اغېزه لا زياته شي. د شينجيانګ د اويغوري کورواکې سيمې د کلتور او سيلانۍ ادارې مرستيالې ګلي ابوليمو زموږ له خبريال سره په مرکه کې وويل، شينجيانګ به د (شينجيانګ يو ښکلی ځای دی) سوداګريزې نښې د خپرولو لپاره د کلتور او سيلانۍ يو لړ نوې پروژې ترسره کړي. مېرمن ګلي ابوليمو وويل، شينجيانګ به په پسرلي کې له ګلانو څخه ليدنې، په دوبي کې له ښکليو ځايونو څخه ليدنې، په مني کې د حاصلاتو په اړه او په ژمي کې د واورو په اړه سيلانۍ ښې ترسره کړي او کلتور او سيلانۍ ته به د خلکو اړتياوې پوره کړي.

په دې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ سيلانيزې چارې د ګړندي پرمختګ په حال کې وې. د روان کال په لومړي فصل کې شينجيانګ څه باندې يوويشت مليونه کورني او بهرني سيلانيان منلي، سيلانيز عايدات يې له څلورويشت مليارډو يوانو څخه اوښتي وو. دغه دواړه شمېرې د تېر کال د همدې مودې په نسبت په جلا جلا توګه اوه شپېته اعشاريه يوويشت سلنه او دوه اويا اعشاريه اوه اويا سلنه زياتې شوې او د ګړندي زياتوالي ښه تمايل يې ساتلی دی.

مېرمن ګلي ابوليمو وويل، شينجيانګ به په روان کال کې په دوامداره توګه د سيلانۍ بنسټيز تاسيسات بشپړ کړي، د سيلانيزو چارو په لوړ کيفيت پرمختګ کې به د ستونزو او خنډونو د ليرې کولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي، د سيلانيزو خدماتو کيفيت به لا نور لوړ کړي چې له دې سره به د سيلانيانو د خوشحالۍ او رضايت کچه لا لوړه شي.

د مې مياشتې په درشل کې په کاشغر ښار کې سيلانيزې چارې تودې شوي، له بېلا بېلو سيمو څخه راغلي سيلانيان په دې ښار کې ځايي تاريخ او کلتور احساس کوي. د کاشغر د لرغوني ښار منظره لرونکې سيمې د چين د سيلانۍ د ملي ورځې د هرکلي لپاره د دې منظره لرونکو سيمو پر دروازو باندې د سيلانيانو د هرکلي مراسم ترسره کوي.

د کاشغر ښار د سيلانيزو چارو د ادارې مرستيال دنګ جه يونګ زموږ خبريال ته وويل، مخکې يوه ورځ يوازې يو ځل دغه مراسم ترسره کېدل، خو اوس سيلانيانو ته د لا ښه احساساتو ورکولو لپاره هره ورځ درې ځله دغه مراسم ترسره کېږي. برسيره پر دې، د کاشغر د لرغوني ښار منظره لرونکې سيمې د لا زياتو سيلانيانو د جلبولو لپاره د سيلانۍ بنسټيز تجهيزات بشپړ او خدمتي سويه يې لوړه کړې او سيلانيزې پروژې يې لا پراخې کړې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای