CRI Online

د شينجيانګ چاپچال شبو کورواکې ولسوالۍ له لويې تصدۍ سره د همکارۍ له لارې د ځايي اوسېدونکو د ژوند سويه لوړه کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-06-21 09:14:39

د شينجيانګ د ئيلي قزاق کورواکې سيمې چاپچال شبو کورواکه ولسوالي يوه عنعنوي مالداره ولسوالي ده او په ځانګړي توګه د غواګانو روزلو په برخه کې اوږد تاريخ لري. د دې ولسوالۍ حکومت د ځايي غواګانو د ډول بدلولو لپاره په ۲۰۱۳ کال کې د جرمني د Simental سمنتال په نوم غواګانې واخيستلې. د نوي ډول غواګانو شمېر په زياتېدو سره په دغې ولسوالۍ کې د چوانګ جين مو يې په نوم شرکت جوړ شو چې د ځايي غواګانو د روزلو چارو ته وده او پرمختګ ورکړي. د دې شرکت تر لارښوونې لاندې د دې ولسوالۍ د غواګانو د روزلو چارو ګړندی پرمختګ تر لاسه کړ او ځايي اوسېدونکو ته يې د کار او استخدام ډېر فرصتونه برابر کړي دي.

مېرمن ايګلي جوما د چاپچال ولسوالۍ د چوانګ جين مو يې په شرکت کې درې کاله کېږي چې يادې غواګانې روزي. مخکې هغې له خپل خاوند سره په بل ځای کې کار کاوه او کلني عايدات يې هم ډېر کم وو. اوس خپل کور ته نږدې په ياد شرکت کې د غواګانو د روزونکې په توګه ګومارل شوې او هره مياشت درې زره دوه سوه يوانه معاش لري. هغې زموږ خبريال ته وويل، زما کور ته په نږدې ځای کې مې ښه معاش لرونکی کار پيدا کړی، مخکې د داسې دندې بيخي امکان نه و. د ايګلي خاوند هم په ياد شرکت کې کار پيدا کړی او اوس د دوی کلني عايدات سل زرو يوانو ته رسېدلي، دغه راز ژوند يې ډېر ښه شوی دی. د ايګلي او د دې خاوند په شان جوړې په دغه شرکت کې ډېرې ليدل کېږي.

د چوانګ جين مو يې مرستيالې ميجنيرې جانګ پينګ زموږ خبريال ته وويل، اوس د دې شرکت په روزونکي ډګر کې د غواګانو شمېر له شلو زرو څخه زيات دی او زياتو کارګرو ته اړتيا لري. په روزونکي ډګر کې ۴۷۵ تنه کارکوونکي ټول ځايي بزګران او کوچيان دي چې پکې شپېته سلنه د ملي لږکيو خلک دي.

د غواګانو دغه ساتونکي ډګر له بېوزلو کسانو سره د مرستې لپاره د شاوخوا کليوالو او ستونزو لرونکو کسانو لپاره د امنيت ساتونکو په شمول ځيني سپک کارونه برابر کړي دي. مېرمن جانګ پينګ وويل، د دغو کارکوونکو مياشتنی معاش کابو څلور زره يوانه دی چې د ژوند لپاره کافي دي. برسيره پر دې، د غواګانو ساتونکی ډګر هر کال د غواګانو لپاره د شاوخواوو کليو له څه باندې ۴۴۰ بزګرو کورنيو څخه يو اعشاريه پنځه لکه ټنه واښه اخلي او په دې سره د هرې کورنۍ کلني عايدات پنځه زره يوانه زيات شوي دي.

د مالوماتو له مخې، اوس چوانګ جين مو يې د غواګانو د ساتنې لپاره کابو د درې سوه دوه دېرش هکتارو په پراخوالي ډګر جوړ کړی، يو سلو اوه ويشت شپولونه يې جوړ کړي، داسې توليدي کرښه يې جوړه کړې چې هر کال سل زره غوايان پکې حلالوي. دغه شرکت د غواګانو د تازه او يخو غوښو په شمول ډېر لبنيات د بېجينګ او شانګهای په شمول څو ولايتونو او ښارونو ته د خرڅلاو لپاره استوي او په ۲۰۱۸ کال کې يې توليدي ارزښت له دوو سوو مليونو يوانو څخه اوښتی و.

اوس ايګلي جوما هره ورځ سهاروختي لومړی کار غواګانو ته خوارکي شيان برابروي. هغې زموږ خبريال ته وويل، زما اوسنۍ موخه دا ده چې د غواګانو ښه روزنه وکړم، زياتې پيسې برابرې کړم، څو ژوند مې نور هم ښه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای