CRI Online

د ترکيې د رسنيو پلاوي شينجيانګ ته سفر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-07-31 11:10:38
د ترکيې د رسنيو پلاوي شينجيانګ ته سفر وکړ

د ترکيې د رسنيو پلاوي څو ورځې مخکې شينجيانګ ته سفر وکړ. د دې هېواد له عمده خبري رسنيو او فکري مرکز څخه راغلو اوو تنو مشهورو شخصيتونو د شينجيانګ د اسلامي علومو له پوهنځي، هنري تياتر او نړيوال لوی بازار څخه ليدنې وکړې.

د شينجيانګ د اسلامي علومو په پوهنځي کې د ترکيې د دغه پلاوي غړو د مذهبي او قومي مسئلو په اړه د دې پوهنځي له مرستيال مشر ليو يان هوې سره د نظريو تبادله وکړه او له ځينو مخصلينو سره يې هم خبرې اترې وکړې.

دغه پوهنځی په شينجيانګ کې د مذهب په برخه کې يوازينی پوهنځی دی چې اوولس ټولګي لري او په دغو ټولګيو کې شپږ سوه دېرش تنه محصلين په زده کړو بوخت دي. د دې پلاوي غړي د ياد مذهبي پوهنځي يو ټولګي ته ننوتل او د دې ټولګي له محصلينو سره يې خبرې اترې وکړې او د زده کړو او ژوند په برخو کې يې د دوی اړوند مالومات تر لاسه کړل.

د ترکيې د فکري مرکز کارپوه جورای الپر له دې پوهنځي څخه تر ليدنې وروسته وويل، د ترکيې د اسلامي علومو پوهنځي ټاکلی درسي ميتود د شينجيانګ له دغه پوهنځي سره ورته دي. حکومت ته د مذهبي ښوونې اداره لازمه ده، چين په دې برخه کې ښه کارونه ترسره کړي دي.

له زده کړو وراېخوا د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو ځانګړې سندرې او نڅاوې په کور دننه او بهر کې ډېرې مشهورې دي. دغه پلاوي ور پسې د شينجيانګ له هنري تياتر څخه هم ليدنه وکړه او له نږدې څخه يې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د هنرونو جلبونې احساس کړې.

د شينجيانګ هنري تياتر د ۲۰۰۹ کال په اګست مياشت کې جوړ شوی او د اويغور، هان، قزاق او هوی په شمول د ديارلسو قومونو هنرونه پکې شامل دي. د دې تياتر په اړه د سندرو او نڅاوو، اوپرا او مقام په شمول د رنګارنګ هنرونو ټولې نمايش کوونکې ډلې چې له شپېتو کلونو نه زيات تاريخ لري او ګڼ شمېر تکړه او د ډېرې تجربې لرونکي هنرمندان لري. دغه هنرمندان په کور دننه او بهر کې ډېر مشهور او په نندارچيانو ښه اغېز ښندي او ډېر غښتلي هنري اثارونه يې هم جوړ کړي چې قومي ځانګړتياوې او عصري بڼې لري.

په ارومچي ښار کې د شينجيانګ لوی نړيوال بازار ډېر مشهور دی او ډېرې جلبونې لري. کله چې د ياد پلاوي غړي دغه بازار ته ورسېدل، خو دوی ډېره خوشحالي ښکاره کړه.

دغه لوی بازار چې د ۲۰۰۳ کال په جون مياشت کې جوړ شوی، د ارومچي ښار په لسو منظره لرونکو ځايونو کې شامل دی او دلته سيلاني، سوداګري، رستورانټونه، د قومي هنر نمايش او پرچون معاملې شته چې د شينجيانګ د سيلانيزو توکو د راغونډېدو او خرڅلاو يو مرکز ګرځېدلی دی.

دغه لوی بازار په منځنۍ اسيا کې تر ټولو لويه پيمانه او پرمختللي تجهيزات لري، د دې بازار واټ ته د ننوتلو په سيمه کې د ډوډۍ يو نندارتون موجود دی او پکې څه باندې سل ډوله ډوډۍ ښودل کېږي چې نندارچيانو ته يې ډېره ژوره خاطره وربښلې ده. د ترکيې د دولتي راډيو او ټلويزون خبريال ازکان تيکت د ډوډۍ په دغه نندارتون کې د ډوډۍ جوړونکي تر لارښوونې لاندې په تنور ډوډۍ ووهله او زموږ خبريال ته يې وويل، دا ډېره په زړه پورې عمل و.

له ۲۰۱۸ کال راهيسې، هره ورځ د دې بازار په ډګر کې د شينجيانګ د قومي سندرو او نڅاوو وړيا نمايش سيلانيانو ته وړاندې کېږي. د دې پلاوي غړي په زړه پورې نمايش تر کتلو وروسته د معاملو واټ ته ننوتل او هلته يې د لوړ کيفيت لرونکې وچې مېوې، لاسي هنري اثار او د قومي موسيقۍ الو په شمول ځانګړي توکې وکتل او ډېر د علاقې وړ يې وګرځېدل. د مالوماتو له مخې، دغه بازار د ارومچي ښار د سيلانيزو چارو د پرمختګ لپاره يو مهم ځای دی. تېر کال د سيلانۍ فصل په موده کې هره ورځ دغه بازار ته د سفر کوونکو سيلانيانو شمېر يو سلو پنځوس زرو تنو ته ورسېد .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای