CRI Online

د دولت په کچه د شينجيانګ څو غيرمادي مهارتونه او هنرونه په بېجينګ کې نندارچيانو ته ښودل شول

cri     (GMT+08:00) 2019-08-09 12:12:38
د دولت په کچه د شينجيانګ څو غيرمادي مهارتونه او هنرونه په بېجينګ کې نندارچيانو ته ښودل شول

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د تېر جولای په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې د (( ښکلي شينجيانګ جوړولو او د هېواد هيلې د عملي کولو)) تر عنوان لاندې يوه خبري ناسته تر سره کړه. په دغه ناسته کې د شينجيانګ څو غيرمادي مهارتونه او هنرونه نندارچيانو ته ښودل شول.

 د مناس په نوم شعر د چين د ملي لږکيو د اتلواليو په اړه درېيو تاريخي شعرونو کې شامل دي. دغه شعر د قرغېز قوم ملکي هنر دی او پکې دغه کيسه ليکل شوې چې اتل مناس او د ده د اوو نسلونو اولادونو د قرغيز قوم د خلکو په مشرۍ له تېری کوونکو او ډول ډول شيطاني ځواکونو سره مقابلې کړې. دغه شعر په ۲۰۰۶ کال کې د دولت په کچه د غيرمادي هنري ميراثونو د نماينده ګيو پروژو په ليست کې شامل شو. د شينجيانګ د قزلسو قرغيز کورواکې سيمې له ئولوغچات ولسوالۍ څخه راغلي هلک بليمولاتي نورکالي په همدې ورځ د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر د خبري ناستې په کوټه کې له خپل استاذ سره د مناس يوه برخه موسيقۍ سره په ګډه زمزمه کړه. هغه اوس د منځني ښوونځي يو زده کوونکی دی او په درېيو کلونو کې يې مناس زده کړی. هغه زموږ خبريال ته وويل، دی به د مناس هنر ښه زده کړي او دغه هنر به خپور کړي.

((يو ځل زموږ په ولسوالۍ کې د مناس لويه غونډه جوړه شوې وه چې پکې لس زره کسانو برخه اخيستې وه، هماغه وخت مې له مناس سره علاقه پيدا شوله او د دغه هنر زده کړه مې پيل کړه. غواړم چې دغه هنر ښه زده او خپور کړم. ))

د اويغور قوم يو ځانګړی ډول کاغذ لري چې د توت ونې له پوستکي څخه جوړېږي او دغه ډول کاغذ په ۲۰۰۶ کال کې د دولت په کچه د غيرمادي هنري ميراثونو د نماينده ګيو پروژو په ليست کې شامل شو. د شينجيانګ په کور دننه او د منځنۍ او لوېديځې اسيا په ډېرو سيمو کې د لرغوني تاريخ په څېړنو کې ډېر هغه تاريخي سندونه له خاورو څخه رايستل شوي چې پر دغه ډول کاغذ باندې ليکل شوي وو. د شينجيانګ د چين د دوديز انځور د اکاډمۍ سرمنشي وې باو شان چې له اوږدې مودې راهيسې د دغه ډول کاغذ د تبلغاتو او خپرېدا په کارونو بوخت دی، زموږ خبريال ته وويل، د توت ونې له پوستکي څخه جوړ شوي کاغذ درې ځانګړتياوې لري او د تاريخ او هنر د ساتلو لپاره يې خدمتونه کړي دي. هغه وويل

((دغه ډول کاغذ په لرغونې موده کې د انځورونو او حکومتي سندونو لپاره کارول کېده، ځانګړتياوې يې دا دي: لومړی، پر دغه ډول کاغذ باندې ليک او خطاطي، انځورونه او نقاشۍ تر سلګونو کلونو ساتل کېږي. دوهم، چنجي دغه ډول کاغذ نه خوري. درېيم، دغه ډول کاغذ په لند بل کې نه خرابېږي. له دې امله ډېر تاريخي سندونه چې پر دغه ډول کاغذ باندې ليکل شوي، تر اوسه په ښه توګه ساتل شوي او د تاريخ او هنر د پرمختګ شاهد بلل کېږي. ))

د قزاق قوم ګلدوزي د جامو او بوټانو په پوستکو کې ډېر ليدل کېږي او په ۲۰۰۸ کال کې د دولت په کچه د غيرمادي هنري ميراثونو د نماينده ګيو پروژو په ليست کې شامل شو. د شينجيانګ د تارباغاتاي سيمې د دوربلجن ولسوالۍ د لاسي کارونو د يوې همکاريزې ټولنې مشرې نوردانه ادريهان له نهې کلنې څخه پر کمبلۍ باندې د ګلدوزي مهارت په زده کړې پيل وکړ. هغې زموږ خبريال ته وويل، د قزاق قوم د ګلدوزي مهارت د دې قوم د مالدارۍ له ژوند سره نږدې اړيکې لري. هغه له دغه دوديز مهارت سره ډېره علاقه او مينه لري او غواړي دغه مهارت ښه زده کړي او راتلونکي نسل ته يې ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای