ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په دغې کړۍ کې به تاسو ته د چين د ځوانې سندرغاړې فانګ شياو چينګ له خوا ويل شوی سندری وړاندی کړو.
( سندره ١ )
ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د فانګ شياو چينګ له خوا يوه اندونيزيايي سندره واورېده چې نوم يې و د زړه ټوټه. دغه سندره په اندونيزيا کې ډېره مشهوره ده چې په کې د مور او ماشوم ترمنځ ژوره مينه څرګندېږي .
فانګ شياو چينګ د چين په جنوب ګوانګ دونګ ولايت کې د شينګ های د موسيقی پوهنځی د سندرو ويلو له څانګې څخه فارغه شوه او اوس د دوو ځوانو هنري ډلو د لومړۍ سندرغاړې په توګه کار کوي. دی د خپل ښکلی غږ او تودو احساساتو له لاری زيات شمېر اورېدونکی راجلب کړی دي.
فانګ شياو چينګ په ٢٠٠٥ کال کې خپل لومړی البوم خپور کړ چې نوم يې و نوی ولسی سندری. په دغه البوم کې د زړه ټوټې او سره تنګي په نامه د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو مشهوری سندری راغونډی شوی دی. فانګ شياو چينګ د سندرو ويلو په بهير کې خپل ځانګړی سبک د اوسنيو نويو سندرو د ويلو له لاری سره تړلی دی .ددی په اند يو ښه سندرغاړی بايد پر غوره اواز بر سيره د سندرو ژور مفهوم څرګند کړي.
د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د فانګ شياو چين له خوا يوه ويل شوی د أيرلنډ يوه سندره واورو چې نوم يې دی په دوبی کې وروستی ګلاب. دغه سندره په
نړۍ کې ډېره مشهوره ده چې په کې له دوستانو سره د بېلتون په وخت کې د وګړيو د خواشينی احساسات څرګندېږي.
ګرانو اورېدونکو، د دغو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |