ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د ولسی ازادی بښونکی پوځ د هنري ډلې له خوا غږول شوی يو لړ نغمې وړاندی کړو.
( نغمه ١ )
ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د ولسی ازادی بښونکی پوځ د هنري ډلې له خوا يو غږول شوی نغمه واورېده چې نوم يې تل دی وي زموږ ستر هېواد. دغه نغمه په ١٩٧٨ کال کې د نغمه جوړونکې جي چنګ او شياو او له خوا جوړه شوې چې په کې د خپل هېواد د ستاينې لپاره د وګړيو احساسات څرګندېږي.
د چين د ولسی ازادی بښونکی پوځ هنري ډله د هېواد په کچه يوه لويه هنري ډله ده چې په ١٩٥٢ کال کې جوړه شوه. دغې ډلې له پنځوسو کلونو راهيسی څه د پاسه ٤ زره ډول ډول نغمې جوړې کړی دي . دغه ډله د هېواد په کچه په مراسمو کې له نندارو پرته په فعاله توګه په بېلا بېلو هنري فعاليتونو کې هم ګډون کوي . دغې ډلې له ١٩٨٧ کال څخه په وار سره د تايلنډ، فرانسی، فنلنډ، بيلجم او المان په ګډون له څو هېوادونو څخه ليدنې کړی چې د لوړې سويې د نندارو له لاری يې نړۍ ته د چين د پوځونو بڼه او د چين د پوځي نغمو ځانګړی سبک وړاندی کړی .
د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چين د ولسی ازادی بښونکی پوځ د هنري ډلې له خوا د ياو قوم د نڅا يوه نغمه واورو چې د تېرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې د چين د نغمه جوړونکی ليو تيه شان او ماو يوان له خوا جوړه شوه.
( نغمه ٢ )
ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |