ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د مغولی قوم د ځوانی سندرغاړې چينګ ګه ار له خوا ويل شوی يو لړ سندری وړاندی کړو.
( سندره ١ )
ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چينګ ګه ار له خوا ويل شوی يوه سندره واورېده چې نوم يې دی السلام عليکم! چمن. په دغه سندره کې له چمن سره د وګړيو ستاينه او مينه څرګندېږي.
چينګ ګه ار د ماشومتوب په موده کې د کورنی مغولستان په پراخو چمنونو کې ژوند کړی چې د مغولی قوم د ولسی هنر په اړه يې زيات معلومات تر لاسه کړی دی. د چينګ ګه ار مشر ورور په هنري پوهنځی کې د ښوونکی په توګه کار کوي، نو له دی امله يې د ماشومتوب په موده کې د سندرو له ويلو سره ډېره مينه درلوده او وروسته يې د جه لی مو منګ په هنري ښوونځې کې د سندرو ويلو زده کړه وکړه . چينګ ګه ار د زده کړو په وخت کې په هنري برخه کې خپل ځانګړی توان لوبولی او په ښوونځی کې يې ډېره مشهوره وه. هغې په ١٩٩٧ کال کې د چين د ولسی ازادی بښونکی پوځ د هنري پوهنځی د موسيقی په څانګې کې له پروفيسر تانګ زوه دينګ څخه د سندرو ويلو زده کړې وکړې او د سندرو ويلو په برخه کې ددې پټ هنري توان په پوره توګه لوبولی دی.
اوس چينګ ګه ار د کورنی مغولستان د پوځي سيمې د سندرو او نڅاوو په هنري
ډلې کې يوه ځانګړی سندرغاړې ده او څو ځله يې په بېلا بېلو لويو هنري نندارو او سياليو کې ګډون کړي دي.
د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چينګ ګه ار له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی ګرځېدونکې سپوږمۍ .
(سندره ٢ )
ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |