ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. په دې وروستيو ورځو کې د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې لپاره د سندرو او نڅاوو يوه ماښامنی غونډه جوړه شوه چې نوم يې و رنګارنګ وطن. د دغې غونډې د جوړېدو له لارې د هېواد لپاره د چين د بېلا بېلو قومونو د وګړيو ښکلې هيله څرګند شوی دی.
(سندره ١ )
ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د رنګارنګ وطن په نامه يوه خوندوره سندره واورېده. د چين د ملي سندرو او نڅاوو مرکزي هنري ډله په ١٩٥٢ کال کې جوړه شوی چې په چين کې د هېواد په کچه يوازنۍ ملي هنري ډله ده او له پنځو کلونو راهيسې يې د بېلا بېلو قومونو د سندرو او نڅاوو د پرمختګ لپاره ستر خدمتونه کړي دي. اوس دغه هنري ډله د ملي هنر د يو دايمي ګل په توګه ګڼل کېږي.
ليو تينګ په ياده شوی هنري ډله کې يوه ځوانه سندرغاړې ده ، هغه ډېره خوشحاله ده چې په دغه ستر فعاليت کې د ګډون فرصت لري. اوس به موږ په ګډه د ليو تينګ له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی د خپل وطن د أبادۍ لپاره جام پورته کوم .
(سندره ٢ )
اوس د چين د ملي سندرو او نڅاوو په مرکزي هنري ډله کې د مغول، هوی ، جوانګ ، تبت، يي ، اويغور او
هان په ګډون د ٣٧ قومونو څه د پاسه دری سوه تنه کارکوونکی
شته . د تېرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې د وو شياو بانګ او جيا شياو ګوانګ په
ګډون يو شمېر مشهور هنرمندان او له اتمې لسيزې وروسته يې د جيانګ دا وی او ده ددمه په ګډون يو شمېر مشهور ځوان هنرمندان رامنځته شوی دی .
د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چين د مشهور سندرغاړی تنګ ګر له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی جنت.
(سندره ٣ )
ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |