CRI Online

د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه سيالۍ - څلورمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2010-03-18 16:25:50

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د ٤١ دورې نړيوال نندارتون به د راتلونکې مې له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ٣١ نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شي. تاسو ګرانو اورېدونکو ته د دغه نندارتون د اصلي موضوع، ودانيو او فعاليتونو په اړه د مفصلو معلوماتو د ورکولو لپاره به له روانې اوونۍ څخه د راتلونکي اګست تر لومړۍ نېټې پورې د راغونډوونکي او زړه وړونکي نړيوال نندارتون په نامه سيالي تر سره شي چې د ٥ ځانګړيو پروګرامونو په ترڅ کې به بشپړه شي . هرکلی کوو چې تاسې په فعاله توګه په دغه سيالۍ کې ګډون وکړئ.

د سي ار ای راډيو د تېرو کلونو د سياليو په شان ، د هر ځانګړي پروګرام په پای کې به تاسو ته دوې پوښتنې وړاندې کړو، که تاسې په جدي توګه زموږ پروګرامونه واورئ او اړوندو پوښتنو ته سم ځوابونه ورکړئ، نو فرصت به ولرئ چې چين ته وړيا سفر وکړئ.

ګرانو اورېدونکو، زه د شانګهای د نړيوال نندارتون بختوره نښه ده چې های باو نومېږي. د شانګهای نړيوال نندارتون ٤١ دوری نړيوال نندارتون دی. د پروګرام په نننۍ کړۍ به تاسو ته د تېرو دورو نړيوالو نندراتونونو په اړه معلومات درکړو .

په ١٨٥١ کال کې د بريتانيا په لندن کې د هايد په پارک کې د نړۍ صنعتي نندارتون يعنې لومړی نړيوال نندارتون تر سره شو . هغه مهال بريتانويانو صنعتي انقلاب بشپړ کړی او په لومړی نړيوال نندارتون کې يې د لوړ قوت بخاری انجن، لوکوموتيف او جرثقيل په ګډون څه د پاسه سل زره توليدات نندارې ته وړاندې کړي وو.

اوس د کوکاکولا په نامه څښاک په نړۍ کې ډېر شهرت لري ، خو تاسی د کوکاکولا کيسې په اړه پوهېږئ؟ دغه څښاک د ١٩٦٤ کال په نړيوال نندارتون کې ښودل شوی او تر هغه وروسته ورځ په ورځ مشهور شوی دی. بر سېره پر دې د ډيزنی پارک د جوړولو خيال چې په نړۍ کې د زيات شمېر ماشومانو مينې تر لاسه کړې ، هم په ياد شوی نړيوال نندارتون کې مشهور شوی دی.

د چين د ماو تای په نامه مشهور شراب په ١٩١٥ کال کې د پاناما د نړۍ په نندارتون کې طلايي مډال تر لاسه کړې دی.

د تازه ساينس او ټېکنالوژۍ پر توليداتو سربېره په نړيوال نندارتون کې د بېلا بېلو هېوادونو ډول ډول ودانۍ هم ډېر د پاملرنې وړ دي .د بېلګې په توګه بلوري ماڼۍ چې د اوسپنو او ښيښو څخه جوړه شوې، د لومړۍ دورې نړيوال نندارتون نښه وه. سر بېره پر دې د فرانسې په پاريس کې د ايفل برج د ١٨٨٩ کال د پاريس نړيوال نندارتون په ترڅ کې جوړ شوی او اوس په نړۍ کې ډېر مشهور دی. د ٢٠١٠ کال د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د چين ودانۍ د چيني سبک ښکارندويي کوي چې په راتلونکی کې به هرومرو په نړۍ کې ډېر شهرت ومومي.

د شانګهای نړيوال نندارتون د يو څلوېښتمې دوری نړيوال نندارتون دی ، دا به لومړی ځل وي چې په چين کې نړيوال نندارتون تر سره شي او هم په يو پرمختيايي هېواد کې. د نننۍ نړيوال نندارتون اصلي موضوع ښه ښار او ښه ژوند دی. ځکه چې اوس په ښارونو کې د وګړيو شمېر په چټک ډول زياتېږي، نو د راتلونکی پرمختګ د لارو لټول د خلکو په وړاندې يوه جدی مسئله ده. په دغه نړيوال نندارتون کې به د انرژۍ سپمولو او د شنوخونيزو ګازونو د خپرېدو اندازې د کمولو په اړه د ساينس او ټېکنالوژۍ نوي توليدات تاسو ته وړاندې شي.

ګرانو اورېدونکو، د پروګرام په پای کې به تاسو ته ٢ پوښتنې وړاندې کړو. لومړۍ پوښتنه، د شانګهای نړيوال نندارتون د څومې دورې نړيوال نندارتون دی ؟ دوهمه پوښتنه ، د شانګهای نړيوال نندارتون اصلي موضوع څه ده ؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای