CRI Online

په چين کې د پوهنې تمليکي حق د ساتنی سيسټم په ثابت ډول جوړ شوی

cri     (GMT+08:00) 2011-02-09 19:54:36

د چين د دولت رئيس هو جين تاو له امريکا څخه د ليدنې په وخت کې د دغه هېواد خبري رسنيو ته وويل چين به د پوهنې تمليکي حق د ساتنې کارونه پياوړی کړي. د چين د پوهنې تمليکي حق د ساتنې کارونه تل د امريکا په ګډون د پرمختللو هېوادونو د پاملرنې وړ دي. تر اوسه پورې په چين کې د قانوني سيسټم ، د ادارې لارو چارو، د تصديو فعاليتونو او د وګړيو نظريو په برخو کې د پوهنې تمليکي حق د ساتنی سيسټم په ثابت ډول جوړ شوی دی.

په ١٩٨٣ کال کې د سوداګريزو نښو قانون له پلي کېدو راهيسې د چين د پوهنې تمليکي حق د ساتنی کارونه ګام په ګام پياوړی شوی دی.

(اواز ١)

د قوانينو د جوړېدو په پيل کې زموږ نظر سرسري و چې يوازی له لوېديځ څخه د دغه نظام زده کړه وکړه، خو نه پوهېدلو چې په کې د تصديو لپاره زيات تخنيکونه شته او له اقتصادي بازار سره هم اړيکې لري.

د سوداګريزو نښو، انحصاري حقونو او د پوهنې تمليکي حق د ساتنی قوانين او د کمپيوټر د زيرميزو سافټويرونو د ساتنې مقررات په وار سره صادر او اصلاح شوي دي. د هېواد د پوهنې د تمليکي حق ستراتيژی په هر اړخيزه توګه پلی شوی چې نه يوازی د چين د پوهنې د تمليکي حق د ساتنې قانوني سيسټم د بشپړتيا ، بلکې د هېواد د نوي والي او پرمختګ لپاره ډېر ګټور دی.

د پوهنې د تمليکي حق د ساتنې لپاره د چين د حکومت پرېکړه ټينګه ده، نو د چين د ګمرکاتو اداره هر کال اړوند ځانګړی څېړنيز عمليات تر سره کوي. په دې وروستيو ورځو کې دغې ادارې د پوهنې تمليکي حق د ساتنې او د جعلي شيانو د جوړولو او توليدولو له عملياتو سره د مقابلې لپاره د لويې پيمانې ځانګړی عمليات تر سره کړی دی.

په ٢ مياشتو کې د چين پوليس د پوهنې پر تمليکي حق د تېری کولو په اړه څه د پاسه ٢ زره قضيې حل کړي. په دې وروستيو کلونو کې يو شمېر چيني تصدۍ ګام په ګام مشهورې شوې دي او په نړيوال بازار کې د چيني نښو او د چاپ او خپرېدو حقونو د تېري کولو حالت رامنځته شوي دي. د بېلګې په توګه په کاناډا کې ځينو خلکو د شين لانګ او سو هو په ګډون د چين د ٥٠ مشهورو نښو نومونه ثبت کړی دي. د چين او امريکا ترمنځ په سوداګريزو چارو کې د پوهنې د تمليکي حق په اړه جنجالونه هم ورځ په ورځ زياتېږي. له ٢٠٠٠ کال څخه د بهرنيو هېوادونو په توليداتو کې د پوهنې د تمليکي حق د تېري کولو په اړه د امريکا د نړيوالې سوداګرۍ کميټې په ٣٣٧ څېړنيزو عملياتو کې په مسلسلو څو کلونو کې د چين د قضيو شمېر تر ټولو زيات دی. د چين د بېجينګ پوهنتون د قوانينو څانګې کار پوه جانګ پينګ وويل

(اواز ٢)

له دی امله چې د چين د پوهنې د تمليکي حق نظام ځوان دی او د پوهنې د تمليکي حقونو شمېر لږ دی، نو د چين تصدۍ بايد نړيوال بازار ته د ننوتلو لپاره زياتې پانګې ولګوي.

ښايي چې چين له سلګونو کلونو راهيسې د لوېديځو هېوادونو د پوهنې د تمليکي حق د پرمختګ په بهير کې د دوی تجربو زده کړه وکړي. ښاغلي جانګ پينګ وويل په چين کې به د نوي والي هېواد د ابادۍ په بهير کې د پوهنې د تمليکي حق د ساتنې چاپيريال په پر له پسې توګه ښه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای