CRI Online

په دا لي ښار کې د چای ګلان کتل

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:54:34

د چين نړېوالې راډيو د خبر له مخې، ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! د غرنی چای ګلان په چين کې ډير مشهور ګلان دي چې د نړۍ له مشهورو ګلانو څخه هم شميرل کيږی. د چای ګلانو پاڼې ډېرې ښکلی دي چې د خلکو ډېرې پاملرنې يی ځان ته راجلب کړې دي. په دا لي سيمه کې د بای قوم خپلواک ښار د چين د جنوب لويديځ د يون نان په ولايت کې پروت دی. د چای ګلان په دغه ښار کې ډير مروج دی.

ويل کيږی چې د يون نان په ولايت کې بايد هرومرو د چای ګلان وکتل شي. په دا لی کې د چای ګلان له ډيرو ښو ګلانو څخه شميرل کيږی. د تاريخی سند له مخې په ٦٤٩ عسوی کال کې د چای ګلان په دې سيمه کې ليدل شوی حتی په شاهی پارک کې هم کرل کيده.

په ١٧ پيړۍ کې بريتانيانو له دالي څخه د خپل هيواد شاهی پارک ته د چای ګلان ورجلب کړی دی. ځکه چې د چای ګلان ښکلی او بويی يی هم ډيره په زړه پوری ده نو په اروپا کې يی د خلکو ډيرې خوښی موندلې ده. د خبر له مخې په دالي کې د چای ډير وحشی ګلان ليدل کيږی . د دې ترڅنګ په دې سيمه کې په نړۍ کې د چای ترټولو جګه ونه هم شته چې جګوالی يی شاوخوا ١٧ مترو ته رسيږی او څه دپاسه څلور سوه کلن تاريخ لري. په دالي کې د چای ګلانو د ټولنې مشر ښاغلی جانګ جيان چون وويل چې د چای ګلانو شتمنې سرچينې په دالي کې له ځانګړی طبيعی شرايطو سره نژدی تړاو لري. هغه وايی: (لومړی اواز)

په يون نان ولايت کې د غرنی چای ګلانو سرچينې په عمده توګه په ديان څانګ او ګاو لي ګونګ په نامه غرنی سيمه کې پرتې دي چې جګوالی يی د سمندر له سطحې نه له ٢٦٠٠ څخه تر ٢٨٠٠ مترو پوری دی. په دالي کې د چای ګلان په نورو سيمو کې نه ليدل کيږی. د بېلګې په توګه د يون نان ولايت د چای ګلانو اته مشهور ډوله په دالي کې روزل او کرل کيږی. ويل کيږی چې په يون نان کې د چای ګلان ترټولو ښکلی دي خو د يون نان د چای ټول ګلان په دالي کې ليدل کيږی.

له ډيرو کلونو راهيسی د دالي خلک په ځانګړې توګه د چای له ګلانو سره شوق ذوق لري. د چای ګلان په دې سيمه کې ژور کلتور او بشری بنست لري. په دالي ښار کې د چای هغې ونې هم ډيرې دي چې څه دپاسه سل کلن تاريخ لري. دغه راز په دې سيمه کې د ډيرو کورونو په باغونو کې د چای ونې هم ليدل کيږی.

د چای ګلان د ځايی خلکو پر ژوند هم ژوره اغېزه اچولې ده. د بای قوم خلکو پر جامو د چای ګلان ليکل کيږی او د ډيرو نجونو نومونه هم د چای له ګل سره تړاو لري.

د دالي ځايی حکومت د چای ګلانو يو ځانګړی واټ جوړ کړی چې مساحت يی ١٢ مربع مترو ته رسيږی. دغه بازار په ٢٠٠٧ کال کې په رسمی توګه پرانيستل شوی چې تراوسه پوری يی په کې د سل مليون يوانو په ارزښت سوداګری پوره شوې ده.

ښاغلی جانګ ژوی ژونګ په دغه واټ کې يو لوی سوداګر دی .هغه وويل چې پلورونکی او اخيستونکی تری ګټې ترلاسه کولی شي. هغه زياته کړه: (دوهم اواز)

د چای ګلانو دغه واټ د جوړيدو موخه بېلابېلو کورنيو ته دغه ګلان وروړل دي. اوس زه په عمده توګه څلور ډوله چای ګلان ساتم چې شاوخوا شل زره ونې لرم. د يو کال په څلورو فصلونو کې زموږ سوداګری ترسره کيږی.

په دغه واټ کې يو وګړي چې غواړي د چای ګلان واخلي، وويل:

(درېيم اواز)

زه غواړم داسی معلومات ترلاسه کړم چې اوسنی بيه د پخوا په پرتله څنګه ده. که بيه مناسبه وي زه به يو دوه ډوله ګلان واخلم.

دغه راز د چای ګلانو د نړيوالې ټولنې د چينی سيمې مرسيتال يوموشيان وويل:

(څلورم اواز)

زه پنځه ځله دا لي ته راغلی يم. سږ کال په دغه ځای کې د چای ګلانو نندارتون د پخوا په پرتله نورهم ښه دی چې د ګلانو ډوله او شمير ډير زيات دی.

په دالي کې د چای ګلانو د ټولنې مشر ښاغلی جانګ جيان چون وويل:

(پنځم اواز)

اوس د چای ګلانو په دغه واټ کې ١٣٦ ډوله چای ګلان ليدل کيږی. په دغه واټ کې نه يوازی د دالي چای ګلان بلکې د چين د نورو سيمو حتی د امريکا، استراليا او نوی زيلنډ د چای ګلان هم ليدل کيږی.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای