ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د نوجيانګ په نامه سيند د چين د جنوب لويديځ د يون نان په ولايت کې پروت دی. دغه سيمه نه يوازی په زړه پوری طبيعی منظرې بلکې د ملی لږکيو ځانګړی کلتور هم لري چې هر کال ګڼ شمير سيلانيان ځان ته راجلبوي. د ځايی سيمې د خواړو کلتور ډير مشهور دی. د پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د ځينو ځانګړو خواړو په اړه معلومات وړاندی کړم!
(لومړی اواز)
د لي سو په نامه قوم د ځايی سيمې عمده ملی لږکی دی. د دغه قوم د عنعنوی سندرې په بدرګه يوه لويه ميلمستيا هم پيليږی. پلو د درنو مېلمنو لپاره د لی سو قوم تر ټولو لوړپوړی مراسم دی. د نو جيانګ ښار د سيلانی چارو ادارې مامور جاو ون شنګ وويل:
(دوهم اواز)
پلو خوړل دا معنی لري چې سږ کال ښه حاصلات ترلاسه شوي دي او وګړي په ګډه د ښو حاصلاتو لمانځنه کوي. خلک په لاسو پلو خوري چې له مبارکی څخه ډکه مېلمستيا ده.
ځکه چې حاصلات د خوشحالۍ معنی لري نو کله چې مېلمانه د دوی کور ته ورشي ، د لی سو قوم وګړي به له مېلمنو سره يو ځای خپله خوشحالي شريک کړي. د لي سو قوم پلو خپلې ځانګړتياوې لري. په وريجو کې د چرګ او هيلۍ کباب ، هګۍ او سابه ډير دي نو پلو يی ډير خوند لري.
ځايی وګړی ين جوهوی د پلو خوړلو په اړه وويل:
(درېيم اواز)
کله چې پلو خورو، بايد لاسونه په غوړیو غوړ کړو . دغه راز به وريجی پر لاس سريش نه شي.
(څلورم اواز)
د لي سو قوم خلک د شراب څښلو دود هم لري. دوی يو متل لري چې د شراب نه پرته به د لي سو قوم سندرې او نڅاوې نه وی. شراب څښل د لی سو قوم د وګړيو ژوند يوه برخه ده چې له سندرو او نڅاوو سره هم مينه لري. مي شيو چن چې د نو جيانګ ښار په لو شوی ولسوالی کې اوسيږی ، وويل:
(پنځم اواز)
د شراب څښلو په اړه مونږ پنځه ډولونه لرو : د پياله د ټکر شراب ، د پياله د صليب شراب ، غيږ په غيږ شراب ، د يوه زړه شراب او د دريو سيندونو د واحد شراب .
هغه زياته کړه چې کله چې وګړي د لومړی ځل لپاره سره وپېژني، دوی د پياله د ټکر شراب څښي. کله چې وګړي يو بل ته ډير نژدی شوي او ښه دوست شوي ، دوی غيږ په غيږ شراب څښي.
(شپږم اواز)
د خبر له مخې، د نو جيانګ ښار په ګونګ شان ولسوالی کې يو غر موجود دی چې لوړوالی يی دسمندر له سطحې نه دری زره او دوه سوه مترو ته رسيږی. د دغه غر په څوکه کې يو ګران نباتاب شته دی چې شوی شن نوميږی. د نو قوم يوه نجلۍ وانګ جنګ جوان ودايی:
شوی شن د خلکو د وينو د زياتوالی لپاره ډير ګټور دی او يوازی په جګو غرونو کې ليدل کيږی.
ګرانو دوستانو! کله چې تاسو نوجيانګ ته د سفر فرصت ولرئ، نو له ياده مه باسئ چې ډير خوندور ځايی خواړه وخورئ! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده . خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |