CRI Online

د تيان من په نامه مرموز غر

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:54:34

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! هيله لرم چې تاسو د پروګرام ترپايه راسره پاتی شئ.

د چين په منځ د هونان ولايت په جانګ جيا جيې ښار کې يو په زړه پوری غر موجود دی چې تيان من غر نوميږی. دغه غره د خپلو سمڅو ، اړوندو په زړه پوری کيسو او مرموزو طبيعی منظرو له امله ډير شهرت موندلی دی. د پروګرام په نننی کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای د تيان من په نامه غره ته ولاړ شو.

د تيان من په نامه ښکلی غر له جانګ جيا جيې ښار څخه جنوب ته په اته کيلومترۍ کې پروت دی چې د سمندر له سطحې څخه څه دپاسه ١٥ سوه متره جګوالی لري. د دغه غره بام شاوخوا دوه اعشاريه دوه مربع کيلومتره پراخوالی لري. په ٢٦٠ ميلادي کال کې کله چې يو ځايی چارواکی دغه غره ته ورسيد، په ناڅاپه توګه يوه غرنی سمڅه خلاصه شوه . په هغه وخت کې امپراطور داسی فکر وکړ چې دا يوه ښه او نيکمرغه نښه ده. بيا يی دغه غره ته د تيان من نوم ورکړ . په چينی ژبه کې تيان من د أسمان يا هوايی دروازې معنی لري.

ښاغلی چن زه ون له خپل کوچنيتوب څخه د تيان من غره په لمن کې ژوند کوي. هغه راته په دې اړه يوه تاريخی کيسه وويله چې ١٥٠٠ کاله دمخه د بی جو امپراطوری سلسلې يو امپراطور د کابينې د غړو په مشرۍ په دغه غره کې هوا او ځمکو ته د قربانی کولو مذهبی فعاليت ترسره کړ. ښاغلی چن په دې اړه وويل:

(لومړی اواز)

په هغه وخت کې داسی فعاليت يوازی د چين په پنځو مشهورو غرونو کې ترسره کيده. خو

د جنوبی هنګ شان غر د بی جو په نامه د امپراطوری سلسلې په چوکاټ کې شامل نه و. نو ياد شوی امپراطور په خپل هيواد کې د جنوبی غره نوم تيان من غره ته بدل کړ. دغه راز دوی په تيان من غره کې د قربانی کولو فعاليت ترسره کړ.

له دې څخه څرګنديږی چې تيان من غر په تېره زمانه کې هم مشهور و. د تيان من په نامه سمڅه د دغه غره يوه ځلانده نښه ده. د دغه غرنی سمڅه ١٣١ متره جګوالی، ٥٧ متره پراخوالی او ٦٠ متره ژوروالی لري چې په نړۍ کې ترټولو لويه غرنی دروازه ګڼل کيږی.

په تېره زمانه کې تيان من غره ته د ختلو شونتيا لږه وه ځکه چې دغه غر ډير نېغ دی. اوس د دغه غره پر لمن ٩٩٩ زينې شته . په چين کې نهه د نيکمرغۍ معنی لري نو ويل کيږی چې دغه زينې د جنت په لوری دي.

اغلی جانګ لۍ لۍ د لومړی ځل لپاره له تيان من شان غره څخه ليدنه وکړه. دی د دغې غرنی زينې په اړه وويل:

(دوهم اواز)

زه د لومړی ځل لپاره دلته راغلم. دغه زينه دومره جګه او تنګ ده. ښايی چې زه به ډيره ستړی شم.

د تيان من سمڅې په جنوبی خوا کې دوه طبيعی منظرې ليدل کيږی. په دغه ځای کې يو شين بانس ليدل کيږی. کله چې باد لګيږی، نو د موسيقی په شان غږونه ترې راخيږی . د دې ترڅنګ د تيان من سمڅ له سر څخه وړوکی د اوبو چينه هم بهيږی . ځايی خلک دې ته د ګلانو باران وايی. يوه کيسه وايی څوک چې د دغه باران ٤٨ څاڅکي وڅښي نو جنت ته تللی شي.

له اوږدې مودې راهيسی د تيان من شان غره په اړه ډيرې کيسې هم شته دي. له دې جملې څخه يوه کيسه وايی چې دوه زره کاله دمخه وانګ شيو په دغه غر کې ژوند کاوه.

وانګ شيو د پوځی چارو يو مشهور کارپوه و چې خلکو دی ته ګوی ګو زه نوم ورکړ. نو هغه غرنی سمڅه چې وانګ شيو دوه زره کاله مخکی په کې ژوندکاوه، اوس د ګوی ګو دونګ په نوم ياديږی .

ښاغلی لي ګوانګ جانګ په دې اړه وويل:

(درېيم اواز)

زما کور د تيان من غره په لمن کې دی. زه له دغه غره سره ډيره مينه لرم. دغه سمڅه څه دپاسه ١٢٠ متره ژوروالی لري. زه څو ځله دغې سمڅې ته ننوتلی يم.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای