CRI Online

د چين لرغونی لوی دېوال

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:55:18

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. هيله لرم چې د دغه پروګرام تر پايه راسره پاتی شئ.

معلومه نه ده چې تاسو لوی دېوال پېژنئ که نه؟ لوی دېوال په چين حتی په نړۍ کې ترټولو لرغونی او ستره دفاعی پروژه ده. له ميلادي نه وړاندی په دوهمه پيړۍ کې د چين په نامه امپراطوری سلسلې د لوی دېوال په جوړښت پيل وکړ. د لوی دېوال د جوړولو بهير دوه زره کلونو ته اوږد شوی او اوږدوالی يی نژدی پنځه زره کيلومترو ته رسيږی. د پروګرام په نننی کړۍ کې به د لوی دېوال له مينه وال او لارښوونکی ښاغلی وانګ باو سره له نژدی لوی دېوال وګورو.

ښاغلی وانګ باو د داخلی مغوليستان په ګو يانګ کې زيږيدلی دی. د پروګرام په نننی برخه کې د لوی دېوال هغه برخه وګورو چې د ګو يانګ د تيان شنګ چنګ په کلی کې پرته ده. دغه برخه دوه زره کاله مخکی جوړه شوې او تراوسه په ښه توګه ساتل شوې وه. په لار کې ښاغلی وانګ د دغه کلی د وګړو د مهربانی په اړه خبرې وکړې او ويی ويل:

(لومړی اواز)

په دغه ځای کې خلک ډير مهربانه دي. که تاسو غواړي يو ځای ته ولاړ شئ نو ځايی خلک به تاسو هغه ځای ته ورسوي. که تاسو تږی وی نو دوی به تودې اوبه درکړي.

د لوی دېوال د ابادۍ بهير دوه زره کلونو ته رسيږی او اوږدوالی يی شاوخوا پنځه زره کيلومترو دی چې ساری يې د خلکوپه تاريخ کې لږ ليدل کيږی.

د تاريخی سند له مخې ، د چين لومړی امپراطور چين شي هوانګ د چين د ټولو خاورو له نيولو وروسته دری لکو سرتيريو ته امر ورکړ شو چې په شمال کې د شيونګ نو په نامه

د ملی لږکيو د مخنيوۍ لپاره لوی دېوال جوړ کړي. د لوی دېوال دغه برخه چې دوه زره دوه سوه کاله مخکی د چين شي هوانګ امپراطور له خوا جوړه شوې ده چې لاتراوسه پاتی ده. له دې څخه د چين د نيکونو هوښياري څرګنديږی .

د داخلی مغولستان د باو تو ښار په ګو يانګ ولسوالی کې پروت لوی دېوال هماغه لوی دېوال دی چې د چين شي هوانګ امپراطور له خوا جوړ شوی و.

ښاغلی وانګ باو وويل چې د لوی دېوال د دغې برخې په شمال کې د مغولی لويه صحرا ده.

(دوهم اواز)

موږ تيان شنګ چنګ کلی ته له رسيدو وروسته لوی دېوال ونه ليده بلکې ګڼ شمير وړوکی غرونه. ښاغلی وانګ باو په لار کې وويل چې کله چې هغه د لومړی ځل لپاره لوی دېوال وليد، په پښو يی د يوې اوونۍ لار وهلی وه .

(درېيم اواز)

هره ورځ مې شل متره لار ووهله او د يوې اوونۍ لار مې وهلې وه. ما له ځان سره اوبه او ډوډۍ هم وساتله. له يوې اوونۍ وروسته زه ډير ستړی شوم.

ښاغلی وانګ باو د دغه کار د يادونې په ترڅ کې وويل چې د غره په سر کې باد ډير سخت و . په پيل کې له ده سره ځينی ملګری هم وو خو د لارې په نيمه کې دوی بيرته ستانه شول. يوازی وانګ باو تر پايه ټينګ هوډ کړی و. ځکه چې هغه له لوی دېوال سره ډيره مينه لري او غواړي په خپل وطن کې د لوی دېوال په اړه لازيات معلومات ترلاسه کړي. هغه په دې اړه پوښتنې لري چې دوه زره کاله مخکی خلکو څرنګه لوی دېوال ابادی کړ.

(څلورم اواز )

له څو دقيقو وروسته موږ يو کنګل سيند وليد. د وانګ باو د ګوتې په نيولو سره موږ لوی

دېوال پيدا کړ. هغه د غرونو پر لمنونو پروت دی او ليری ځای ته اوږديږی.

موږ ټول ډير خوشحاله يو. يو ملګری وويل:

(پنځم اواز )

اوس زموږ تر پښو لاندی د فنګ هوو تای په نامه د لوی دېوال يوه برخه ده. دغه برخه شاوخوا شپږ يا اووه متره جګوالی لري. په تيره زمانه کې کله چې سرتيريو به دوښمن وليد، دوی به پر فنګ هوو تای باندی اور وسوځوه. دغه راز د سرتيريو قوماندان يا نور ځواکونه داسی معلومات ترلاسه کړل چې دوښمنان به بريد وکړي. د داخلی مغولستان په لوړه کې لوی دېوال د چين امنيت وساته.اوس تاسو يی يوازی وياړ احساسولی شئ.

په دغه وخت کې موږ له خوشحالۍ څخه ډکه سندره هم وايو:

(شپږم اواز )

د ١٥ کيلومترو شوګې (صحرا )او لس کيلومترو اوبه ..............

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای