CRI Online

د ښکلي ګوانګ شي په نامه د سيالۍ لومړی برخه____يو ښکلی سيند او په شاو خوا کې يې په زړه پورې طبيعی منظرې

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:54:53

د ګوانګ شي د جوانګ قوم د خپلواکې سيمې ګوی لين ښار د سيلانۍ نړيوال مشهور ښار ګڼل کېږي چې په کې ښکلی طبيعی منظری شته. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ګوی لين په اړه معلومات وړاندی کړم.

د نننۍ پروګرام په سر کې به تاسو ته دوې پوښتنې وړاندې کړو. لومړۍ د ګوی لين ښار د سيلانۍ چارو نښه څه ده؟ دوهمه د لي جيانګ په نامه د سيند اوږدوالی څومره دی؟ تاسی يې په نننۍ کړۍ کې ځوابونه پيدا کولای شئ.

ګوی لين ښار د لي جيانګ د طبيعی منظرې سيمه په مرکز کې پروت دی. دغه سيمه په شمال کې له شينګ ان ولسوالۍ څخه پيل او يانګ شو ولسوالې ته رسېږي. لي جيانګ سيند د دغې سيمې له شمال څخه جنوب ته تيرېږي. په دغه سيمه کې ډيرې په زړه پورې منظرې شته چې په کې ډيره مشهوره منظره د شيانګ بې شان په نامه غونډۍ ده چې بڼه ئی د فيل پوزې ته ورته ده او دغه غونډۍ د ګوی لين ښار د سيلانۍ چارو نښه ګڼل کېږي.

د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د سيلانۍ چارو پرمختګ او د سيلانيانو شمير زياتوالی د چاپيريال پر ساتلو باندی ډير زيات فشار راوړی. خو په ګوی لين ښار کې هوا تل تازه او پاکه او د لي جيانګ سيند اوبه تل رڼې وي. د ګوی لين ښار د سيلاني چارو ادارې چارواکي جن يون چون په دې اړه وويل چې اړوندو خواوو د ګوی لين

ښار د ايکولوژيکې چاپيريال د ساتلو لپاره کوښښ کړی دی. ده وويل ( اواز١)

د چاپيريال ساتل تر نورو ډير مهم کار ګڼل کېږي. موږ هيڅکله له هغو پروژو څخه ملاتړ نه کوو چې د چاپيريال د ساتنې د پلټنې لخوا نه وی منظور شوي. اوس په ګوی لين ښار کې هغو فابريکو ته د پرمختګ اجازه ورنه کول کېږي چې ډيره ککړتيا چاپيريال ته رسوي. موږ د عالی او عصری علمي صنعتي چارو د پرمختګ لپاره هڅې کوو.

کله چې له ګوی لين ښار څخه ووځئ، ډير زيات سلانيان د لي جيانګ سيند څخه په تېرېدو يانګ شو ولسوالي ته رسېږي. ځکه چې په دغه سيمه کې منظری د ګوی لين ښار په پرتله لا په زړه پورې دي. لي جيانګ سيند د ګوی لين په شمال کې د ماو ار شان په نامه له غره څخه سرچينه اخلي او اوږدوالی يې څه باندی څلور سوه کيلومتره دي. د ګوی لين ښار او يانګ شو ولسوالي ترمنځ د سيند واټن دری اتيا کيلومتره دی چې په دواړو غاړو کې يې منظرې ډيرې ښکلې دي او په نړۍ کې داسی لومړۍ لويه سيمه ده چې د کارسټ توپګرافی لري په بله ژبه ډېرې ډبرينې سمڅې پکې ليدل کېږي. د المان سيلانی هرماوا هايرتي وويل ( اواز٢)

لي جيانګ سيند ته له رسيدلو مخکې مې ډير زيات عکسونه ليدلی وو. خو دا ځای د هغو عکسونو په پرتله لا هم ښکلی دی. زما په ټاټوبۍ کې هم د دې په شان منظره شته. که څه هم دغه سيمه لويه نه ده، خو تر نورو ډيره په زړه پورې ده.

لي جيانګ سيند د ماښام د رارسيدو په وخت کې په يوه طبيعی صحنه بدلېږي چې د دوو کيلومترو په اوږدوالی د لي جيانګ په سيند کې د نجلۍ ليو سان جي د يادونې په نامه د سمندرو او نڅاوو لويه ننداره تر سره کېږي. ( اواز٣)

څه باندی شپږ سوه لوبغاړي په دغه ننداره کې ګډون کوي، خو زياتره لوبغاړيو ځانګړې روزني نه دي تر لاسه کړي. دوی ټول د يانګ شو ولسوالي بزګران دي. دغه ننداره په اوياوو دقيقو کې نندارچيانو ته د لي جيانګ سيند په شا و خوا سيمه کې د

ملی لږکيو بزګرانو ساده ژوند څرګندوي.

کله چې دغه ننداره وګورئ، سيلانيان عموماُ په يانګ شو ولسوالي کې پاتې کېږي. په دغه ولسوالي کې يو لرغونی واټ شته چې شي جيای نومېږي. د دغه واټ تاريخ يو زر او څلور سوو کلونو ته رسيږی.

ښاغلي الف يونګ چي پنځه کلونه مخکې له استراليا څخه چين ته راغلی په شي جيای کې ژوند کوي. هغه نه يوازی له ځای نجلۍ سره واده وکړ، بلکې د بوفالوبار په نامه يو بار يې نيستی. الف يونګ وويل چې هغه به تل په شي جيای واټ کې ژوند وکړي. ده وويل ( اواز٥)

ما په تېرو پنځو کلونو کې دلته ژوند کړې و او ډيره مينه مې ورسره درلوده. هر څوک له ډيرو زياتو دوستانو سره پيژندلای او خبرې کولای شي. د يانګ شو منظره ډيره په زړه پورې ده. په تېره بيا په دوبی کې په سيند کې لامبو وهلی شي. نو ما پريکړه کړې چې د تل لپاره ژوند پکې. اوس زه خپل اولاد لرم او ښه ژوند کوم.

ګرانو اوريدونکو، د نننۍ کړۍ تر پای مخکې به يو ځل بيا تاسو ته ياد شوی دوې پوښتنې تکرار کړو. لومړی د ګوی لين ښار د سيلاني چارو نښه څه ده؟ دوهم د لي جيانګ سيند عمومی اوږدوالی څومره دی؟ تاسي موږ ته خپل ځواب رااستولی شئ. په اسلام اباد کې موږ ته په دې پته ليکونه راواستوي: G.P.O.post box No.2017 اسلام اباد، پاکستان. زموږ د بريښنا ليک پته ده: pushtu@chinabroadcast.cn

کرانو اوريدونکو، د په زړه پورې ګوانګ شي په نامه د سياليو په اړه د ځانګړيو پروګرامونو لومړی برخه په همدې ځای پای ورسيد. ستاسو د کاميابی او خوشحالی په هيله!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای