CRI Online

د ښکلي ګوانګ شي په نامه د سيالۍ څلورمه برخه __ ښکلي ساحلی سيمه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:54:53

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او د ښکلي ګوانګ شي په نامه د سيالۍ ځانګړي څلورم پروګرام اوريدو ته مو هر کلی کوم. په ننني پروګرام کې به تاسو ته د ګوانګ شي د ښکلې سمندري سيمې په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم. د پروګرام په پيل کې به دوی پوښتنې وکړم: لومړی د چين د جينګ قوم ډير دروند او له شوق څخه ډک جشن څه دی؟ دوهم په ګوانګ شي کې د کوم ښار چاپيريال ډير ښه دی چې په هوا کې يې ډير اکسيجن د شته؟ تاسی يې د ننني پروګرام په اوريدلو سره سم ځوابونه پيدا کولی شئ.

په چين کې ډير زيات قومونه اوسيږي او جينګ قوم يو له هغو څخه دی چې نفوس يې يوازی شل زره تنه دی. جينګ قوم د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکي سيمې په دونګ شينګ ښار کې اوسېږي. اوس موږ دونګ شينګ ښار ته ځو او د جينګ قوم ځانګړی ساحلی کلتور به احساس کړو.

ګرانو اوريدونکو، دغه سندره چې تاسی واوريده، د جينګ قوم د يو ډول ځانګړی موسيقی الې له خوا غږول شوی ده چې دو شيان چين نومېږي او يوازی يو تار لري. دونګ شينګ ښار د چين او ويتنام په سرحدی سيمه کې پروت دی او جينګ قوم وګړي نسل په نسل د کب نيولو له لارې خپل ژوند تيروي.

د هان قوم په شان پسرلۍ جشن، دوان وو جشن او جونګ چيو جشن سره بېره د جينګ قوم د ډير شوق او مينې جشن ها چانګ جې جشن دی چې د چين د کرهڼيزی جنترۍ له مخی د هر کال د جون لسمه نېټه له دغه جشن سره برابر دی.د سيلانۍ

لارښوونکې يانګ جينګ هونګ د ها چانګ جې جشن په اړه داسی معلومات ورکړل. دې وويل د ها چانګ مانا سندره ويل دي. د جينګ قوم وګړي د سندره ويلو له لارې خپل احساس څرګندوي.

کله چې د ها چانګ جې جشن په وخت کې د جنګ قوم وګړي ډيرې ښکلی جامې اغوندي، د ها ټينګ په نوم ځای کې سندره وايی او نڅا کوي چې د دونګ شينګ ښار له مرکز څخه پنځلس کليومتره واټن لري.

له دونګ شينګ ښار څخه د سمندری غاړې سره سم ختيځې خوا ته ځو، موږ د چين جو ښار د سان نيانګ وان په نامه سمندری غاړې ته رسيدلی شو. په دغه ځای کې يو ډول سپين سمندری سرکوزي کتلی شي چې د چين په نامه نومېږي، ځکه چې د دغه ډول سمندری سرکوزي د بدن زياتره برخه سپينه ده او ګېډه او لکۍ يې ګلابی رنګ لري. په دغه ځای کې د دغه ډول سمندری سرکوزي شمير سلګونو ته رسېږي. سيلانيان د بيړۍ له لارې په سمندر کې له نژدی څخه هغه سرکوزي ليدلای شي.

د سان نيانګ وان په نامه سمندری غاړې په اړه يوه ښکلی کيسه شته وايې چې ډير پخوا درې نارينه وو او په سمندر کې يې کبان نيول. خو کورته بېرته ستانه نه شول. ښځو يې هره ورځ د سمندر پر غاړې خپلو نارينه وو ته انتظار کاوه. ډيره اوږده موده وروسته دغې ښځې په دريو ډبرو بدلې شوې. کب نيوونکيو د دغو ښځو د يادونې لپاره دغه ځای نوم سان نينګ وان کيښود چې په چيني ژبه سان درې، نيانګ ښځه ده.

اوس به موږ بې های ښار ته ولاړ شو. بې های ښار ډير ښه چاپېريال لري چې هوا او اوبه يې ډيرې پاکې دي، په دوبی کې يې هوا توده او په ژمی کې سړه نه وي. د دغه ځای په هوا کې د اکسيجن اندازه د هېواد منځنيو ښارونو په پرتله پنځوس او سل ځله زياته بلل کېږي چې له امله دغه ښار يو ډير مشهور ښار ګڼل کېږي. د امريکا سيلاني جوني لوپ له دغه ښار سره ډيره مينه لري او په دې هکله يې وويل

بې های ډير ښکلی دی. خپلو دوستانو ته وايم چې خامخا بې های ښار ته ولاړ شئ، دا يو ډير ښه ځای دی.

ګرانو دوستانو، د نننۍ کړۍ تر پای مخکې به يو ځل بيا تاسو ته ياد شوي دوې پوښتنې تکرار کړو. لومړی د چين د جينګ قوم له ډير شوق څخه ډک جشن کوم يو دی؟ دوهم په ګوانګ شي کې د کوم ښار چاپيريال ډير ښه دی چې په هوا کې يې ډير اکسيجن شته؟ تاسي موږ ته خپل ځواب رااستولی شئ. په اسلام اباد کې موږ ته په دې پته ليکونه راواستوي: G.P.O.post box NO.2107 اسلام اباد پاکستان. زموږ د بريښناليک پته ده: pushtu@chinabroadcast.cn

ګرانو اوريدونکو، د په زړه پورې ګوانګ شي په نامه د سياليو په اړه د ځانګړيو پروګرامونو څلورم برخه په همدې ځای پای ته ورسيده. ستاسو د کاميابۍ او خوشحالۍ په هيله!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای