CRI Online

د ښکلي ګوانګ شي په نامه د سيالۍ درېيمه برخه __ د چين د ګوانګ شي ښکلې سرحدی سيمه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:54:53

ګرانو دوستانو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او د ښکلي ګوانګ شي په نامه د سيالۍ ځانګړي درېم پروګرام اوريدو ته مو هر کلی کوم . په نننۍ پروګرام کې به تاسو ته د ګوانګ شي د ښکلی سرحدی سيمې په اړه لنډ معلومات وکړم. د پروګرام په پيل کې به دوې پوښتنې وړاندی کړم چې لومړی د جوانګ قوم د موسيقی د يوې لرغونی الې نوم څه دی؟ دوهمه د ده تيان په نامه اوبځوړ د چين او کوم هېواد د پولو په اوږدو کې پروت دی؟

د ګوانګ شي له مرکز نان نينګ ښار څخه لويديځی خوا ته له نيم ساعت منزل وروسته د چون ځو ښار نينګ مينګ ولسوالۍ ته رسېدای شی چې ويتنام ته نژدی پرته ده . په دغه ولسوالۍ کې د ځو جيانګ سيند په غاړه د غرونو په لمنو کې ډېر لرغونی انځورونه ليدل کېږي او ښايې دوه زره کاله مخکې د جوانګ قوم د نيکه ګانو لخوا انځور شوي وی.

کله چې بيړۍ له سيند څخه تېرېږي، د دواړو غاړو په غرنيو لمنو کې د سره رنګ انځورونه ليدای شی چې اکثريت يی له وګړيو، څارويو، توکيو او نښو څخه جوړيږي او تر ټولو لوی تصوير څلويښت متره لوړوالی او دوه سوه متره پلنوالی لری. دا تر اوسه يوه معما ده چې د جوانګ قوم نيکه ګانو په کومه لاره او کوم رنګ په دغه لوړو لمنو کې انځورونه کښلي او رنګونه يې د زرو کلونو په تيريدو سره نه دی له منځه ندي تللی ؟

کله چې بيړۍ له سيند څخه تېرېږي، سيلانيان کله نا کله د جوانګ قوم د نجونو

لخوا ليدل کېږي په زړه پورې سندرې اوري.ددوي په لاسونو کې د موسيقې يوه داسي اله نيول شوې چې تيان چين نومېږي او د جوانګ قوم ځانګړی موسيقی اله ګڼل کېږي. ګرانو اوريدونکو، اوس به تاسي د تيان چين له غږ سره يو ځای يوه سندره واورئ چې ښکلی ګوانګ شي نومېږي. ( اواز٢)

له نينګ مينګ ولسوالۍ څخه لويديځی خوا ته د موټر له يو ساعت مزل وروسته ويتنام ته نژدی د چين سرحدی ښار پينګ شيانګ ته رسېږئ. د دوستۍ په نامه برج پينګ يانګ ته د سفر په ترڅ کې د ليدو وړ ځای دی او د دواړو هېوادونو د وګړيو ترمنځ د تګ راتګ يوه مهمه لار ده . زموږ خبريال له يوې ډلې ويتنامي دوستانو سره مخامخ شو چې دوی د زده کړې او يا هم کار د پای ته رسيدلو له امله بيرته خپل وطن ستنيږي . د دوی سره چيني ملګري لي های شيا زموږ خبريال ته وويل سيلانيان زموږ د شرکت بس په سپرلو ويتنام ته ځي . اوس مهال زيات شمير ويتناميان چين ته راځي ، دوی د کار او يا زده کړې لپار ه شن جنګ او دونګ ګوانګ ښارونو ته ځي .

د دوستې جګ برج د غره په شا ولاړ دی او له لرغونۍ زمانې راهيسې دلته يو ستراتيژيک ځای دی . د نولسمې پيړۍ په پای کې چيني پوځ فرانسوي تيري کوونکيو ته ماتې ورکړې وه . اوس د دوستۍ برج په وړاندی د توپونو درولو ځايونه هم ګڼ شمير سيلانيان جلبوي او دوی ته څرګندېږي چې ارام ژوند په اسانۍ توګه نه شی تر لاسه کېدای.

له پينګ شيانګ څخه شمال خوا ته د موټر له دوو ساعتو مزل وروسته به د چين او ويتنام ترمنځ يوې بلې لويې ولسوالۍ ته رسېږي چې دا شن شيان نومېږي. په

دغه ولسوالۍ کې دوې مشهورې طبيعی منظرې تر سترګو کېږي چې يوه يې د مينګ شه تيان يوان په نوم ښکلی باغ او بله يې د ده تيان په نامه اوبځوړ دی. د ده تيان په نامه اوبځوړ د چين او ويتنام په سرحدی سيمه کې پروت دی، د دغه اوبځوړ پلنوالی سل متره او لوړوالی يې اتيا متره دی چې په اسيا کې د لومړنی او په نړۍ کې د دوهم داسي اوبځوړ په توګه شهرت لری چې د دوو هېوادونو ترمنځ واقع دی . په دوبي کې د دغه اوبځوړ اوبه ډېرې دي او له لوړ ځاي څخه د کښته کېدو په مهال غټ شرهار اوريدل کېږي. ( اواز٣)

سيلانی مېرمن لين يونګ جن چې له تايوان څخه ګوانګ شي ته راغله ، وويل: ( اواز٤)

دا ځای د ليدو وړ ځای دی چې غرونه يی شنه دي او اوبځوړ يی ښکلی دی . د اوبځوړ اوبو اندازه له فصل او د باران له اورښت سره تړاو لري. که باران زيات وی دلته به ښايی لا ښکلی وي.

ګرانو دوستانو، د ښکلي ګوانګ شي په نامه د سياليو په اړه د ځانګړيو پروګرامونو د درېيمې برخې په پای کې به تاسو ته دغه دوه پوښتنې بيا تکرار کړو چې لومړی د جوانګ قوم د موسيقی د يوې لرغونی الې نوم څه دی؟ دوهمه د ده تيان په نامه اوبځوړ د چين او کوم هېواد د پولو په اوږدو کې پروت دی؟

تاسي موږ ته خپل ځواب رااستولی شئ. په اسلام اباد کې موږ ته په دې پته ليکونه راواستوي: G.P.O.post box No.2017 اسلام اباد، پاکستان. زموږ د بريښنا ليک پته ده: pushtu@chinabroadcast.cn

کرانو اوريدونکو، د په زړه پورې ګوانګ شي په نامه د سياليو په اړه د ځانګړيو پروګرامونو لومړی برخه په همدې ځای پای ورسيد. ستاسو د کاميابی او خوشحالی په هيله!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای