CRI Online

په ژمی کې د کرين مرغه د کتلو لپاره څاو های ته سفر.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:54:53

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او چين ته د سفر پروګرام نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. څاو های د لوړې سيمې يوه لنده ځمکه ده چې د چين په ګوی جو ولايت کې پرته ده. هر ژمی څه باندی سلګونه زره مرغان له شمال څخه دغې سيمې ته کړه کوي چې د ژمي له ساړه څخه ځې او يو تود کور مومي. د دغو مرغانو ترمنځ يو ډول ډير کم موندل کېږي چې هې جينګ هه نومېږي او غاړه يې توره وي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د څاو های په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

څاو های چې د لوړې سيمې لنده ځمکه او په لوړه سيمه کې د چين درېيم لوی بی مالګې جهيل دی د چين د هوی جو ولايت د وی نينګ د يی قوم، هوی قوم او مياو قوم په خپلواکه ولسوالۍ کې پروت دی. په څاو های کې ډير ډولونه نباتات او څارويان ژوند کوي، نو ډير مرغان په ژمی کې هلته کړه کوي.له يوې شمېرنې سره سم هر کال څه باندی دوه سوه او دری ډولونه مرغان څاو های ته رسېږي او شمير يې له سل زره څخه اوړي. نو څاو های په چين کې د نباتانو سمندر او د مرغانو جنت ګڼل کېږي.

د ژويو مينه وال ښاغلي چن جيان د روان کال په سر کې د بېلا بېلو ښکلو مرغانو د کتلو لپاره څاو های ته ورسيد. ده وويل: موږ په يوه کوچنۍ بيړۍ کې له څاو های جهيل څخه تېرېدو. د څاو های پراخوالی پنځه ويشت مربع کيلومترو ته رسېږي. کله چې بيړۍ له جهيل تېريږي، يوازی اوبه ګورې چې غاړې يې نه ليدل کېږي، يوه ډيره ښکلی منظره وي.

په څاو های کې نه يوازی په زړه پورې طبيعی منظری شته، بلکې د هې جينګ

هه په نامه يو ډول مرغه هم هلته شته. ښاغلي چن وويل چې د هې جينګ هه په نامه مرغه ډولونه په نړۍ کې ډير کم موندل کېږي او يوازی په چين کې اوسېږي.اوس په نړۍ کې يوازی د چين د چينګ های او تبت او د يون نان او ګوی جو په لوړو سيمو او د سه چوان ولايت په شمالی برخه کې دغه مرغان موندل کېدی شي. کله چې خبريال له ښاغلي سره خبرې کولې، د مرغانو چڼه هار د ښاغلي چن پاملرنه ورجلب کړه. ښاغلي چن وويل دغه غږ د هی جينګ هه ځانګړی اواز دی.

د معلوماتو له مخې د روان کال له جنوری راهيسي، د هې جينګ هه څه باندی يو زر او دوه سوه مرغان د چينک های او تبت له لوړې سيمې څخه هوی جو ته رسيدلی چې دغه شمير د پخوا په پرتله ډير زيات دی. څاو های په ساړه ژمی کې د هې جينګ هه لپاره په يو توده کور بدل شوی دی. ځايي حکومت د هې جينګ هه د ساتلو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي. د وی نينګ ولسوالۍ د چاپيريال ساتنې څانګې مشر وانګ ليانګ وويلموږ څو تدبيرونه نيولي دي. د بېلګې په توګه، لومړی د څاو های د شا و خوا سيمې اوسيدونکو ته د څاو های او د هې جينګ هه د ساتلو مهمه مانا او ارزښت په اړه معلومات ورکوو. دوهم، حکومت هې جينګ هه ته خوراکونه برابروي. درېيم، د هې جينګ هه د ښکار په ګډون د ناقانونه فعاليتونو د مخنيوۍ لپاره مو تدبيرونه نيولي چې له مخې يې. په تېرو څو کلونو کې هې جينګ هه په څاو های کې ښه ژوند کړی دی.

دغه راز ځايی حکومت د چاپيريال ساتنې ذهنيت د خپرولو لپاره هڅې کوي چې ځايي اوسيدونکو ته د کسانو او چاپيريال او د کسانو او مرغانو ترمنځ د همغږي ژوند په اړه معلومات خپاره کړي. اوس ځايي اوسيدونکي د مرغانو ساتلو ته ډيره پاملرنه کوي. ښاغلي جيانګ فو های چې د څاو های په شا و خوا سيمه کې اوسېږي وويل: څو کلونه مخکې مو له دغو مرغانو سره مينه نه درلوده، ځکه چې تل يې زموږ غلودانو ته زيان رساوه. اوس د حکومت له خوا د معلوماتو خپرولو له لاري پوه شوي يوو چې دغه ډول مرغان ډير کم موندل کېږي، نو موږ يې بايد وساتو.

د روان کال په ژمی کې ګوی جو ولايت د سړې هوا او واورو له سختو ناورينونو سره مخامخ و. ځايی وګړي هره ورځ هې جينګ هه ته يو زر او پنځه سوه کيلوګرامه غله دانه برابروي چې عمومي اندازه يې له ديرش ټنو څخه اوښتې ده. د ځايی اوسيدونکو له خوا د ساتنې په رڼا کې د هې جينګ هه شمير هر کال په سلو کې څلور زياتېږي.

اوس د وی نينګ په کوچنيو او منځنيو ښوونځی کې چاپيريال ساتنه د يو ډول رسمي درس په توګه ټاکل شوې ده. دغه راز ګوی جو ولايت د څاو های د ساتلو لپاره د ځنګلونو د جوړولو په ګډون يو لړ تدبيرونه نيولي دي چې له مخې يې د څاو های په شاو خوا سيمه کې چاپيريال ښه شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای