CRI Online

د شي ان ښار د ډبرينو تختو موزيوم

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:55:03

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او چين ته د سفر پروګرام نننۍ کړۍ ته مو هرکلی کوم.د چين د شان شي ولايت په شي ان ښار کې د ډبرينو تختو يو موزيم شته چې د چين د خطاطۍ او حکاکی هنرونو مقدس ځای ګڼل کېږي.

ډبرينو تختو د چين په لرغونی تمدن کې مهم رول لوبولی دی. ډيره اوږده موده مخکې د چين لرغونو وګړيو تل د پېښو او شيانو د يادونې په موخه پر ډبره تصويرونه او ليکنې حکاکي کړې دي.چينايان هغې ډبرې ته (( بی )) وايې چې ليکنې او تصويرونه حکاکي شوي وي. دغه ډبرينې تختې نه يوازي د چين تاريخ يادونه کوي، بلکې د چين د لرغونې خطاطۍ هنر څرګندوي.

د شي ان د ډبرينو تختو موزيم پخوا يوازی د لرغونو ډبرينو تختو د ساتنې ځای و او ګام په ګام د يو ځانګړی موزيم په توګه جوړ شو چې تر نورو ډيرې زياتې ډبرينې تختې په کې ساتل کېږي. د دغه موزيم مشر جاو لي ګوانګ وويل چې د ډبرينو تختو د ساتنې ځای په توګه د دغه موزيم تاريخ له يو زر او اووه اتيايم کال څخه پيل کېږي چې اوس نهه سوو کلونو ته رسيدلی دی. ده وويل د چين د شمالی سونګ د يوان يو امپوراتوری دورې په دوهم کال يعنی يو زر او اووه اتيايم کال کې د چارواکي ليو دا جونګ په مشرۍ يو شمير مشهوری ډبرينې تختې د ساتلو په موخه دغه ځای ته انتقال شوي دي چې له مخې يې د اوسنی موزيم جوړولو ته زمينه برابر شوې ده. له دې وروسته دغه ځای د چين د جين، يوان، مينګ او چينګ په امپواتورې دورو کې څو څو ځله ترميم او بشپړ شوی دی او اوسنۍ بنه

او اندازه يی ګام په ګام جوړه شوې ده.

په دغه موزيم کې د لرغونو ډبرينو تختو شمير څه نا څه څلور زر دی چې په تېرو دوه زره کلونو کې په بېلا بېلو امپوراتوري دورو کې حکاکي شوې دي. د جاپان د يو پوهنتون پروفيسر ياماموټو کينجي له دغو ډبرينو تختو سره ډيره علاقه لري. دی وايې دغه ډبرينې تختې ډېر مهم تاريخي اثار دي او په دغه ساحه کې زموږ د څېړنې په اړه هم ډير ارزښتناک توکي ګڼل کېږي.

د دغه موزيم په څو ډبرو باندې بهرنۍ ليکنې هم پيدا شوې چې د نړيوالو ټولنو پاملرنه يې راجلب کړې ده. ځګه چې دغه ليکنې د لرغوني چين، اروپا او منځنی اسيا ترمنځ د تګ راتګ د څيړنې په اړه ارزښتناک توکی ګڼل کېږي.

دغه راز نندارچيان له دغو ډبرينو تختو څخه نه يوازي د چين تاريخي معلومات تر لاسه کولای شي، بلکې د چين د خطاطۍ هنر په ښه توګه پيژندلای شي. په دغه موزيم کې يو شمير ليکنې د چين د مشهورو لرغونو خطاطانو لخوا ليکل شوې چې په تېره اوږده موده کې دخطاطۍ د زده کړې په اړه ښه اثار ګڼل کېږي. د تايوان د چاو يانګ علمي پوهنتون پروفيسرې مېرمن دي هوی لينګ د دغو ډبرينو تختو د يادونې په وخت کې وويلکه څه هم د شي ان د ډبرينو تختو موزيم تاريخ يوازی نهه سوه او شل کاله دی، خو په کې د چين پنځه زره کلن تاريخ او تمدن هم شامل دی. د خطاطۍ هنر د چين يو ډول ځانګړی کلتور ګڼل کېږي. د دغو ليکنو هنري ارزښت په ريښتنی توګه په ډبرو کې پاتې او ساتل شوی دی.

د شي ان د ډبرينو تختو موزيم په چين کې د بهرنيانو لپاره د سيلانۍ له

پنځوسو ډيرو ارزښتناکو ځايونو څخه شميرل کېږي. اوس هره ورځ زرګونه سيلانيان له دغه ځای څخه ليدنه کوي.

دغه موزيم تياري نيسي چې د موزيم پراخوالی د زياتولو لپاره دری سوه مليون يوانه پانګه ولګوي چې پراخوالی به يې د اوسني پراخوالي دوه برابره وي.

ګرانو اوريدونکو، که تاسي غواړئ د شي ان د ډبرينو تختو موزيم ته ولاړ شئ، نو تاسو ته يو څه لارښوونه کولی شم. دغه موزيم د شي ان ښار پر سان شيو لاره پروت دی. دغه موزيم ته د ننوتلو ټيکيټ بيه ديرش يوانه ده او هره ورځ د سهار له اته نيمو بجو څخه د ماښام تر شپږ نيمو بجو پورې پرانيستلی وی. د ډبرينو تختو پر موزيم سر بېره په شي ان ښار کې ډير زيات نور تاريخي اثار هم شته او شي ان د سيلانۍ يوه ښه موخه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای