CRI Online

د هان يانګ لينګ موزيوم

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:55:03

ګرانو اوريدونکو! السلام علکيم ! چين ته د سفر پروګرام ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. په دغه پروګرام کې به د چين د بېلابېلو ځايونو په اړه تاسو ته اړوند معلومات وړاندی کړو. هيله لرم چې دغه پروګرام ستا خوښ شي.

د چين په لويديځ د شان شي ولايت له مرکز شي ان ښار څخه شمال خوا ته د چين د هان په نامه د امپراطوری سلسلې د امپراطورانو هديره پرته دي . له دې جملې څخه هان يانګ لينګ تر اوسه ١٢زره کلن تاريخ لري. لينګ په چينی ژبه کې د امپراطور قبر معنی لري. اوس د هان يانګ لينګ پر ماڼۍ يو موزيوم جوړ شوی چې په چين کې د امپراطور قبر پر ځای لومړی عصری موزيوم ګڼل کيږی. د پروګرام په نننې کړۍ کې به موږ له نژدی څخه دغه موزيوم سره وګورو.

هان يانګ لينګ شل مربع کيلومتره پراخوالی لري چې په کې د امپراطور او ملکې دوه قبرونه شامل دي. د هانګ سلسله د چين په تاريخ کې دوهمه امپراطوری سلسله وه چې يوولس تنه امپراطوران يی درلودل. د هانګ يانګ لينګ موزيوم يوې لارښوونکې جانګ بۍ وويل چې هان يانګ لينګ د يادې شوې سلسلې د څلورم امپراطور ليو چي له خوا جوړ شو. هغې وويل:

(لومړی اواز)

امپراطور ليو چي د لوړې تر پورته کولو څلور کاله وروسته د دغه قبر په جوړولو پيل وکړ. له ١٢ کلونو وروسته امپراطور ليو چي مړ شو. د ده زوی امپراطور ليو چه د دغه قبر جوړولو ته دوام ورکړ . بالاخره په ٢٨ کلونو کې دغه قبر بشپړ شو.

په هانګ يانګ لينګ کې د امپراطور او ملکې په بدرګه لږ ترلږه ١٩٠ اضافی وړوکی

قبرونه هم شته. دغه وړوکی قبر دری متره ژوروالی او دوه اعشاريه څلور متره پراخوالی لری چې په کې ګڼ شمير مجسمې پرتې دي.

لارښوونکې جانګ وويل:

(دوهم اواز)

دغه مجسمې کلالي دي او لاسونه يی د ونو له لرګيو جوړ شوي دي. دوی ښکلی جامې هم لري. داسی مجسمې په بله نړۍ کې د امپراطور خدمتګاران دي.

جانګ بۍ زياته کړه چې د چين د لومړی امپراطور چين شي هوانګ د قبر پرته په هانګ يانګ لينګ کې داسی مجسمې ترټولو لويه پيمانه لري. د چين شي هوانګ په قبر کې د کلالۍ مجسمو په پرتله په هان يانګ لينګ قبر کې د مجسمو بڼې خوشحاله او مهربانه ښکاري . د دغه موزيوم مرستيال يان شين جي وويل چې دا د هماغه وخت له ټولنيزو حالاتو سره تړاو لري. په هغه وخت کې ټولنه سمسوره او خلکو هوسا ژوند درلود. نو مجسمه جوړونکو خپل احساسات د دغو مجسمو پر بڼو کښلي وو.

هغه وويل:

(درېيم اواز)

د هان يانګ لينګ مجسمې او د چين شي هوانګ قبر مجسمې دوه څرګندې بېلګې دي. د چين شي هوانګ قبر مجسمې بريالی او ټينګې بڼې لري خو د يانګ لينګ مجسمې ساده او نرمې بڼې لري.

داسی مجسمې څرنګه جوړه شوې؟ له دغه قبر څخه په نژدی سيمه يعنی د هان سلسلې په تاريخی پلازمېنه کې د مجسمو ډير شکلونه پيدا شوی دی. نو ويل کيږی چې داسی مجسمې په چانګ ان ښار کې جوړې شوې او هان يانګ لينګ ته وليږدول شوې.

د دې ترڅنګ په هان يانګ لينګ کې د کرنې سامان الات، مهمات او غلې دانې هم پيدا

شوې دي.

لارښوونکې جانګ وويل:

(پينځم اواز)

په دغه لار کې دری زيرمې شته. په کين هوا هغه زيرمه تراوسه لاهم تړل کيږی. نورې دوې زيرمې خلاصې شوې دي چې په کې نخود، غنم او اوربشی هم شامل دی.

د معلوماتو له مخې، اوس د هان يانګ لينګ قبر يوازی لږې برخې خلاصې شوې دي . که ټول قبر خلاص شي نو ١٥٠ کلونو ته اړتيا لري. د دغه قبر د ساتلو لپاره د موزيوم ټولې ودانی تر ځمکو لاندی جوړې شوې او له قبر څخه د ښيښې له لارې جلا شوې دي.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای