CRI Online

ښکلی سه چوان ولايت لومړی برخه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:54:53

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! ښايی چې تاسو د چين د سه چوان ولايت په اړه دومره زيات معلومات ونه لرئ خو تاسو بايد پنداګان ښه پېژنئ. دغه ژوی ډير په زړه پوری دی چې زيات خلک ور سره مينه لري. د سه چوان ولايت د پنداګانوټاټوبی دی.

د دې ترڅنګ په سه چوان ولايت کې هوانګ لونګ سيمه چې په نړۍ کې جنت ګڼل کيږی، او د هه مۍ او له په نامه غرونه چې د بودايزم دوه مشهور ځايونه هم دي، او د سن شينګ دوی په نامه تاريخی ميراث چې دوه زره کلن تاريخ لري او په ناڅاپه توګه له نړۍ څخه ورک شوی و، ليدل کيږی.

که تاسو غواړئ د دغه ولايت په اړه لازيات معلومات ترلاسه کړئ نو مهربانئ وکړئ زموږ د پروګرام دغه لړۍ واورئ . د چين نړيواله راډيود ٢٠٠٨ کال د ديسمبر له ١١ نيټې څخه د ٢٠٠٩ کال د اپريل تر ١٥ نيټې پوری چين ته د سيلانۍ په خپرونو کې يو لړ پروګرامونه خپاره کړي. تاسو هم کولی شئ چې د چين نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې د ويب سايټ له لارې دغه پروګرام واورئ او وګورئ. له تاسو څخه غوښتنه کوو چې په اړونده معلوماتی سيالی کې هم ګډون وکړئ. موږ به غوره شويو اوريدونکو ته جايزې هم ورکړو. ستاسو برياليتوب په هيله!

ګرانو دوستانو! کله چې تاسو په سه چوان کې وی نو بايد د دغه ولايت د جيوجای ګو او هوانګ لونګ له دوو سيمو څخه ليدنه وکړئ . دغه سيمې په چين کې د خلکو يو جنت ګڼل کيږی.

د پروګرام په پيل کې تاسو ته دوه پوښتنې وړاندی کيږی. لومړی، جيوجای ګو د خپلو نهو تبتی کليو له امله شهرت موندلی دی که نه ؟

دوهم، جيو جای ګو او هوانګ لونګ دواړه سيمې د نړۍ د طبيعی ميراث په ليست کې شامل شوي دي که نه ؟ مهربانئ وکړئ زموږ دغه پروګرام ته پام وکړئ ځکه ځوابونه يی په همدغه پروګرام کې شامل دي.

(لومړی اواز)

د جيوجای ګو په نامه ښکلی منظرې لرونکی سيمه د چين د سه چوان ولايت په لويديځ د ابا په نامه د تبتی قوم په خپلواک ښار کې پرته ده. په دغه غرنی دره کې نهه تبتی کلی موجود دي. جيو يعنی نهه او جای د کلی معنی لري نو دغه سيمه د نهو کليو له امله د جيوجای ګوو په نوم ټاکل شوې وه.

له اسرائيلو څخه مسافر ښاغلی نيروهيم په چين کې بلد دی. هغه له بيجينګ، شانګ های او جه جيانګ څخه ليدنې کړې دي . کله چې هغه جيوجای ګو ته ورسيد، حيران شو او وويل:

(دوهم اواز)

دغه ځای د چين ترټولو ښکلی ځای دی. ما په نورو سيمو کې دومره ښکلی ځای نه دی ليدلی . د دغه ځای هر شی ځانګړی ښکلا لري.

(درېيم اواز)

د دې ترڅنګ د جيوجای ګو سيمې اوبه هم ډيرې مرموزې دي. اوبه د دغې سيمې روح ګڼل کيږی. په دغه سيمه کې شاوخوا زر لوی يا کوچنی جهيلونه ليدل کيږی. ځايی خلک دوی ته های زه وايی چې د سمندر زوی معنی لري.

له جاپان څخه مسافر ښاغلی موريشيتا وويل :

(څلورم اواز)

ما په جاپان کې د جيوجای ګو په اړه ځينی ويډيو کتلې وی. خو طبيعی او رښتينی منظرې

نورې هم ښکلی دي. په جاپان کې داسی جهيلونه هم شته خو د دغه ځای جهيلونه ډير ښکلی دي.

دغه ځای په ١٩٩٢ کال کې د م م د يونسکو سازمان له خوا د نړۍ د طبيعی ميراثو په ليست کې شامل شوی و.

(اووم اواز)

د جيوجای ګو ترڅنګ يو بل ښکلی ځای هم موجود دی چې هوانګ لونګ سيمه نوميږی. دغه ځای په ١٩٩٢ کال کې له جيوجای ګو سره يو ځای په ياد شوی ليست کې هم شامل شوی و. دغه سيمه د سمندر له سطحې څخه ٤٠٠٠ متره لوړوالی لري. دغه راز اړوندې څانګې اوس په دی سيمه کې د مزی لار هم جوړوی .

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده . خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای