CRI Online

ښکلی سه چوان ولايت دوهمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:54:53

د سن شينګ دوی په نامه مرموز تاريخی ځاي

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! ښايی چې تاسو د چين د سه چوان ولايت په اړه زيات معلومات ونه لرئ خو حتمأ پنداګان ښه پېژنئ. دغه ژوی ډير په زړه پوری دی چې زيات خلک ور سره مينه لري. د سه چوان ولايت د پنداګانوټاټوبی دی.

د دې ترڅنګ په سه چوان ولايت کې هوانګ لونګ سيمه چې په دنيا کې جنت ګڼل کيږی، او د هه مۍ او له په نامه غرونه چې د بوديزم دوه مشهور ځايونه هم دي، او د سن شينګ دوی په نامه يو تاريخی ځای چې دوه زره کلن تاريخ لري او ناڅاپه له نړۍ څخه ورک شوی و، ليدل کيږی.

که تاسو غواړئ د دغه ولايت په اړه لازيات معلومات ترلاسه کړئ نو مهربانئ وکړئ زموږ د پروګرام دغه لړۍ واورئ . د چين نړيواله راډيود ٢٠٠٨ کال د ديسمبر له ١١ نيټې څخه د ٢٠٠٩ کال د اپريل تر ١٥ نيټې پوری چين ته د سيلانۍ په خپرونو کې يو لړ پروګرامونه خپاره کړي. تاسو هم کولی شئ چې د چين نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې د ويبپاڼې له لارې دغه پروګرام واورئ او ولولئ. له تاسو څخه غوښتنه کوو چې په اړونده معلوماتی سيالی کې هم ګډون وکړئ. موږ به غوره شويو اوريدونکو ته جايزې هم ورکړو. ستاسو برياليتوب په هيله!

ګرانو دوستانو! اوس موږ تاسو ته دوه پوښتنې وړاندی کړو. لومړی، د سن شينګ دوی په نامه دغه ځای په تيره زمانه کې د څو کلونو لپاره سمسور شوی و؟ دوهم، په دغه تاريخی ځای کې کوم توکی د هغه وخت د پرمختللي صنعتی او هنري سويې يوه نښه ده، له قيمتی ډبرو يا له ميسو څخه جوړ شوي توکی؟

(موسيقی)

په تيره زمانه کې دغه ځای د سن شينګ کلی نوميده چې د شو نومی د يوه کوچنی هيواد پلازمينه هم وه . دغه ملک له نن ورځ څخه پنځه يا دری زره کاله دمخه موجود و. د سن شينګ دوی تمدن د دوه زره کلونو لپاره سمسور شوی و. د سن شينګ دوی تاريخی ځای د کشف کيدو له امله د شو نومی کوچنی هيواد تاريخ د پخوانی اټکل له مخی دوه زره کاله مخکی شوی دی او له دې څخه هم څرګنديږی چې د سن شينګ دوی تمدن په استازيتوب د يانګ ځه سيند تمدن او د ژيړ سيند تمدن په شان د چينی تمدن يوه څانګه ده.

د سن شينګ کلی د چين د جنوب لويديځ په سه چوان ولايت کې پروت دی چې د دغه ولايت له مرکز چنګ دو ښار څخه د مونږ له لارې يو ساعت واټن لري. په ١٩٧٩ کال کې دغه تاريخی ميراث د يو بزګر له خوا کشف شوی دی. اوس په دغه ځای کې د سن شينګ دوی په نوم يو لوی موزيوم جوړ شوی دی.

د دغه موزيوم کيسه ويونکې ميرمن چيو شوی چينګ وويل چې دغه تاريخی ځای د شمال عرض البلد په ديرش درجه کې پروت دی او د شمال عرض البلد ديرش درجې په کرښه کې ډير مرموز ځايونه ليدل کيږی. دی وويل:

(لومړی اواز)

په دغه کرښه کې د جومولانګ ما غر، د مايا تمدن ميراث او د برمودا مرموز مثلث سيمه ليدل کيږی. سين شينګ دوی د چين په جنوب لويديځه سيمه کې يو لرغونی کوچنی هيواد و چې ترټولو زيات تاريخی ميراث او اوږد تاريخ لري.

له فرانسې څخه يو سيلانی ښاغلی هومبرټ دروز په دغه موزيوم کې له يو مسی ونې سره ډيره مينه لري. هغه وويل :

(درېيم اواز)

داسی تاريخی ميراث په فرانسه کې نندارې ته وړاندی شو. که څه هم زه پوهيږم چې چين لرغونی

تاريخ لري خو کله چې ما يو ځل بيا داسی توکی وليدل لاهم حيران شوم.

ويل کيږی چې له مسو څخه جوړ شوی توکی د سن شينګ دوی تاريخی ځای د ميراثو يوه وتلی نښه ده چې د هغه وخت پرمختللی صنعتی او هنری سويه څرګنديږی.

د دغه موزيوم د مشر مرستيال ښاغلی جانګ جي جونګ وويل:

( اووم اواز)

بېلابېل سيلانيان د سن شينګ دوی له لرغونی او مرموز کلتور سره ډير مينه لري چې د يانګ ځه سيند تمدن يوه ځلانده ملغلره ده. د دغه ځای تاريخی ميراث په نړۍ کې بی ساری دی چې د ختيځ او سه چوان ځانګړتياوې لري.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای