CRI Online

ښکلی سه چوان ولايت پنځم برخه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:54:53

د سه چوان ولايت خوندور خوراکونه

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! ښايی چې تاسو د چين د سه چوان ولايت په اړه زيات معلومات ونه لرئ خو حتمأ پنداګان ښه پېژنئ. دغه ژوی ډير په زړه پوری دی چې زيات خلک ور سره مينه لري. د سه چوان ولايت د پنداګانوټاټوبی دی.

د دې ترڅنګ په سه چوان ولايت کې هوانګ لونګ سيمه چې په دنيا کې جنت ګڼل کيږی، او د هه مۍ او له په نامه غرونه چې د بوديزم دوه مشهور ځايونه هم دي، او د سن شينګ دوی په نامه يو تاريخی ځای چې دوه زره کلن تاريخ لري چې ناڅاپه له نړۍ څخه ورک شوی و، ليدل کيږی.

که تاسو غواړئ د دغه ولايت په اړه لازيات معلومات ترلاسه کړئ نو مهربانئ وکړئ زموږ د پروګرام دغه لړۍ واورئ . د چين نړيواله راډيود ٢٠٠٨ کال د ديسمبر له ١١ نيټې څخه د ٢٠٠٩ کال د اپريل تر ١٥ نيټې پوری چين ته د سيلانۍ په خپرونو کې يو لړ پروګرامونه خپاره کړي. تاسو کولی شئ چې د چين نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې د ويبپاڼې له لارې هم دغه پروګرام واورئ او ويی لولئ. له تاسو څخه غوښتنه کوو چې په اړونده معلوماتی سيالی کې هم ګډون وکړئ. موږ به غوره شويو اوريدونکو ته جايزې هم ورکړو.

ګرانو دوستانو! اوس تاسو ته دوه پوښتنې وړاندی کوم: لومړی، د سه چوان ولايت خلک له کومې مزې سره ځانګړی مينه لري؟ دوهم، په سه چوان کې د هغه خوراک نوم څه دی چې د وريجو دری ګردي توپونه او لږڅه سوره بوره په کې شامل دی. مهربانی وکړئ د پروګرام دغه برخه واورئ او ځوابونه يی په دغه پروګرام کې شامل دي.

سه چوان ولايت د چينايانو په نظر کې د خوندورو خوراکونو يوه سرچينه ده. د سه چوان خوراک د چينی خوراک يوه عمده څانګه هم ګڼل کيږی. د دې ترڅنګ د سه چوان خلک په ځانګړې توګه له ترخې مزې سره مينه لري. لامل يی څه دی؟ د سه چوان پوهنتون پروفيسر ماو جيان هوا وويل چې دغه دود د سه چوان له تاريخ او جغرافيايی حالاتو سره تړاو لري.

(لومړی اواز)

سه چوان ولايت د يوې کاسې په شان دی او هوا يی لنده ده. ترخۀ توکي د ځايی خلکو د روغتيا لپاره ګټور دي.

د ابتدايی شميرنې له مخې، سه چوان څه دپاسه څلور زره ډوله خوراکونه لري، د بېلګې په توګه، ګونګ باو جيدينګ ، يوو شيانګ ژوی سه او ماپو توفو. د ماپوتوفو په اړه يوه کيسه هم شته. د چنګ دو ښار د لاو فانګ زا په نامه د يو رستورانټ منيجر وانګ بينګ وويل چې ماپوتوفو څه دپاسه سل کاله تاريخ لري.

(دوهم اواز)

سل کاله دمخه په چنګ دو کې يو کوچنی رستورانټ شته . خاوند يی ښاغلی چن و. ځکه چې د ده ښځې پر مخ ځينی تورې دانې شته، نو خلکو دی ته (ما پو) وويل. ماپو په چينی ژبه کې يعنی پر مخ دانې لرونکی ښځه ده. ما پو توفو له کفته شويو غوښو سره پخيږي او دغه خوراک د خلکو ډير خوښ دی. اوس دغه خوراک ډير شهرت لري.

په سه چوان کې يو وړوکی خوراک چې سن دا پاو نوميږی هم ډير مشهور دی. سن دا پاو په چينی ژبه کې يعنی دری لویې توپ ډوله ګولۍ دي. پروفيسر ماو جيان هوا وويل چې دغه خوراک يعنی د وريجو پر توپ سره بوره اچول کيږی. د ده نوم په اړه يوه کيسه داسی وايی:

(شپږم اواز)

لومړی د وريجو توپونه جوړيږی. بيا دغه توپونه پر يوه مسی تخته ګۍ باندی ټکی واهي. غږونه يی د ګولۍ د ويشتلو په شان دي. نو دغه خواړه سن داپاو يعنی دری لویې توپ ډوله ګولۍ دي.

سمه ده، ګرانو دوستانو، زه به نننی دوې پوښتنې يو ځل بيا تکرار کړم: لومړی، د سه چوان ولايت خلک له کومې مزې سره ځانګړی مينه لري؟ دوهم، په سه چوان کې د هغه خوراک نوم څه دی چې د وريجو دری ګردي توپونه او لږڅه سوره بوره په کې شامل دی.

ګرانودوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای