CRI Online

يوه په زړه پوری علاقه داري _ هه شون

cri     (GMT+08:00) 2009-12-09 11:05:58

ګرانو اورېدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د پروګرام په دغه کړۍ کې تاسو ته د چين د جنوب لويديځ د يون نان ولايت د يوې لرغونی علاقه دارۍ هه شون په اړه چې شپږ سوه کلن تاريخ لري، څه ناڅه معلومات درکړم.

هه شون علاقه داري (Heshun) د يوان نان (Yunnan)ولايت د باو شان(Baoshan) ښار په تنګ چونګ ولسوالی (Tengchong)کې پرته ده.

کله چې تاسو هه شون علاقه دارۍ ته ورسيږی نو په لومړی وخت کې په زړه پوری لرغونی کورونه او ښکلی لويې ونې تر سترګو کيږی. ځايی خلک کله کله تر ونو لاندی پر ډبرينو څوکيو کښېني او سره خبرې او د زړه خواله کوي. دغه علاقه داري د يو پارک په شان ده.

په دغه علاقه دارۍ کې يو ډول ابادي د ليدو وړ ده چې شي يي ټينګ يعنی د جامو مينځلو کوډله نوميږی. داسی کوډلې د هه شون له لرغونی تاريخ سره نژدی تړاو لري. هه شون د چين د جنوب په سرحدی سيمه کې پروت دی چې له ميانمار سره ورڅيرمه دی. په لرغونی زمانه کې د هه شون سيمې نارينه د سوداګرۍ لپاره جنوبی يا جنوب ختيزې اسيا ته تلل. دغو نارينه وو په کور کې د ښځو لپاره د سيندونو پر غاړه د جامو منځلو کوډلې جوړې کړې. اوس دغه کوډلې په ښه توګه ساتل شوي چې بېلابېل سبکونه هم لري.

وخت ژر تيريږی. د دغو کوډلې جوړونکو خپلې سترګې پټې کړې وي خو تر دغو کوډلې لاندی د جامو منځلو غږونه لاهم اوريدل کيږی. په لويو ښارونو کې د ګڼې ګوڼې پرته ځايی خلک خپل طبيعت ساتي. ښځې لاهم د سيندونو پر غاړه په کوډلو کې جامې منځي. يوه ځايی مېرمن چې جاو شيو شينګ نوميږی، وويل، چې که څه هم اوس په کور کې د جامو منځلو ماشين شته خو هغه غواړي چې يادو شويو کوډلو ته ولاړ شي. دی وويل:

زه هره ورځ د جامو منځلو لپاره کوډلو ته ځم. د جامو منځلو ماشين ډېر بريښنا غواړي . د دې ترڅنګ زه په کوډلو کې له خپلو نورو ملګرو سره خبرې هم کولی شم. دا د خوښۍ وړ ده. په کوډلو کې خبرې کول يو کورس يا د يوې غونډې په شان دی چې په زړه پوری او ګټورې دی.

په هه شون علاقه داري کې ژور کلتوری سبک هم احساس کيدای شی. د چين په بېلابېلو علاقه داريو کې ترټولو لوی او لرغونی کتابتون په هه شون کې موجود دی.

د هه شون په کتابتون کې اتيا زره کتابونه ساتل کيږی چې په کې ډېر ارزښتناک کتابونه شامل دي. اوس په هه شون علاقه داري کې د دايمی اوسيدونکو شمير شپږ زره دی چې له دې جملې څخه څه ناڅه دری زره تنه د دغه کتابتون د لوستونکو غړي دي. د دغه کتابتون پخوانی مشر څون ماو هونګ د دغه کتابتون د تاريخ د يادونې په ترڅ کې وويل چې د هه شون خلک پوهنې او روزنې ښوونې ته په درنه سترګه ګوري. هغه وويل:

د تېرو څو سوو کلونو په بهير کې زموږ مشران پوه شول چې علمونه او ښوونې روزنې د ټاټوبی له پرمختګ سره نژدی تړاو لري. نو دغه کتابتون په ١٩٢٨ کال کې جوړ شو.

په دغه کتابتون کې يو لوستونکی ښاغلی ليو فو چينګ وويل چې هغه هره ورځ له کار وروسته دغه ځای ته راځي چې ورځپاڼې يا مجلې لولي. د ده په اند د دوی د نيکه ګانو له خوا جوړ شوی دغه کتابتون د ځايی خلکو لپاره ژور او ګټور رول لوبوي.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای