ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د يو ځانګړی ښار يان ان په اړه چې د چين د انقلاب مقدس ښار ګڼل کيږی، څه ناڅه معلومات وړاندی کړم.
يان ان ښار د چين د شمال لويديځ د شاان شي په ولايت کې پروت دی. د امريکا د مشهور خبريال ايدګار سنو په هغه مشهور کتاب کې چې نوم يی تر سور ستوری لاندی چين دی، د دغه ښار په ځانګړې توګه يادونه شوې ده. له ١٩٣٥ کال څخه تر ١٩٤٨ کال پوری د چين کمونېست ګوند د دغې سيمې په مرکز د چين انقلاب مشري کوله. اوس په يان ان ښار کې دری سوه او پنځوس ځايونه د چين د انقلاب د يادونې ځايونه دي.
ګرانو دوستانو! همداوس هغه سندره د يو ځايی سندرغاړي له خوا کوم چې په باو تا شان کې ويل شوې. باوتا شان چې د يان ان يوه نښه ګڼل کيږی، د سيلانۍ وړ يو ځای دی. باتا يعنی د پلاز برج دی. دغه برج زر کاله دمخه جوړ شوی چې ٤٤ متره جګوالی لري. له دغه برج څخه د ټول ښار منظره ليدل کيږی.
د دې ترڅنګ په دغه ښار کې د خرما پارک يو بل د ليدو وړ ځای دی چې د يان ان ښار په شمال لويديځه برخه کې پروت دی. د دی له نوم څخه څرګنديږی چې په دغه پارک کې د خرما ډېرې ونې ليدل کيږی. په دغه پارک کې کيسه ويونکې وويل:
د ١٩٤٣ کال په اکتوبر کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزی کميټې سکريتريت له يانګ جيا لينګ څخه دغه ځای ته بدل شو. د ماو ځه دونګ او جو ان لای په ګډون مشرانو په دې ځای کې کار کولو. په دغه ځای کې د رئيس ماو ځه دونګ پخوانی کور تر ټولو د ليدو وړ ځای دی.
د خرما په دغه پارک کې د هېواد د بېلابېلو ځايونو سيلانيان ليدل کيږی. ميرمن وو لي جون له شين جيانګ څخه راغلې ده. دې وويل:
يان ان زموږ په زړه کې د انقلاب يو مقدس او درناوي وړ ځای دی. په دغه ځای کې زموږ د انقلابی مشرانو د کار کولو بڼې ياديږی چې يو ګټور کار دی.
په دې سيمه کې د انقلابی ځايونو نه پرته د چينی ملت د نيکه هوانګ دي امپراطور مزار او د ژيړ سيند مشهور ابشار هم په يان ان ښار کې پروت دی.
د هوانګ دي امپراطور د چين د لومړنی ټولنې په وروستی دوره کې يو وتلی په وطن مين مشر و چې د چينی ملت د تمدن نيکه د هم ګڼل کيږی. هر کال د ده په مزار کې د ده يادونې لپاره فعاليتونه ترسره کيږی. په دې اړه ځايی لارښوونکی وويل:
دغه مزار څه دپاسه دری نيم متره جګوالی او دوه سوه مربع متره پراخوالی لري. خلک په دې ځای کې د نيکه ګانو برياليتوبونه يادوي.
په دغه مزار کې د جلغوزي يوه لرغونې ونه هم موجوده ده چې پنځه زره کلن تاريخ لري او په نړۍ کې د جلغوزي ونو مور په حيث ګڼل کيږی.
د دې ترڅنګ د هو کو په نوم ابشار په چين کې يو ډېر مشهور ابشار دی چې پلنوالی يې پنځوس مترو ته رسيږی. په چين کې دوهم لوی ابشار هم بلل کيږی.
ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. يان ان ښار ستاسو هرکلی کوی! خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |