CRI Online

ايا غواړئ له های نان داو ټاپو څخه ليدنه وکړئ

cri     (GMT+08:00) 2010-01-04 21:17:24

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای های نان داو ټاپو ته ولاړ شو.

های نان ولايت د چين په جنوب کې پروت دی. په دغه ټاپو کې د کوپرې ونې ډېرې ليدل کيږی نو دغه ټاپو د کوپرو ټاپو هم بلل کيږی. د دې ترڅنګ د دغه ولايت مرکز های کوو ښار هم د کوپرو ښار ګڼل کيږی. دغه راز کوپره د های نان ولايت يوه نښه هم ګرځيدلې ده. که تاسو های نان ولايت ته ولاړ شئ، بايد په خپله کوپرې وخورئ.

په های نان ولايت کې په لومړی وخت کې د کوپرې ونې تر سترګو کيږی. د کوپرې ونې جګې او مستقيمې دي او پاڼې يی پلنې لويې دي چې د چترۍ په شان دي. کوپرې په های نان ولايت کې د يو کال په څلورو موسمو کې ميوې لري.

کوپرې ډېر غذايی توکي لري. په های نان ولايت کې کارپوه چن چينګ په دې اړه وويل:

کوپره په تودو سيمو کې مشهوره مېوه ده. د کوپرې دننه خوا مغز او شربت ډېر غذايی توکي لري چې د خلکو د بدن لپاره ډېر ګټور دی.

وايی چې د کوپرې هره برخه ښه شی ده. کله چې کوپرې پخې شي منځ يی له شربت څخه ډک وي چې ډېر شرين هم وی. له سی چوان ولايت څخه اغلی څاو له کوپرې سره ډېره مينه لري. دی په دې اړه وويل:

زه د کوپرو له مغز سره ځانګړې مينه لرم. خوند يی ممپلی ته ورته دی.

په تود دوبی کې د سمندر پر غاړه د ساعت تيری په وخت د کوپرو شربت څښل يو ډېر په زړه پوری کار دی.

د کوپرو د ښه خوند نه پرته د کوپرو مغز او شربت طبی رول هم لري. کارپوه چن چينګ په دې اړه وويل:

د کوپرو غذايی ارزښت ډېر لوړ دی. د چين د عنعنوی طب له مخې د کوپرو مغز د خلکو د ګيډو لپاره ډېر ګټور دی. ښاغلی چن زياته کړه چې ځايی خلک په خپلو ډوډيو کې کوپرې هم ډېر کاروي. هغه په دې اړه وويل:

له کوپرې څخه ډېر خوراکونه جوړيږی. د بېلګې په توګه کوپرې له چرګ سره ښوروا ګډوي او له وريجو سره پلو هم ترې جوړوي .

دغه خوراکونه يوازی په های نان ولايت کې ليدل کيږی چې ډېر غذايی توکي هم لري. هغه کسان چې بدن يی ضعيف وي بايد هغه خوراکونه خوري چې کوپرې او چرګ په ګډه جوړ شوي وي . وايی چې دغه ښوروا کسان غښتلی کولی شي.

که څه هم کوپرې ښې دي خو ځينی کسان بايد ډېرې کوپرې ونه خوري. ښاغلی چن په دې اړه وويل:

هغه کسان چې دننه په بدن کې ګرموالی لري ، ډېرې کوپرې ونه خوري. ځکه چې کوپرې د هغو کسانو لپاره چې په بدن کې ګرموالی زياتوي، چې ورته ښه نه دی .

په های نان کې په هر ګوټ کې کوپرې ليدل کيږی. کله چې تاسو بس تمځای کې انتظار باسئ نو تر څنګ يی په دوکان کې يوه کوپره واخلئ چې د کپرې شربت څښل د خوښۍ وړ کار ګڼل کيږی. د شربت له څښلو وروسته تاسو کولی شئ چې د يوې پيالې په وسيله د کوپرې مغز هم خورئ.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. های نان ستاسو هرکلی کوي! خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای