CRI Online

په چنګ دوو ښار کې پنداګان

cri     (GMT+08:00) 2010-01-04 21:20:50

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. هيله دا چې تاسو د پروګرام تر پايه راسره پاتی شئ.

هغه حيوان چې پندا نوميږی، يوازی په چين کې پيدا کيږی او د چين يوه ځانګړې نښه هم بلل کيږی. د چين اکثر پنداګان د جنوب لويديځ د سه چوان په ولايت کې ژوند کوي. په دغه ولايت کې د پنداګانو د ساتنې ډېر مرکزونه هم جوړ شوي دي. داسی مرکزونه نه يوازی علمی ارګانونه بلکې د سيلانۍ وړ ځايونه هم دي.

هره ورځ له سهار نه د سيلانيانو ليکه د داسی مرکز په دروازه کې ولاړه ده. اوس د سه چوان ولايت د يوۀ پوهنتون ځينی محصلين په خوشحالۍ سره خبرې کوي. دوی هيله لري چې له نژدی څخه پنداګان وګوري.

ويل کيږی کله چې يوازې پنداګان خوشحاله وي، دباندی ته ووځي. هيله من يم چې دوی نن خوشحاله وي نو موږ ډېر څه پنداګان کتلی شو.

په ياد شوي مرکز کې ډېر شنه باڼسونه تر سترګو کيږی. دغه مرکز يو لوی غرني پارک په شان دی چې پنداګان په جلا جلا توګه په بېلو ځايونو کې ژوند وکړي. د دغه مرکز د کارکوونکي په قوله پنداګان نه خوښيږي چې هميشه په يو ځای کې ژوند کوي. دوی غواړي چې کله کله خپل استوګنځي بدل کړي چې ترې خوشحالي واخلي. په دې اړه د دغه مرکز کارکوونکې ميرمن هوانګ وويل:

ځکه چې پنداګان به خفه وي چې په يو اوږد وخت کې په يو ځای کې ژوند کوي نو موږ کله کله د دوی هستوګنځي بدلوو. د دې ترڅنګ موږ دوی ته د ټال او بالونو په ګډون لوبتکې برابرو.

اوس هوا ډېره سړه ده خو کتل کيږی چې پنداګان په خوشحالۍ سره دباندی لوبې کوي. سړه هوا د پنداګانو خوښيږی که نه ؟ ميرمن هوانګ په دې اړه وويل:

ژمی د دوی ډېر خوښيږی. په وحشی ځايونو کې د دوی هستوګنځي د باڼس په ځنګلونو کې موجود دي چې د سمندر له سطحې څخه له ١٥٠٠ مترو نه تر ٣٤٠٠ مترو پوری دی او د کال منځنی تودوخې د سانټی ګريډ تر شل درجې پورې وي . دوی ډبل او پړېړه پوستکی لري نو سړې هوا نه ډاريږي. په ژمی کې دوی اوږد خوب نه کوي.

پنداګان عموماً چاغ دي ځکه چې دوی له خواړو او خوب سره ډېره مينه لري. ويل کيږی چې د يوې ورځې په اکثر وخت کې پنداګان خواړه خوري او په نور وخت کې خوب کوي. ځينی سيلانيان پوښتنه کوي چې يوه پندا هره ورځ څومره باڼس خوري؟

ميرمن هوا په دې اړه وويل چې اته مليونه کاله دمخه پنداګانو غوښه خوړله خو په وروستيو اوږدو دورو کې يی ګام په ګام په خوړو کې بدلون راغلی چې په ځانګړی توګه باڼس خوري. خو دوی د خپلو اړتياوو سره سم بايد ډېر باڼس خوري. ميرمن هوانګ زياته کړه:

يوه پندا هره ورځ تقريباً شل يا ديرش کيلوګرامه باڼس خوري. خو دوی يوازی په سلو کې اووه لس غذايی توکي ترلاسه کوي. نو پنداګان بايد ډېر خواړه خوري.

ميرمن هوانګ هم وويل چې پندا ډېر هوښيار حيوان دي. دوی پوهيږي چې په کوم موسم او د باڼس کومه برخه ترټولو خوندوره ده. نو هره ورځ دوی ته شاوخوا پنځوس کيلوګرامه باڼس برابريږی او دوی له دغو خواړو څخه غوره والی کوي.

ګرانو دوستانو! که تاسو غواړئ پخپله پنداګان له نژدې وګورئ نو سه چوان ولايت ته سفر وکړئ! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای