CRI Online

د شانګهای په نړېوال نندارتون کې د اطريش د ودانۍ په اړه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2010-02-12 14:01:08

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. هيله ده چې تاسو د پروګرام ترپايه راسره پاتې شئ. که تاسو چين کې د سيلانۍ په اړه څه پوښتنې يا وړانديزونه لرئ نو مهربانی وکړئ چې زموږ په ويب سايټ خطونه وليکئ يا راته خپل بريښنا ليکونه راوليږئ چې زموږ د بريښناليک پته دا ده : cripashto@gmail.com

ګرانو دوستانو! کله چې تاسو دغه موسيقي اورئ نو ښايی چې اطريش دريه ياد کړي. اطريش د موسيقی يو ډېر مشهور هېواد دی. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای د شانګهای په نړېوال نندارتون کې د نندارې لپاره د اطريش له ودانۍ څخه ليدنه وکړو.

په ١٨٧٣ کال کې د اطريش په ويانا کې نړېوال نندارتون په بريالی توګه ترسره شوی و. نو د اطريش خلک له نړېوال نندارتون سره ځانګړی شوق ذوق لري. په شانګهای کې د اطريش ودانۍ د رئيس مرستيالې مل اړوند معلومات ورکړل او ويی ويل چې د دغې ودانۍ په لومړی طبقه کې به د تودوخې کچه د سانتی ګريد تر صفر لاندی منفی پنځلس درجې وساتل شي. هغې زياته کړه:

کله چې سيلانيان لومړی طبقې ته ننوځي ، يو غر به وګوري. پر ځمکه کنګل وي او واوره به هم اوريږي. سيلانيان دلته د واورو لوبې هم ترسره کولی شی. د دې ترڅنګ سيلانيان د عصری تکنالوژی له لارې له دغه نندارتون سره تبادله هم کولی شي.

د دې ترڅنګ د کارپوهانو په مرستو ، د اطريش په دغه نندارتون کې ګڼ شمير کامرې او نور سامان الات ځای پر ځای شوی دي. خلک به په دغه نندارتون کې ګومان او فکر وکړي چې رښتيا اطريش ته رسيدلی دي.

په اطريش کې ځنګلونه هم ډېر ليدل کيږی چې د دغه هيواد نيمه برخه ځنګلونه دي. اطريش به خپل ښکلی او په زړه پوری ځنګلونو په لرلو سره سيلانيان ورخپل کړي دي. د اطريش په دغه نندارتون کې به په ځنګلونو کې پاکه او تازه هوا احساس او د مرغانو غږ ونه هم اوريدل شي. ميرمن مل په دې اړه وويل:

سيلانيان له ياد شوی غر څخه له تيريدو وروسته دغه ځنګل ته ورسيږي. په دې ځای کې د مرغانو او سپيو غږونه اوريدلی شی. په دی ځای کې ځنګلونه کټ مټ د اطريش د ځنګلونو په شان دي او سيلانيان د کال څلور موسمونه احساسولی شي.

د دې ترڅنګ د اطريش ښاري بڼه به په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندی شي. د بېلګې په توګه د چاپيريال ساتنې اړوند تخنيکونه به نندارې ته وړاندی شي.

د اطريش د دغه نندارتون په دوهمه طبقه کې يو رستورانټ شته چې په کې د اطريش مشهور او خوندور خوراکونه سيلانيانو ته برابر او وړاندې کيږي.

ميرمن مل وويل:

ګرځندويان په دوهمه طبقه کې د اطريش خوراکونه ، بير او شرينی خوړلی شي. په دې پخلنځي کې اشپزان ټول اطريشی خلک دي. نو سيلانيان دلته رستينی اطريش احساسولی شي.

د دې ترڅنګ اطريش د موسيقۍ يو ټاټوبی ګڼل کيږی. البته د اطريش په نندارتون کې به د موسيقی په اړه ډېر شيان چمتو شي.

که تاسو غواړی له نژدی څخه د اطريش نندارتون وګورئ نو بايد په خپله شانګهای ته ولاړی شئ . دغه ښار ستاسو هرکلی کوي!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای