CRI Online

د شانګهای په نړېوال نندارتون کې د هسپانيا ودانی

cri     (GMT+08:00) 2010-03-07 19:41:13

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! هيله ده چې تاسو د پروګرام تر پايه راسره پاتی شئ. له موږ سره د اړيکو د ټينګېدو لپاره د پښتو څانګې بريښنا ليک پته دا ده: cripashto@gmail.com

ګرانو دوستانو! د شانګهای په نړېوال نندارتون کې د هسپانيا ودانۍ يوه لويه وداني ده چې د شانګهای نړېوال نندارتون پارک د سي په سيمه کې پرته ده. د دغې ودانۍ شکل ډېر ځانګړی دی چې د هسپانيا د ښځو د لمنې په شان ده. د دغې ودانۍ ډيزاين کوونکې مېرمن تګليابويی په دې اړه وويل:

زه فکر کوم چې بايد د دغې ودانۍ د ابادۍ په بهير کې د هسپانيا ملی سبکونه وشامل شي. هسپانيا يو هغه هېواد دی چې له پراخو انرژيو څخه ډک دی نو په دغه ودانۍ کې ليدل کيږي چې هر ځای د پام وړ ټکی لري.

د هسپانيا د ودانۍ پر يو دېوال باندی چينی شعرونه ليکل شوي دي. کله چې سيلانيان په دغه ودانی کې چکر وهي نو احساس يی د هسپانيا په رښتينې واټ کې وی.

هسپانيا ته د چين سفير جوبانګ زاو له دغې ودانۍ څخه له ليدنې وروسته وويل:

د هسپانيا ودانۍ دباندی بڼه د لرګيو يو بکس په شان ده. د معلوماتو له مخې، ډيزاين کوونکو د دغې ودانۍ په ډيزاين کې د چين د عنعنوی خطاطۍ او شاعرۍ سبک هم کارولي دي. دا د دواړو هيوادونو ترمنځ د تبادلې او تګ راتګ د پياوړتيا يوه نښه هم بلل کيږی.

په هر نړېوال نندارتون کې د نندارو محتويات يوه مهمه برخه ده . د هسپانيا د نندارتون عمده موضوعات زموږ د نسل په نسل ښار دی. د بېلابېلو عامو وګړو له لحاظه د هسپانيا د ښار بدلون څرګنديږي.

د نړېوال نندارتون د ترسره کېدو په موده کې به د هسپانيا دوديز خوراکونه هم مهم رول ولوبوي. د دغه هيواد مشهور اشپز لارومبي په دې اړه وويل:

ګرځندويان به په دغه نندارتون کې د هسپانيا بېلابېل خوراکونه وخوري د بېلګې په توګه د هسپانيا د سمندری ژويو وريجي او د روميان کيک .

د خوندورو خوراکونو نه پرته په زړه پوری سندرې او نڅاوې هم د سيلانيانو د پام وړ دي. هنری او کلتوری پروګرامونه به د هسپانيا د ودانۍ يوه مهمه برخه ده. هسپانيا پلان لري چې د دغه نندارتون په موده کې هره مياشت يوه لويه ننداره وړاندی کړي.

هسپانيا ته د چين سفير جوبانګ زاو دا نظر لري چې د شانګهای نړېوال نندارتون هسپانيا ته د خپل کلتور د څرګندولو يو ډګر هم برابر کړی دی. هغه په دې اړه وويل:

زه فکر کوم چې د شانګهای نړېوال نندارتون د چين او هسپانيا ترمنځ د متقابلې پېژندنې او باور د پياوړتيا او د خپلمنځيو اړيکو د نژدی کېدو لپاره ټينګ کلتوری بنسټ کېږدي.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای