CRI Online

د سيلانۍ چارو زيات شمير بهرني اداره کوونکي د سان يا ښار له خوا جلب شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2010-03-07 19:45:20

د چين په جنوب د های نان ولايت سان يا ښار يو مشهور سيلانی ځای دی. هلته لمر روښانه، هوا يې پاکه او د سمندر پر غاړې يې شګې سپينې او نرمې دي چې له همدغو ښېګڼو له امله زيات شمېر کورني او بهرني سيلانيان راجلبوي او زيات بهرنيان هلته په سيلانۍ چارو لاس پوری کوي. چين ته د سفر په ننني پروګرام کې به تاسو ته يو څو تنه بهرنيان دروپيژنو چې په سان يا ښار کې د سيلانۍ په چارو بوخت دي. په دغه ښار کې د سيلانۍ چارو د پر له پسی پرمختګ له امله د دوی کار و بار هم ورځ په ورځ ښه کېږي.

د روسيې سوداګر اندري چې په سان يا ښار کې د سيلانۍ يوه ايجنسي لري، اوس د سيمې يو مشهور شخصيت دی. څرنګه چې ده د های نان ولايت د سيلانۍ چارو د پرمختګ لپاره زيات خدمتونه تر سره کړي، نو د های نان ولايت حکومت له خوا يې د نارګيل په نامه جايزه اخيستې ده. دغه جايزه په هاي نان کې اوسيدونکو بهرنيانو ته تر ټولو لوړه ورکړل شوې جايزه ګڼل کيږي.

ښاغلي اندري د های نان ولايت او سان يا ښار ډيره ستاينه وکړه او په چينی ژبې يې وويل

د های نان ولايت ځانګړتياوې په دې ډول دي: لومړۍ، اقليم يې ډېر ښه دی. په ټول چين کې يوازی د های نان ولايت د سان يا ښار د تودې سيمې په اقليم پوری اړه لري. دوهمه، های نان ولايت په چين کې داسی يو ولايت دی چې نفوس يې له نورو نه ډېر کم دی. درېيمه، د های نان ولايت چاپېريال په ښه توګه ساتل شوی دی. بر سېره پر دې، دغه ولايت د اقتصاد يوه ځانګړی سيمه ده چې امتيازی تګلارې په کې پلی شوي دي، نو له امله يې زيات سيلانيان او سوداګران راجلب شوي دي.

د ښاغلي اندري په وينا دلته په پر له پسی توګه د راغلو روسانو شمېر د زياتوالي له امله د ده سيلانی ايجنسی سمسوره شوې ده. ده زياته کړه چې موږ اوس هره مياشت څه دپاسه زر تنه روسی سيلانيان منو. د اټکل له مخې به روان کال د های نان ټاپو ته د راغلو روسي سيلانيانو شمېر له يو سل او پنځوس زره تنو څخه واوړي او دغه شمېر به له نورو هېوادونو نه زيات وي.

بريتانوی ښاغلی پوبين ايدواردس د هوا يو هوټل عمومی مدير دی. دغه لوړ پوړی هوټل چې د های نان ولايت د امپراتوری ماڼۍ په نامه هم ياديږی، د سان يا ښار په مشهور يا لونګ وان تنګی کې پروت دی. په وروستيو څو کلونو کې دغه هوټل د غوره خدمتونو له امله دغه ښار ته زيات شمېر سيلانيان راجلب شوي دي. د ښاغلي پوبين په أند د هوا يو هوټل تر ټولو ښه هوټل دی. ده وويل

د دغه هوټل د ډيزاين په زړه پورې والی په دې کې دی چې د ودانۍ بهرنی بڼه دوديزې ځانګړتياوې لري، خو کوټې يې په عصری سامان ألاتو ښکلي شوي دي. دغه هوټل يو وړوکي ښار ته ورته دی چې رستورانتونه، بارونه، دوکانونه، ساتيری ځايونه او روغتونونه هم په کې شته دي.

د ښاغلي پوبين په أند، د زياتو اروپايی او امريکايی سيلانيانو لپاره های نان ټاپو يو نااشنا ځای دی، نو بايد دوی ته د دغه ټاپو په اړه زيات معلومات ورکړل شي.

نه يوازی سان يا ښار، بلکې د های نان ټول ټاپو زيات بهرني سوداګران راجلبوي چې په سيلانی چارو لاس پوری کړي او د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو سيلانيانو ته های نان ټاپو وروپيژني. د دغو بهرنيو سوداګرانو د کوښښونو او خدمتونو له امله د های نان ولايت د سيلانۍ چارو چټک پرمختګ کړی دی. د دغه ولايت د سيلانی چارو ادارې مشر ښاغلي جانګ چی څرګنده کړه د های نان ولايت به د لا پرانيستې رويې په غوره کولو سره د زياتو بهرنيو سوداګرانو هرکلی وکړي. ده وويل

په های نان ولايت کې د سيلانۍ چارې د دغه ولايت په اقتصادي پرمختګ کې د ملا تير رول لوبوي او نورو هيوادونو ته يې د دروازې پرانيستل د سيلانۍ چارو د سمسورتيا او أبادۍ لپاره د کلۍ ارزښت لري. له يوې خوا موږ بايد د نورو هېوادونو ځواکمنو ډلو، مشهورو هوټلونو او پياوړيو تصديو ته بلنه ورکړو چې په های نان ولايت کې د بنسټيزو تاسيساتو په جوړولو کې پانګونه وکړي، له بلې خوا بايد په بېلا بېلو هېوادونو کې زيات تبليغاتی فعاليتونه تر سره کړو چې په نړيواله ټولنه کې د های نان ولايت شهرت نور هم زيات شي.

ګرانو او محترمو اورېدونکو، چين ته د سفر نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي. روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای