CRI Online

د شان دونګ ولايت په يان تای کې د بای شي د کلتور تاريخی ځای

cri     (GMT+08:00) 2010-03-29 19:19:21

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم ! د يان تای ښار د چين په ختيځ شان دونګ ولايت کې پروت او د هوانګ او بو دوو سمندرونو سره غاړه لري او د چين د هوانګ په سمندر کې يوه ملغلره ګڼل کيږی .په دغه ښار کې د بای شي په نامه د کلتور يو تاريخی ځای شته چې د ښاری تمدن او د يان تای ښار سرچينه ګڼل کيږی . نو د پروګرام په نننی کړۍ کې به دغه ځای نژدی وګورو چې د څه دپاسه ٧٠٠٠ کلونو تاريخ لری .

دغه ځای د يان تای ښار د بای شي په کلی کې پروت دی او شاوخوا يې غرونه هم دی . ولی دغه تاريخی ځای په يو داسی کلی کې پروت دی چې دری اړخونه يی غرونه دي . د يان تای ښار د موزيم مشر وانګ شي پينګ د دغې پوښتنې په ځواب کې وويل :

دغه ځای له سمندر څخه دوه يا دری کيلومتره واټن لری او په يوه لوړه کې جوړ شوی چې د سمندر له سطحې څخه ٧٠ متره جګوالی هم لری . ولی دغه ځای په يوه داسی لوړه کې جوړ شوی دی ؟ ځکه چې د سمندر مالګينې اوبه دغه ځای ته نه شی رسيدلی . د دې ترڅنګ د کب نيونې لپاره سمندر ته تلل هم اسان دی . د دغه ځای تر شا په ځنګلونو کې ښکار هم کيدای شی .

په ١٩٧٢ کال کې په يان تای ښار کې د تاريخی اثارو يوه پوره څيړنه ترسره شوه چې په ترڅ کې يې د کلتور دغه تاريخی ځای هم پيدا شو. له څو ځله کيندنو او ترميمولو وروسته د لرغونی کلی په دغه ځای کې ډير شمير تاريخی اثار پيدا شوی دی . د علمی پلټنې له مخی د دغه لرغونی کلی د جوړېدو وخت ٧٠٠٠ کاله مخکی ټاکل شوی او دغه راز د بای شي په نامه د کلتور تاريخی ځای د چين په شان دونګ کې د کلتور تر ټولو لرغونی ځای ګڼل کيږی .

په دغه لرغونی کلی کې ډير تاريخی اثار پيدا شوی او اوس د يان تای ښار په موزيوم کې ښودل کيږی . که تاسو غواړی د بای شي کلتورونه په ژوره توګه پېژنئ نو هرومرو دغه موزيوم ته ولاړ شئ ! د يان تای ښار موزيوم د دغه ښار د مرکز په مين لن واټ کې دی . په تېره زمانه کې دغه موزيوم د فو جيان د وګړو مرکز و چې دې ته د ملکې ماڼۍ هم ويل کيږی . دغه ماڼۍ په شان دونګ کې د فو جيان ولايت د وګړو له خوا يو معبدی ودانۍ وه چې د سمندری ربې دريځ په کې ايښودل شوی دی. په ١٩٥٨ کال کې دغه مرکز يا ماڼۍ د يان تای ښار په موزيم بدله شوه .

په دغه موزيوم کې يوه نقشه شته چې له دې څخه د بای شي لرغونی کلی د شته والی تفصيلی معلومات څرګنديږی . د دغه موزيوم مشر وانګ شي پينګ وويل :

په لومړی پوړ کې کرنيزې ځمکې دي او تر دی لاندی نور څو پوړونه هم شته . تاسو ګورئ چې په دغو پوړونو کې اډوکی هم شته او له دی نه څرګندېږي چې په هغه وخت کې کورني ژوی هم ساتل کيدل . د بای شي لرغونی کلی د شته والي تر ټولو وختی زمانه په پنځه او شپږم پوړ کې ليدل کېږي.

په دغه لرغونی کلی کې ډير شمير تاريخی اثار کشف شوی چې له مخې يې د چين د شان دونګ د لرغونی کلتور د سرچينې څيړنې لپاره مهم معلومات برابر شوی دی . په دغو تاريخی اثارو کې يوه وړوکې ستنه شته چې ډير کوچنی سوری لری . په دې اړه د يان تای د ځای تاريخ پوه ښاغلی وانګ هوان لی وويل :

په هغه وخت کې فلزی توکی نه وو په ستنه کې دغه ډير کوچنی سوری څرنګه جوړه شوې ده. تر اوسه مو د دغې پوښتنې ځواب نه دی پيدا کړی . نو ويل کيږی چې پخوانی خلک ډير هوښيار وو .

د بای شي کلتور نه يوازی پر ځايی خلکو بلکې پر ډيرو سيلانيانو اغېزه کړې ده . له بېجينګ څخه سيلانی ښاغلی جو چي شين وويل :

دغه ځای ته له رسيدو مخکی ما ته معلومه نه وه چې يان تای دومره لرغونی تاريخ لری . ٧٠٠٠ کلونه مخکی زمونږ پلرونو او نيکه ګانو په دغه ځای کې ژوند کاوه چې د حيرانتيا وړ خبره ده. د دې ترڅنګ دغه ځای په ښه شان سره ساتل شوی چې ډير ارزښت لری .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای