CRI Online

په هانګ جو ښار کې د هه فانګ واټ

cri     (GMT+08:00) 2010-03-29 19:22:17

ګرانو او محترمو اورېدونکو، اسلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. چين لرغونی تاريخ لري، په تېره بيا ځيني ښارونه يې له څو زره کلونو مخکې جوړ شوي دي. چين ته د سفر په ننني پروګرام کې به له تاسو اورېدونکو سره يو ځای لرغوني ښار هانګ جو ته سفر وکړو او تاسو ته به په دغه ځای کې د چين د ځانګړي کلتور په اړه معلومات وړاندې کړو.

هانګ جو ښار د چين په جنوب ختيځ کې پروت دی او څه دپاسه دوه زره او دوه سوه کلن تاريخ لري. يو چيني متل وايی په اسمان کې جنت شته او پر ځمکې باندی هانګ جو ښار ليدل کېږي. د چينايانو په زړه کې هانګ جو ښار ډېر ښکلی دی. د دغه ښار د وو شان غره په لمن کې د هه فانګ په نامه يو واټ شته چې د هانګ جو ښار کلتور او تاريخ په کې څرګندېداي شي.

د هه فانګ واټ پلنوالی دوولس متره دی او اوږدوالی يې څلور سوه او شپېته مترو ته رسېږي.له اته سوه او اتيا کاله مخکې د نان سونګ په امپراتوري لړۍ کې هانګ جو ښار د چين پلازمېنه وه او هه فانګ واټ هغه مهال د پلازمېنې کلتوری او اقتصادی مرکزي سيمه وه. تر اوسه پوری په هه فانګ واټ کې د لرغونيو ودانيو ځانګړتياوې ساتل شوې دي چې د دواړو خواوو ټولې ودانۍ يې له لرګيو جوړې شوي او زياتره دوکانونه يې سوداګريزې چارې او د درملونو معاملې کوي. د دغه واټ د اداري کمېټې کارکوونکې مېرمن شان شيان پينګ وويل

د کال په ځينو وختونو کې په دغه واټ کې يو لړ فعاليتونه تر سره کېږي. د بېلګې په توګه، د پسرلي اختر په موده کې د معبد غونډه تر سره کېږي. دوديز کلتور او دودنه په دغه واټ کې څرګندېداي شي. سيلانيان په دغه واټ کې نه يوازي چکر کولای شي، بلکې د چين دوديز کلتور هم احساسولاي شي.

په هه فانګ واټ کې ځيني مشهور لرغونی دوکانونه ليدل کېږي. د بېلګې په توګه د باو هه تانګ په نامه درملتون چې په هانګ جو ښار کې ډېر زيات شهرت لري، د يوې اوږدې مودې لپاره يې په وړيا توګه بېوزليو کسانو ته د درملونو بسپنه ورکړې ده. بر سېره پر دې، د هو جيم

يو تانګ په نامه بل درملتون هم مشهور دی چې په ١٨٧٤ کال کې د مشهور سوداګر هو شو يان له خوا پرانيستل شوی او پراخوالی يې څلور زره مربع مترو ته رسېږي.

سيلانيان په دغه واټ کې نه يوازی لرغوني ودانۍ کتلای شي، بلکې رنګا رنګ خوندور ځانګړي خوراکونه خوړلای شي او هم له دوديزو لاسي مهارتونو څخه خوند اخيستلای شي. سپين ږيری جی چانګ اي چې پنځه اويا کلن دی، قندي مجسمې په جوړولو کې لوی لاس لري. نوموړی له تقاعد کېدو نه وروسته په دغه واټ کې قندی مجسمې جوړولو کار کوي.

ما په دغه واټ کې شپږ کاله کار کړی دی. د ماشومتوب پر وخت ما د قندی مجسمې په زده کړې پيل وکړ چې په دغه کسب تر اوسه پوری لس ګونه کلونه تېر شوي دي.

هه فانګ واټ د خپل ځانګړي کلتور له امله د بېلا بېلو هېوادونو زيات سيلانيان راجلبوي. اوس د دغه واټ پراخوالی له ديارلس اعشاريه شپږ هکتارو څخه اوښتی او د هانګ جو ښار د تاريخي، سوداګريز او ولسي کلتورونو يوه نښه ګرځېدلې ده. له ماليزيا څخه راغلي چينايی ښاغلي چياو وې چنګ د دغه واټ ډېره ستاينه وکړه او و يې ويل

دا زما لومړی ځل دی چې له دغه واټ څخه ليدنه کتنه کوم. دا يو ډېر ښکلی واټ دی.

اوس د دغه واټ اداري کمېټې يو نوی پلان جوړ کړی چې دغه واټ د ساتېرۍ په يو لرغوني واټ بدل کړي. ګرانو او محترمو اورېدونکو، چين ته د سفر نننی پروګرام په همدې ځای پاي ته رسېږي. که تاسو کله هم فرصت ومومئ چې هانګ جو ښار ته سفر وکړئ، نو له ياده مه باسئ چې له هه فانګ واټ څخه هم ليدنه کتنه وکړئ.هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. هر چېرې چې وی، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای