CRI Online

د ژونګ شيانګ لرغونې علاقه دارۍ ته سفر

cri     (GMT+08:00) 2010-03-29 19:25:36

ګرانو او محترمو اورېدونکو، السلام عليکم! چين ته د سفر ننني پروګرام ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د چين د يانګځه سيند په دلتا سيمه کې وو شی ښار لرغونی تاريخ لري. په دغه ښار کې د ژونګ شيانګ په شمول يو شمېر لرغونې علاقه دارۍ ليدل کېږي چې نژدی شپږ سوه کلن تاريخ لري. چين ته د سفر په ننني پروګرام کې به تاسو ته د جيانګ سو ولايت د وو شي ښار ژونګ شيانګ لرغونې علاقه داری دروپېژنو.

ژونګ شيانګ لرغونی علاقه داري د وو شي ښار په لويديځ بينګ هو سيمه کې پرته ده چې د چين په نژدی زمانه کې د زيات شمېر ملی صنعت ګرانو او سوداګرانو ټاټوبی دی. دغه علاقه داری پخوا د ژونګ له دبرنۍ، پورته، منځنۍ او کښتې برخې له دريو طبيعی کليو څخه جوړه شوې وه. د جيانګ نان پوهنتون د ژونګ کورنۍ د څېړنيز مرکز پخواني مشر پرفيسر چن ون يوان وويل

لومړی ژونګ کورنی له هو بی ولايت څخه نان جينګ ښار ته ولېږدېدله، وروسته د مينګ امپراتوري لړۍ د پنځلسمې پېړۍ په پيل کې وو شي ښار ته ورغله. ښاغلی ژونګ چينګ د خپل عمر په د نژدی اتيا کلنۍ کې له خپلو دريو زامنو سره يو ځای دغه ځای ته ولېږدېد او د ده د دريو زامنو د استوګنې دغه ځايونه د ړونګ دبرنۍ، منځنۍ او کښتۍ برخې په دريو طبيعی کليو بدل شول. د نولسمې پېړۍ په منځني وخت کې په

دغه سيمه کې د اقتصاد پرمختيايی سويې پرمختګ وکړاو د شلمې پېړۍ په پيل کې په رسمی توګه د ژونګ شيانګ علاقه داري جوړه شوه.

تر اوسه پوری په دې لرغونۍ علاقه دارۍ کې يوه لرغونې لار هم ليدل کېږي چې اوږدوالی يې نژدی دری سوه او اتيا متره او يو سل او اووه پنځوس ځانګړي ځايی ودانۍ هم په کې شته دي. داسي ودانۍ نه يوازی بېلا بېل شکلونه لري، بلکې يوه ګډه ځانګړتيا هم لري چې له ژونګ کورنۍ سره اړه لري.

په ژونګ شيانګ علاقه دارۍ کې لرغونۍ ودانۍ په لاندنيو دريو ډولونو ويشل کېږي : لومړی ډول د چين د لرغونيو دودونو له مخې په خښتو او لرګيو جوړې شوي ودانۍ دي چې بڼه يې لرغونی خو ښکلی ده. د دوهم ډول ودانۍ د چين او لويديځې نړۍ د بڼې له غوراوي څخه په استفادې سره جوړې شوې چې دباندی ديوالونه يې د لويديځې نړۍ بڼه لري، خو دننه يې په چينی کورنيو سامان ألاتو ښکلي شوي دي. درېيم ډول د لويديځې نړۍ ځانګړي ودانۍ دي چې په کانګريت جوړې شوي دي. د دغو دريو ډولونو له ودانيو څخه د شلمې پېړۍ په سر کې د چين د صنعت ګرانو او سوداګرانو ښکلا پېژندنه څرګنده شوې ده.

په دغه لرغونۍ علاقه دارۍ کې د دا ګونګ په نامه کتابتون د يادونې وړ دی چې د وطن پال ښاغلي ژونګ ده شنګ له خوا جوړ شوی دی. د دغه کتابتون جوړول په ١٩١٥ کال کې پيل او په ١٩١٦ کال کې د خلکو ترمنځ پرانيستل شو. دغه کتابتون دوه پوړونه او د چين او لويديځې نړۍ د ودانيو ځانګړتياوې لري. د تاريخی ريکارډ له مخې، ښاغلي ژونګ ده شنګ او د ده مشر ورور د دغه کتابتون د جوړولو په شمول په ښوونيزو چارو کې زياتې پانګې لګولي دي. دغه راز دا ګونګ کتابتون د وو شي ښار په شاوخوا سيمه کې تر ټولو لوی او اغېزناک شخصی کتابتون ګڼل کېږي. په ١٩٢١ کال کې د دغه کتابتون له خوا د ساتل شويو کتابونو شمېر له يوسل او اوولس زرو څخه اوښتی و. په ١٩٥٢ کال کې د ښاغلي ژونګ ده شنګ له مړينې وروسته د ده په امر ټول ساتل شوي کتابونه په وړيا توګه د وو شی ښار کتابتون ته ورکړل شول. پروفيسر چن ون يوان څرګنده کړه چې د ښاغلي ژونګ له خوا د دا ګونګ کتابتون له جوړېدلو څخه د ټولنيزې ښوونې په اړه د ده مفکوره څرګنديږي چې ډېره ارزښتناکه ده. نوموړي زياته کړه

د ښاغلي ژونګ په أند، زيات بی وزلي ماشومان د زده کړې لګښت د زياتوالي له امله ښوونځي ته نه شی تللی، نو ځکه ده د دغو بی وزليو ماشومانو لپاره زيات کتابونه واخيستل. هر کله چې ماشومان دغه کتابتون ته ځي او هلته بېلا بېل کتابونه لوستلی شي.

ګرانو او محترمو اورېدونکو، که تاسو د دغې لرغونۍ علاقه دارۍ له ليدلو سره علاقې لري، نو دغې سيمې ته سفر وکړئ. چين ته د سفر نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسېږي. هر چيری چې وی، روغ او خوشحاله اوسئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای