CRI Online

د شانګهای په نړېوال نندارتون کې د کاناډا نندارتون معرفي

cri     (GMT+08:00) 2010-05-31 18:34:07

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. اوس به يو مضمون واورئ چې عنوان يی دی: د شانګهای په نړېوال نندارتون کې د کاناډا نندارتون معرفي.

د شانګهای د نړېوال نندارتون په لوی پارک کې د کاناډا نندارتون شپږ زره مربع متره پراخوالی لري چې شکل يی د انګليسي حرف (سي ) په شان دی. د دغه نندارتون بهرني دېوالونه له سرو لرګيو څخه جوړ شوي او دننه يی له شنونباتاتو څخه جوړ شوی يو لوی دېوال هم ليدل کيږي چې د ټيټ کاربن او چاپيريال ساتنې نظريه څرګنديږي.

د کاناډا نندارتون عمده موضوع سمسور ښار دی چې د هرشي له منلو، دايمی پرمختګ او اصلاحاتو او نوښت سره تړاو لري. دغه نندارتون ته له ننوتلو وروسته يو تمثال لومړی د خلکو تر سترګو کيږي. د دغه نندارتون کارکوونکی مارک خبريالانو ته وويل چې کاناډا د مهاجرينو هېواد دی او له دغه تصوير څخه په کاناډا کې د اوسيدونکو چينايانو د ژوند بڼه ښيي.

(( اوس موږ په کاناډا کې داسی ډېر واټونه کتلی شو چې په دواړو خواوو کې د پرتو دوکانونو خاوندان چينايان دي او دغه ډول واټونه د کاناډا په اکثرو ښارونو کې ليدل کيږي. د کاناډا په عمومی نفوسو کې يو په دېرشمه برخه چينايان دي.))

د دې ترڅنګ په دغه نندارتون کې يو عجب ډنډ هم موجود دی. د دغه ډنډ اوبه خړ رنګ لري خو که څوک لاس دغه ډنډ ته واچوي نو اوبه به يی سمدلاسه رنګا رنګ شي. نوموړي وويل چې اوبه د يو ښار بڼه ښکاريږي.

((په اوبو کې بوراګان ، ګلان او کبان ليدل کيږي خو په پای کې د ډنډ پر مخ د يو ماشوم لاسونه ښکاريږي . ويل کيږي چې ټول تصويرونه د دغه ماشوم خوبونه دي))

د کاناډا په نندارتون کې د ګرځندويانو لپاره ډېر پروګرامونه چمتو شوي دي. مثلاً ګرځندويان د بايسکل په وسيله د تقليدي کاناډا سيل کولی شي چې پر مخکينې پرده جګې ودانۍ، غرونه، ځنګلونه او سمندری تل ليدل کيږي.

تاسو غواړئ چې د عامو کاناډايانو د ژوند په اړه معلومات ترلاسه کړئ ؟ پر يوه لويه فلمي پرده په بېلابېلو وختونو او چاپيريال کې د يوې ورځې د ژوند بڼه ښکاريږي. د خبر له مخې، د دغه فلم تصويرونه له ٥٧ زرو عکسونو څخه غوره شوي دي.

د دغه نندارتون څخه د وتلو دروازې په څنګ کې ځينی کاناډايی توکي او خوندور خوراکونه پلورل کيږي. د کاناډا نندارتون عمومی استازی مارک روسويل چې په چين کې يو مشهور سړی هم دی، د دغه نندارتون په اړه وويل چې په هر نړېوال نندارتون کې د کاناډا نندارتون ښې نتيجې درلودې او دغه ځل نندارتون هم داسی دی.

(( زموږ نندارتون د ګرځندويانو د ډېرو شميرو سره سم ډيزاين شوی دی نو هره ورځ د پلان له مخی ديرش زره تنه ګرځندويان منلی شي. اما د ګرځندويانو شمير زموږ د اټکل نه لاهم زيات دی. زموږ د شميرنې له مخې د می په ١٤ نېټه شپږ ديرش زره تنه ګرځندويانو دغه نندارتون ليدلی و. اټکل کيږي چې ګرځندويان به نورهم زيات شي. موږ په دې اړه خوښ يو.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای