CRI Online

شانګهای ښار

cri     (GMT+08:00) 2010-12-16 20:26:49

ګرانو اورېدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! د پروګرام په نننې کړۍ کې به تاسو ته د چين د يو لوی ، مشهور سوداګريز او پرمختللی ښار شانګهای په اړه څه ناڅه معلومات وړاندی کړم.

شانګهای لرغونی تاريخ لری چې څه دپاسه شپږ زره کلونه دمخه په دغه سيمه کې د لومړنيو انسانانو کلی رامنځته شوي وو. څه نا څه زر کاله وړاندی شانګهای په يو کب نيونکی کلی بدل شو او د مينګ تر سلسلې پوری يی په ټول هېواد کې لومړنی لوی نساجی مرکز په توګه ګرځېدلی دی. په ١٨٤٠ کال کې د اپينو له جګړې وروسته شانګهای د مجبوريت له مخې د بهرنيو هېوادونو څخه راغلو استعمارچيانو ته دروازې ورخلاصې کړې. د شانګهای په ښار کې د چين کمونست ګوند رامنځته شو او په دغه ښار کې د ملت د خپلواکۍ او د خلکو د ازادولو لپاره يو لړ لويې پېښې شوي دي، د بېلګې په توګه د شين های په نامه انقلاب او د می د څلورمې نېټې غورځنګ. د ١٩٤٩ کال د می په اوه ويشتمه نېټه د چين ولسی ازادی بخښونکی اردو د شانګهای ښار ازاد کړ او د دغه کال د می په اته ويشتمه نېټه د شانګهای د ولسی حکومت د جوړېدو اعلان وشو او دغه ورځ د شانګهای ښار د ازادولو د يادونې د ورځې په توګه وټاکل شوه.

نن ورځ شانګهای د چين د مرکزی حکومت تر مستقيمې ادارې لاندی يو لوی سوداګريز ښار دی او اقتصادی حالت يی د چين د نورو ښارونو په پرتله ډير ښه دی. د شانګهای په ښار کې د هوانګ پو، جينګ ان، چانګ نينګ په شمول له څوارلسو سيمو او د

سونګ جانګ، چينګ پو او چونګ مينګ په شمول له پنځو ولسواليو څخه جوړ شوی او نفوس يی څه دپاسه ديارلس مليونه او پنځه لکه دی. شانګهای د چين يو مهم صنعتی بنسټ او ستر اقتصادی، پولی، سوداګريز، علمی او کلتوری مرکز هم ګڼل کيږی او په نړۍ کې يو ډير مشهور بندری ښار هم دی.

شانګهای ښار د چين په ترانسپورتی چارو کې يو مهم ښار ګڼل کيږی چې د اوسپنيزو او سمندری لارو، سړکونو او هوايی کرښو څخه جوړ شوی يوه لويه ترانسپورتی شبکه لری. دغه ښار يو ډير پرمختللی ښار دی. د شلمې پېړۍ له نهمې لسيزې وروسته د چين مرکزی حکومت د شانګهای د پو دونګ نوې سيمې د استخراج په هکله يوه مهمه تګلاره غوره کړه چې د شانګهای په پرمختګ کې زيات اهميت لری. له وروستيو کلونو راهيسی، دغه ښار ستر پرمختګ کړی دی. په ٢٠٠٥ کال کې د شانګهای ښار د کورنۍ توليدی اندازه نهه سوه او څوارلس مليارډه دری سوه او پنځه نوی مليونو يوانو ته رسيدلی چې له ١٩٩٢ کال راهيسی په مسلسلو څوارلسو کلونو کې په سلو کې سل زياتوالی موندلی دی.

شانګهای ښار په نړۍ کې ډير زيات شهرت لری، د زياتو سيلانيانو ستاينې يی تر لاسه کړي دي او هر کال زيات شمېر سيلانيان د سفر لپاره دغه ښار ته ورځی. له ١٩٩٢ کال راهيسی، هر کال شانګهای ښار ته له يو مليون څخه زيات بهرني سيلانيان ورغلي دي. برسيره پر دې، هر کال په شانګهای ښار کې زيات شمېر مهم نړيوال هنری فيستوالونه هم تر سره کيږی. په ٢٠٠٥ کال کې د شانګهای په ښار کې د چين د

شانګهای د نړيوال هنری فيستوال، د شانګهای د فلمونو د اتمې دورې د نړيوال فيستوال او د شانګهای د تلويزيون د يوولسمې دورې د فيستوال په شمول څو ستر فعاليتونه تر سره شول. د ٢٠٠٥ کال تر پايه پوری د شانګهای په ښار کې دوه دېرش کلتوری مرکزونه او ولسی هنری مرکزونه، پنځه اتيا هنری ډلې، اته ويشت کتابتونونه او سل نندارتونونه موجود و.

ګرانو اورېدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای