CRI Online

هانګ کانګ

cri     (GMT+08:00) 2010-12-17 19:58:06

ګرانو اورېدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د هانګ کانګ د ځانګړې ادارې سيمې په اړه څه ناڅه معلومات وړاندې کړم.

هانګ کانګ د اسيا يو سمسور او مشهور ښار دی او د سيمې او حتی د نړۍ يو پولي مرکز هم دی. دغه ښار له 1842 کال نه تر ١٩٩٧ کال پورې د بريتانيا مستعمراتي سيمه وه او د ١٩٩٧ کال د جولای په لومړی نېټه بيرته چين ته ستنه شوې وه. د هانګ کانګ سيمې پراخوالی ١١٠٤ مربع کيلومتره او نفوس يی شاوخوا اووه مليونه دي.

هانګ کانګ د تاريخ له تيرې زمانې راهيسي د چين يوه برخه وه خو د ١٩ مې پيړۍ په منځ کې بريتانيا د جګړې له لارې هانګ کانګ خپله مستعمراتي سيمه بدله کړه. د ١٩٩٧ کال دجولای په لومړې نېټه د چين ولسي جمهوريت د هانګ کانګ حاکميت بيا اعاده کړی او ژمنه يی کړه چې دغه سيمه به خپل پخوانی ټولنيز سيستم او د ژوند شکل وساتل شي. هانګ کانګ د دېپلوماسۍ او دفاعي چارو نه پرته په نورو برخو کې خودمختاره حق لري.

له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته هانګ کانګ چټک پرمختګ کړی چې د اسيا له څلورو پرمختيايی سيمو څخه شميرل کيږي. هانګ کانګ د نړۍ له سمسورو، پرمختللو او شتمنو سيمو څخه هم شميرل کيږي. د دې ترڅنګ هانک کانګ يو ښه او ژور بندر هم دی چې د نړۍ له دريو ښو طبيعي بندرونو څخه شميرل کيږي.

هانګ کانګ په عمده توګه له دريو برخو څخه جوړ يږي چې د هانګ کانګ ټاپو، جيو لونګ او شين جه دي.

هانګ کانګ پخپله ځانګړی ټولنيز او اقتصادي ميکانيزم، قانوني سيستم او پيسې لري. د دې ترڅنګ هانګ په ځانګړې توګه په نړېوالو سازمانونو يا سپورټي لوبو کې څوکۍ لري. تر ٢٠٠٧ کال پورې هانګ کانګيان د ويزا نه پرته د نړۍ څه ناڅه 170 هېوادونو يا سيمو ته ننوتلی شي.

تر ٢٠٠٧ کال پورې هانګ کانګ ستر پرمختګ کړی دی. په ٢٠٠٦ کال کې د هانګ کانګ د ونډو په بازار کې عمومي ارزښت له نيويارک څخه اوښتی چې په نړۍ کې دوهم ځای نيسي.

اوس د هانګ کانګ اقتصادي حالت نورهم ښه دي او اقتصادي جوړښت يی هم نورهم بشپړ شوی دی.

(موسيقي)

(موسيقي)

ګرانو اورېدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی يو ځل بيا هرکلی کوم.

(لومړی سندره)

يو کتونکی زموږ پر ويب سايټ خبرې وايی چې سلامونه او نيکې هيلې زم جميل وردګ د کندهار ښار څخه د سي آر اى راډيو ته سلامونه وړاندې کوم هيله ده په خپلو سهارنيو او مازيګري خپرونو کې د کندهار محلي سندرې هم خپرې کړئ انګليسي پروګرامونو څڅه مو موږ ډير څه زده کوو مننه

(دوهمه سندره)

ګرانو دوستانو! د چين په ګوانګ جو ښار کې اسيايی سپورټي لوبې تازه پای ته ورسيدې . په دغو لوبو کې افغان پلاوی دری مډالونه وګټل. ........

(درېيمه سندره)

د مهجرينو نړېوال سازمان څو ورځې مخکې يو راپور خپور کړ او په کې ويل شوي چې اټکل کيږي په ٢٠١٠ کال کې په ټوله نړۍ کې د مهجرينو شمير 214 مليونو تنو ته ورسيږي او په ٢٠٥٠ کال کې به دغه شمير 405 مليونو تنو ته ورسيږي.

(څلورمه سندره)

په ګوانګ دونګ ولايت کې چې هلته اسيايی سپورټي لوبې تازه پای ته ورسيدې، د يو عنعنوي معبد د ترميمولو پروژه بشپړه شوې ده. ويل کيږي چې دغه معبد زر کاله تاريخ لري.

(پنځمه سندره)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای